میلیونونه افغانان د طالبانو واکمنۍ کې هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي

د ویډیو تشریح، میلیونونه افغانان د طالبانو واکمنۍ کې هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي
میلیونونه افغانان د طالبانو واکمنۍ کې هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي
د خپرېدو وخت

هغه افغانان چې یا له هېواده بهر زېږېدلي او یا هم لسیزې له خپل هېواده لرې پاتې شوي، اوس له پاکستان او ایرانه اړ ایستل کېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپل ژوند له سره پیل کړي.

د اګست تر میاشتې پورې، یو میلیون افغانان ایستل شوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د ایستل شویو افغانانو ټول شمېر شپږو میلیونو ته رسوي.

پاکستان او ایران دواړه وایي چې اوس د افغانانو د بېرته ستنېدو وخت رارسېدلی دی. دوی ځینې افغانان امنیتي ګواښ بولي او نور بیا اقتصادي بار ګڼي.

د بي‌بي‌سي مشرې نړیوالې خبریالې لېز دوسیت د تورخم کې او همدارنګه د افغانستان پلازمېنه کابل کې دا بهیر له نژدې څارلی دی. ډېر راستنېدونکي له داسې "کور" سره مخ دي چې ډېر لږ یې پېژني او اړ دي چې خپل ژوند له سره، نژدې له هېڅ شي پرته پیل کړي.