پنجاب کې جرګې یوه سړي‌ ته د بې‌ګناهۍ ثابتولو لپاره توده وسپنه لاس کې ورکړې

په توره کوره یا داش کې د سکرو اور لګېدلی او د اوسپنې سیخ پکې سور کېدو ته ایښودل شوی دی.‌

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دود له مخې تورن کس ته لاس کې په اور سره کړې اوسپنه ورکول کېږي
    • Author, محمد زبیر خان
    • دنده, خبریال

د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېره غازي خان قبایلې سیمه کې ځايي ادارې د یوې غیرقانوني جرګې د ټولو غړو خلاف قضیه ثبت کړې ده.

د دې جرګې غړو پر غلا یوه تورن کس ته د بې ګناهۍ ثابتولو لپاره لاس کې د تودې اوسپنې د نیولو سزا ورکړې.

دا پېښه تېره میاشت د ډیره غازي خان د تونسه شریف تحصیل په "پګله" سیمه کې شوې، خو قضیه یې اوس رسمي‌ شوې ده.‌

د ځايي چارواکو په وینا، یو ځايي سړي یو بل تن د ده د لمریزې برېښنا تختو (شمسيو) او اېنورټر په غلا تورن کړی و. دا موضوع یوې جرګې ته وړاندې شوې، چې غړو یې په یوه خوله پرېکړه کړې چې تورن کس باید د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو لپاره اور کې سره شوې اوسپنه لاس کې ونیسي.

په دې سیمه کې پخوانی قبایلي دود دی چې که څوک په غلا تورنېږي، نو د اوسپې تود سیخ به لاس کې نیسي. د دوی باور دا دی چې که تورن کس غلا کړې وي لاس یې سوځي او که بې ګناه‌ وي نو پر اور سره کړې اوسپنه یې نه سیځي.

دې قضیه کې پر ځايي قومي مشرانو سربېره د یوه ډاکتر نوم هم شامل دی، چې ادعا کېږي د هغې جرګې غړی و چې دا پرېکړه یې صادره کړې وه.

سیاسي مرستیال تیمور کمال بي‌بي‌سي ته ویلي، هغه کس چې لاسونه یې د جرګې په امر سوځول شوي، تر اوسه سیاسي انتظامیې یا سرحدي پولیسو ته شکایت نه دی کړی. هغه وویل د دوی مالومات ښيي، چې دا پېښه د قانون ښکاره سرغړونه ده او دا چې د دوی اداره (پولیټیکل انتظامیه) به د ده په وینا له خپله اړخه ګام واخلي.

تیمور کمال زیاتوي، د هغه کس مور چې لاسونه یې د جرګې په امر د ګرمې اوسپنې د نیولو له کبله سوځېدلي، له پولیسو غوښتي چې د دې د زوی د ګواښل کېدو او تښتول کېدو قضیه ثبت کړي او د هغې دا غوښتنه د دوی د ادارې لخوا په ثبت شوې قضیې کې هم رانغاړل شوې ده.

د نوموړي په وینا، دا پېښه یوه میاشت مخکې د نومبر پر پنځمه شوې، خو قضیه یې اوس د ډسمبر پر دویمه ثبت شوې ده.

قضیه کې څه ویل شوي؟

قضیه د سرحدي پولیسو د سیمه‌ییز افسر حماد رضا په مدعیت ثبت شوې ده.

د مالوماتو لومړي رپوټ (اېف‌ای‌ار)‌ کې راغلي چې پولیس د ټولنیزو رسنیو له لارې خبر شول، چې د موسی په نوم د یوه ځايي کس د سولر‌ تختې او اېنورټر د شپې له مخې درېیو ناپېژانده کسانو پټې کړې دي. د ایف ای ار له مخې، موسی د بوی په وسیله پل موندونکي سپي ګومارلي او دا سپي د شېر‌ګل په نوم د یوه بل ځايي کس د کور مخې ته درېدلي‌ دی. پخپله شېرګل هغه ګړۍ په کور کې نه و، خو معلول ورور او څو ښځې کور کې موجودې وې.

په دې توګه موسی شک او ادعا کړې، چې ښايي شېر‌ګل له دوو نورو مشکوکو کسانو سره په دې غلا کې لاس ولري.

اېف ای ار کې ویل شوي چې "ځايي مشران د پنچایت (جرګې) لپاره د منځګړو په توګه ټاکل شوي او دوی له تورن کس سپیناوی غوښتی دی. شېر‌ګل په دې توګه اړ شوی چې توده اوسپنه لاس کې ونیسي او ۱۱ قدمه ورسره وګرځي." دا چې په دې توګه د شېرګل د لاسونو ورغوي سوي،‌ نو دوه لکه کلدارې جریمه پرې لګول شوې ده."

ایف ای ار کې ادعا شوې "شېرګل وروسته تښتول شوی، ګواښل شوی او دا ورته ویل شوي چې د موضوع په اړه چوپ پاتې شي. له هغه په زور د دوه لکه روپیو پر اخیستل کېدو سربېره،‌ د شاوخوا ۷۰ زره کلدارو په ارزښت ځمکه هم ضبط شوې ده."

دوه کسان د یوې لوړې غونډۍ پر سر ناست دي او لاندې د منظرې ننداره کوي. د کیڼ خوا کس د ملیشه‌پولیسو او د ښي‌اړخ کس سپينې ملکي جامې اغوستې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عکس ارشیف - پېښه د دېره غازي خان تونسه شریف کې شوې

په ایف ای ار کې ویل شوي، چې د شېرګل مور حاجران بي‌بي دا پېښه تایید کړې.‌

تیمور کمال وايي، "دا پېښه خواشینوونکې ده، هېڅ جرګې ته دا اجازه نه شته چې قانون پلی کړی. "

نوموړی زیاتوي چې دا ډول پېښه ډېره موده وروسته شوې، ځکه د قانون حاکمیت له کبله په دې قبایلي سیمه کې دا ډول غیرقانوني جرګې پام وړ کمې شوې دي.

هغه وویل، د دوی اداره هڅه کوي چې د شېرګل خوندیتوب ډاډمن کړي.

سیاسي‌مرستیال وايي، "دا یو زوړ او جاهلانه دود دی. له بده مرغه، په دې پنچایت یا جرګه کې یو ډاکتر هم غړی و."

د 'اېس اېف' دود څومره پېژنئ؟

دا پېښه د سلیمان غره قبایلي سیمه کې شوې او د ځایي خلکو په وینا دا زوړ دود د 'ایس اېف' په نوم یادېږي.

تونسه شریف کې د یوه ځایي خبریال عمر فاروق په وینا، قبایلي سیمو کې د دروغو، رښتیا او تورونو پرېکړه د اور، اوبو یا تودو اوسپنو په وسیله کېږي، چې په اور سوځول، اوبو ته غورځول او یا په لاس کې د ګرمې اوسپنې د سیخ نیول پکې شاملېږي.

دی وایي، که دې تازه پېښې ته د بېلګې په توګه وګورو، نو پنچایت د پېړیو دا پخوانی دود کارولی چې تورن سړی دې توده اوسپنه یا ایشېدلې اوبه لاس کې واخلي؛ که رښتینی وي نه سوځي خو که دروغ وايي سزا به وګوري.

د فاروق په وینا که له اېس اېف تېرېدونکی شخص ژوبل شی، نو خبره همدلته پای نه مومي، بلکې پر دې سربېره پرې نوره درنه جرمانه هم لګول کېږي.

نوموړي وويل، یو کال وړاندې ورته يوه بله پېښه هم شوې وه او هغه مهال په زين قبايلي سيمه کې د جمال بزدار په نوم يو کس د جرګې د غړو په حضور کې د نامشروع اړیکې (کالا کالي) په تور د ژورو اوبو ډنډ ته غورځول شوی و.

عمر فاروق وايي، جمال بزدار له دې پېښې ژوندی وتلی او بیا یې د دغه ناوړه دود خلاف غږ هم پورته کړی و چې پایله کې یې سرحدي پولیسو جرګه‌مار ونیول.

یو قبایلي مشر سردار اسلم بزدار بي‌بي‌سي‌ ته ویلي، په داسې مواردو کې دواړه غاړې واک پنچایت ته سپاري او تورن شوی کس د جرګې له پرېکړې وروسته پخپله دا ټاکي چې سپیناوي ثابتولو‌ لپاره اور کې ګرځي، توده اوسپنه لاس کې نیسي که ژورو اوبو ته دانګي.

'دا انصاف نه، ظلم دی'

عکس کې ظاهرآ‌ سمندر ښکاري او د اوبو له منځه د لاس اورغوی او ګوتې راوتلې دی. ظاهرآ داسې ښکاري لکه څوک چې اوبو ډوب کړی وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پنچایت پرېکړو کې ژورو اوبو ته د تورن کس د غورځول کېدو پرېکړه هم وي.

جمال بزدار د تامان بزدار اوسېدونکی دی. تېر کال د ورته یوه تور له مخې اوبو ته د ده د غورځولو پرېکړه شوې وه‌.

دی ژوندی پاتې شو، عریضه یې وکړه او د جرګې غړي‌ ونیول شول.‌

جمال وايي: "دا زاړه او بې ځایه دودونه دي. زه په زور اوبو ته وغورځول شوم، خو ما همت او حوصله ونه بایلله او د ټولو مخکې په خوندي او سالم ډول بېرته راووتم. زه له مخکې بې‌ګناه وم او زما خلاف هېڅ قوي شواهد نه وو. پر ما لګول شوی تور دروغ و او یوازې د همدغه دروغجن تور له کبله سپک شوم. زه د یوې غیر قانوني پرېکړې پایله کې د مرګ له خولې راستون شوم."

نوموړی وایي: "دا دود بايد په بشپړه توګه بند شي. خلک بايد په دې ډول سپک نه شي. که څوک تورن وي، نو قانوني لار دې غوره شي. شواهد او شهادت باید موجود وي او تور بايد ثابت شي." هغه زياته کړه: "دا څه ډول دود دی چې نه ثبوت وي او نه شاهدي، خو درته ويل کېږي، 'ځه نو که رښتينی يې، اوبو ته ټوپ کړه يا [توده] اوسپنه ونيسه، که بې ګناه يې، نو بچ به شې'... دا انصاف نه دی، ظلم دی."