د جاپان په هوايي ډګر کې ۲۲ پاکستاني 'فوټبالران' څنګه ونیول شول؟

د جاپان د کډوالۍ کارکوونکو د ټولو هلکانو پاسپورټونه واخیستل، سندونه یې ورسره وساتل او ارزونې یې پیل کړې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د جاپان د کډوالۍ کارکوونکو د ټولو هلکانو پاسپورټونه واخیستل، سندونه یې ورسره وساتل او ارزونې یې پیل کړې
    • Author, احتشام شامی
    • دنده, خبریال

احمد (اصلي نوم یې نه دی) د هغه پاکستاني "فوټبال لوبډلې" غړی و چې د تېر جون پر ۱۵مه د سیالکوټ له نړیوال هوایي ډګره د جاپان د کانسای نړیوال هوایي ډګر ته یې الوتنه وکړه.

ټولو ۲۲ لوبغاړو، چې د "کلپ یونیفورم" یې اغوستی و، خوشحاله وو چې په بریالیتوب یې له پاکستانه د کډوالۍ او امنیتي بهیره ټول اجازه لیکونه بشپړ کړل او مخ پر جاپان روان شول.

دغو کسانو د پاکستان د کډوالۍ چارو مسؤلینو ته ویلي وو، دوی د "ګولډن فوټبال ټریال" په نوم کلپ سره تړاو لري او په جاپان کې به د فوټبال مختلفو کلپونو سره لوبې وکړي. دوی د جاپان ویزې هم درلودې.

د ګوجرانوالا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف اې ای) سیمه ییز مشر محمد بن اشرف په وینا، احمد په خپل بیان کې ویلي، هغه او ټول ورسره هلکان د جون پر ۱۵مه د پنجاب له سیالکوټ نړیوال هوایي ډګره د یوه خصوصي هوایي شرکت الوتکې کې له معمولي ارزونې وروسته الوتکې ته پورته شول.

د احمد په وینا، ټول هلکان په سپورټي یونیفورم کې وو او خوشحاله وو، چې د خپل راتلونکي منزل پر لور روان دي.

د محمد بن اشرف په وینا، احمد ورته ویلي، هلکانو په الوتکه کې سیلفي انځورونه اخیستل او بنډار یې جوړ وو، خو کله چې دوی د جاپان د کانسای نړیوال هوایي ډګر (اوساکا) ته ورسېدل، د کډوالۍ چارو مسؤلینو د دې ډلې ټول ۲۲ هلکان له نورو مساپرو بېل کړل او "له دوی یې نسبتا سختې پوښتنې وکړې"، دغه راز په جلا خونو کې یې له هر کس سره په انفرادي ډول خبرې هم وکړې.

احمد اېف اې ای ته زیاته کړه، "له هغه وروسته، د جاپان د کډوالۍ کارکوونکو د ټولو هلکانو پاسپورټونه واخیستل، سندونه یې ورسره وساتل او پوښتنې ګروېږنې یې پیل کړې، ځینو افسرانو ټیلیفونونه کول پیل کړل او ځینو په کمپیوټرونو کې زموږ سندونه تصدیقول پیل کړل. موږ په جلا خونو کې کېښنول شو، او راته وویل شول، تر هغه چې د سندونو د تصدیق پروسه بشپړه نه شي، نه شی کولئ له دې ځایه ووځئ."

د اېف اې ای افسر په وینا، احمد په بیان کې زیاته کړه، "له پنځو تر شپږو ساعتونو وروسته، د کډوالۍ مسؤلینو موږ ته وویل، نه شو کولی تاسو ته جاپان ته د ننوتلو اجازه درکړو او تاسو به بېرته پاکستان ته وشړل شئ. دوی زموږ پاسپورټونه او ټول اسناد د بلې الوتنې مدیر ته وسپارل او موږ یې بېرته د یوې بلې الوتکې له لارې پاکستان ته ولېږلو."

"موږ له جاپانه وشړل شوو او کله چې له هوایي ډګره راووتو، د اېف اې ای ټیم لا دمخه هلته و، موږ یې ونیولو او دفتر ته یې راوستلو، پوښتنې یې وکړې، ټول سندونه یې ضبط کړل او زموږ بیانونه یې هم ثبت کړل، وروسته تر هغه بیا موږ ته اجازه و راکړل شوه چې بېرته کور ته ستانه شو."

د جاپان د کډوالۍ چارواکو د هوايي شرکت پر چک پاڼو لیکلي و، ټول ۲۲ کسان د "غلط بیان، ټیټې کچې او د سفر د نا تایید شوې موخې " پر بنسټ ایستل شوي دي.

اېف اې ای ادعا کوي، څېړنو وروسته څرګنده کړه چې دا کسان هېڅ یو یې لوبغاړی نه و، ټول هغه سندونه چې دوی درلودل (د کومو پر بنسټ چې ویزې ترلاسه شوې وې) جعلي وو، او دا چې هر یو یې د انساني قاچاق وړونکو ته جاپان ته د لېږلو لپاره ۴ میلیونه روپۍ ورکړې وې.

اېف اې ای دا ادعا هم کوي چې دې ټولو خلکو ته د فوټبال او لوبې په برخه کې اساسي روزنه ورکړل شوې وه چې وکولی شي، دوی د کډوالۍ چارواکو پوښتنو ته ځواب ووایي.

څېړنو څه په ډاګه کړل؟

د حکومت په شکایت د دې پېښې ایف اې ار د بېلابېلو برخو له مخې د اېف اې ای سره ثبت شو.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې چارواکو وویل، د انساني قاچاق وړونکي تورن کس تېره ورځ ونیول شو او (د سپتمبر ۱۷مه) سیمه ییزې محکمه ته وړاندې شو.

د دغې ادارې مرکزي دفتر د موضوع په اړه د رسمي څېړنو امر وکړ. په دې تړاو د لومړنيو څېړنو راپور کې ویل شوي چې 'د جعلي فوټبال ټیم په تړاو نورې څېړنې روانې دي، په دې قضیه کې جعلي ټیم کې د ښکېلو هلکانو رول به د څېړنو په بهیر کې مشخص شي او که مجرم ثابت شي، دوی به هم په قضیه کې شامل شي. د فدرالي تحقیقاتو ادارې د ټولو هلکانو پاسپورټونه تر هغه ضبط کړي دي چې تحقیقات بشپړ شي.'

په دې قضیه کې ثبت شوي د لومړنیو رپوټونو له مخې، ټول ۲۲ تنه په سپورټي یونیفورم کې سفر کولو ته اړ ایستل شوي وو او د لېږلو دمخه ورته د فوټبال اساسي روزنه هم ورکړل شوې وه.

لومړني رپوټونه دا هم وايي، انساني قاچاق وړونکي ادعا شوي کس جاپان ته د لېږلو په بدل کې له ټولو ۲۲ تنو هر یوه څلور میلیونه پاکستانۍ روپۍ اخیستي چې ټولې ۸۸ میلیونه روپۍ کېږي.

لومړني رپوټونه دا هم وايي، انساني قاچاق وړونکي ادعا شوي کس جاپان ته د لېږلو په بدل کې له ټولو ۲۲ تنو هر یوه څلور میلیونه روپۍ اخیستي چې ټولې ۸۸ میلیونه روپۍ کېږي.

د عکس سرچینه، FIA

د عکس تشریح، لومړني رپوټونه دا هم وايي، انساني قاچاق وړونکي ادعا شوي کس جاپان ته د لېږلو په بدل کې له ټولو ۲۲ تنو هر یوه څلور میلیونه روپۍ اخیستي چې ټولې ۸۸ میلیونه روپۍ کېږي.

د لومړنیو رپوټونو له مخې، د فدرالي تحقیقاتو ادارې څېړنو ثابته کړه، هغه هلکان چې له جاپان بېرته شړل شوي وو د فوټبال له لوبې سره یې هېڅ تړاو نه درلود. تورن قاچاق وړونکي د 'ګولډن فوټبال ټریال' په نوم یو جعلي کلپ جوړ کړ او د پاکستان فوټبال فدراسیون سره یې د دې کلپ د تړاو جعلي لیک هم چمتو کړ، چې وروسته ټول هلکان د فوټبال ټیم لوبغاړو په څېر روزل شوي وو او د جعلي سندونو پر بنسټ د جاپان له سفارته د هلکانو لپاره ویزې غوښتل شوې وې.

د فدرالي تحقیقاتو اداره وايي، تورن د فوټبال فدراسیون د ثبت جعلي اسناد چمتو کړل. د جعلي سندونو له مخې، تورن په جاپان کې د فوټبال سیالۍ ټاکلې وې او د پاکستان له بهرنیو چارو وزارته یې جعلي سندونه هم چمتو کړل. وروسته له هغه چې دا ټول کسان پاکستان ته راستانه شول، د پاکستان فوټبال فدراسیون له دې کلپ سره له تړاوه انکار وکړ او خبر یې ورکړ چې په دې اړه وړاندې شوی لیک جعلي دی.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې رپوټ له مخې، کله چې د ایف ای اې تحقیقاتي ټیم د هغې سفري ادارې (ټراول اېجنسي) له خاوند سره اړیکه ونیوله چې د جاپان ټولو ۲۲ کسانو ټکټونه ترې اخیستل شوي وو، هغه ورته وویل، د دې ټولو کسانو ټکټونه د هغه ادعا شوي انساني قاچاق وړونکي لخوا اخیستل شوي وو چې په قضیه کې نومول شوی او دغه کس د دوی لپاره پیسې ورکړې وې.

د څېړنو بهیر تر پایته رسېدو د ټولو ۲۲ کسانو پاسپورټونه ترې اخیستل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د څېړنو بهیر تر پایته رسېدو د ټولو ۲۲ کسانو پاسپورټونه ترې اخیستل شوي دي.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې د ویاند په وینا، ارزونو معلومه کړې، چې په دې قضیه کې نومول شوي تورن د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې ۱۷ تنه ځوانان جاپان ته لېږلي وو، چې ځانونه یې د جعلي فوټبال ټیم غړي ښودلي وو، د دوی لپاره د پاکستان فوټبال فدراسیون جعلي لیک او د بهرنیو چارو وزارت جعلي د اعتراض نه کولو سند (اېن او سي) د ویزې ترلاسه کولو لپاره کارول شوی و.

د قضیې تحقیقاتي افسر محکمې ته وویل، له تورنه باید د دې ډلې د نورو ښکېلو کسانو په اړه پوښتنې وشي، سربېره پردې، د چاپ ماشین او هغه مواد چې تورن د هلکانو بهر ته د لېږلو لپاره جعلي سندونه چمتو کړي وو، بېرته ترلاسه شي، په داسې حال کې چې د پیسو بېرته ترلاسه کولو تمه هم ده او په اړه یې محکمې تورن ته څلور ورځې وخت ورکړ.

د ایف ای اې ګوجرانواله سیمه ییز مشر محمد بن اشرف په وینا، د ټولو شړل شویو کسانو بیانونه ثبتېږي. هغه زیاتوي تر څېړنو او تحقیقاتو ثبتولو وروسته به په دې قضیه کې نور تورن کسان هم نومول شي.

'د کښتۍ ډوبېدو له پېښو وروسته د جعلي اسنادو کاروبار پیل شو'

خبریال اقبال میرزا، چې د انساني قاچاق قضیې له نژدې څاري، وايي، د ځمکنیو لارو له سختېدو او د سمندر له لارو د مرګونو تر زیاتوالي وروسته، انساني قاچاقبرانو د عملیاتو یوه نوې لار موندلې ده، چې له مخې یې اوس خلک په جعلي اسنادو بهر ته لېږل کېږي.

هغه وايي، په تېرو دوو کلونو کې له مرکزي پنجابه سلګونه کسانو د کښتیو د ډوبېدو په څو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دولتي ادارو هم په دې تړاو ډېر کسان نیولي دي، ښايي همدا لامل وي چې د جعلي اسنادو کار اوس لا ګړندی شوی دی.

هغه وویل، "د بدن ښکلا، غېږ نیونې او وزن پورته کولو لوبې په ګوجرانواله کې مشهورې دي، خو د دې لوبو په پلمه هېڅکله د انسانانو د قاچاق کومې قضیې رپوټ نه دی ورکول شوی او د دې لوبو فدراسیونونه په دې اړه خورا سخت دریځ لري. مخکې له دې چې لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي، د ارزونې یوه سخت پړاو شته."

"په هر حال، د فوټبال کلپ په نوم جاپان ته د هلکانو لېږل یوه حیرانونکې موضوع ده چې باید وڅېړل شي او ټول هغه کسان چې پکې ښکېل دي باید عدالت ته وسپارل شي ځکه چې د هېواد عزت او وقار په خطر کې دی."