د وېنزویلا مخکښ مخالف سیاسي مشر له هېواده وتلی او اسپانیا ته یې پناه وړې

د عکس سرچینه، Reuters
د وېنزویلا حکومت ویلي، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې مخالف کاندید ادموندو ګونزاليز هېواد پرېښی او اسپانیا ته کډوال شوی دی. ښاغلی ګوانزاليز د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د اوسني ولسشمر مشر نیکلاس مادورو تر ټولو لوی سیال و.
د تېرې جولای میاشتې له جنجالي ولسمشریزو ټاکنو وروسته اپوزېسیون مشر ګوانزاليز په نامعلوم ځای کې شپې ورځې تېرولې، ځکه د ټاکنو پر پایلو له پراخو نیوکو او لاریونونو وروسته د هغه د نيول کېدو امر ورکړل شوی و.
په داسې حال کې چې مخالفانو د جولای میاشتې ولسمشریزې ټاکنو پایلې ننګولې، د وېنزویلا د ټاکنو ملي شورا نیکلاس مادورو د ټاکنو اصلي ګټونکی اعلان کړ.
د وېنزویلا مرستیال ولسمشر دلسي رودریګرز پخپله انسټګرام پاڼه لیکلي چې داسې معلومات یې تر لاسه کړې چې " ادموندو ګوانزاليز څو ورځې وړاندې په وېنزویلا کې د هسپانیې سفارت ته تللی او له هغه هېواده یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده."
نوموړي زیاته کړې چې حکومت یې د تېرو ټاکنو د مخالف کاندید ګوانزاليز په دې ډول له وتلو سره جدي مخالف نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې وېنزویلا د ولسمشریزو ټاکنو پایلو له اعلان وروسته له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې له سخت سیاسی کړکېچه تېرېږي.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل آلباس ویلي: "ښاغلي ګوانزاليز په خپله غوښتنه هېواد پرېښی او د هسپانیې د هوایې ځواکونو په یوه چورلکه کې دغه هېواد ته لېږدول شوی دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې د وېنزویلا دولتي ځواکونو په پلازمېنه کاراکاس کې د ارجنټاین سفارت محاصره کړی دی. ویل کېږي چې د وېنزویلا د اوسني حکومت شپږو مهمو مخالفو سیاسي مشرانو دلته پناه وړې ده.
د وېنزویلا د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې په دغه سفارت کې د "د ترهګریزو کړنو" پلان تر کار لاندې دی.
وېنزویلا کې د جولای میاشتې په وروستیو کې د ټاکنو د پایلو له اعلان راوروسته وضعیت ډېر عادي نه دی.
دلته لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې نیکولاس مادورو ادعا وکړه ټاکنې یې ګټلې دي، په داسې حال کې چې د حکومت مخالفین وايي د دوی نوماند اډمونډو ګونزالیز په اسانۍ سره د دغو ټاکنو لږترلږه ۷۰ سلنه رایې خپلې کړې.
یو شمېر هېوادونو له ډلې یې امریکا، اروپایې ټولنې او د لاتیني امریکا څو هېوادونو په ټاکنو کې د ښاغلي مادورو بریا په رسمي ډول نه ده منلې او ویلي یې دي چې په دې اړه د سختو پلټنو اړتیا ده.
په وېنزویلا کې د لانجمنو ټاکنو په درشل کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او نږدې ۲۰۰ ټپیان شوي دي.
پر همدې مهال د وېنزویلا حکومت اعلان کړی چې شاوخوا ۲۴۰۰ کسان یې نیولي او بندیان کړي دي.











