د چین ځوان کارګران چې لوړې زدکړې یې کړې او د ټیټ معاش بدل کې کار کوي

د عکس سرچینه، BBC/Rachel Yu
چین اوس داسې هېواد دی، چې یو شمېر کارګران يا مزدوران یې د فزیک په رشته کې د ماسټرۍ سند لري او یو عادي صفا کار یې ښايي د چاپېریال برخه کې لوړې زدکړې کړې وي. دغه راز یوه موټر چلوونکي ښايي د فلسفې په برخه کې زدکړې کړې وي، یا د معتبر څینګوا پوهنتون فارغ التحصیل د پولیسو معاونیت برخه کې دندې ته غوښتنلیک استولی وي.
د نانجینګ ښار د یوه رستوران ګارسون سون ژیان وايي، ارمان یې دا و، چې ګوندې د بانکدارۍ برخه کې یوه مناسبه دنده ومومي. ۲۵ کلن ژیان وايي، دا وروستیو کې یې د اقتصاد برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې پای ته رسولې دي.
دی وايي، هیله یې دا وه، چې "ډېرې پېسې" وګټي او د همداسې یوه لوړ معاش دندې لپاره یې ډېر لټون وکړ، خو "زما د هڅو پایله ډېره خوندوره نه وه." په چین کې هر کال میلیونونه محصلین له پوهنتونونو فارغېږي، خو په ځینو برخو کې د دوی لپاره بیا کافي فرصتونه نه شته.
د دغه هېواد اقتصاد له ستونزو سره مخامخ دی او په ځانګړې توګه د جایدادونو جوړولو، پېر پلور او تولید برخه کې ګڼ شمېر مسائل شته.
په ځوان نسل کې د بې روزګارۍ کچه په داسې حال کې ۲۰ سلنې ته رسېږي، چې مخکې د وضعیت سم څرګندولو لپاره دې شمېرو کې رد او بدل کېده.
له دې مخکې د ۲۰۲۴ کال اګست کې دا شمېر ۱۸سلنه یادېده او د نومبر شمېر بیا ۱۶ اعشاریه یو ښوول شوی و.
د پوهنتونونو ګڼ شمېر فارغان بالاخره داسې دندې ترسره کوي، چې د دوی د زدکړیز مسلک او کچې لاندې دي او له همدې کبله د ملګرو او کورنیو له نیوکو سره مخامخېږي.
سون ژیان وايي، د ګارسون په توګه یې دنده د کورنۍ خوښه نه شوه. دی وايي، "د کورنۍ خوښه او ناخوښه راته د اندېښنې مهمه موضوع ده. ډېر کلونه خورا ښه ښوونځي ته تلم" دی وايي، د کورنۍ خوښه یې دا وه، چې دولتي مامور شي یا چارواکی شي، خو په خبره یې "دا زما خوښه ده."
دی وايي، دا دنده یې د یوه پټ پلان برخه ده، ځکه غواړي د رستورانت چلولو پر کار پوه شي، چې بالاخره خپل رستورانت پرانیزي. دی فکر کوي، چې که کامیاب کاروبار ولري، د کورنۍ له لوري به پرې نیوکې کمې شي یا به یې لهجه بدله شي.
د هانګ ښاري پوهنتون پروفیسره ژانګ جون په چین کې د کاري فرصتونو په هکله وايي، "د چین په مرکزي سیمو کې دنده موندل رښتیا ډېره ګرانه چاره شوې ده او زه فکر کوم له همدې امله ګڼ شمېر ځوان خلک اړ شوي، چې له خپلې خوښې تېر شي او له سره پرې غور وکړي." دا وايي، "ګڼ شمېر محصلین د ښې دندې موندلو په هیله لوړې زدکړې کوي، خو عیني واقعیت بل ډول دی او بیا دوی ناهیلي کېږي."

د عکس سرچینه، BBC/RachelYu
پروفیسوره ژانګ وايي، په چین کې ډېرو شرکتونو، چې د ټېکنالوژۍ شرکتونه هم پکې شامل دي، ګڼ شمېر کارګران له دندې ګوښه کړي دي.
دا وايي، په چین کې ځینې سکتورونه، چې مخکې یې د لوړو زدکړو فارغینو ته تر ټولو ډېرې دندې ورکولې اوس د ټیټ معیار په شرایطو کاري فرصتونه وړاندې کوي او یا پکې فرصتونه له یوې مخې ختمېږي.
په چین کې د هغو لوستو ځوانانو شمېر هم په ډېرېدو دی، چې د بل مناسب کار له موندلو مخکې د فلم او ټلویزیون په صنعت کې کار کولو ته زړه ښه کوي. د چین شنګهاي ښار سویل لوېدیځ ته په هینګدیان ښارګوټي کې د فلمونو ثبت خورا لوی شرکتونه دي، چې په لوړو لګښتونو فلمونه جوړوي.
په دې فلمونو کې د ګڼ شمېر ممثلینو لپاره کاري فرصتونه پیدا کېږي او په دې سیمه کې ګڼ شمېر ځوانان د همدې فلمي رول موندلو لپاره شپې سبا کوي.
۲۶ کلن وو ژینګای چې په همدې فلمونو کې د مرکزي رول تر څنګ کار موندلی وايي، د مرکزي رول تر څنګ د صحنې ښکلا لپاره درول کېږي. دی په خندا کې وايي، د ښایسته څېرې له کبله یې په فلمونو کې فرعي رول موندلی.
دی زیاتوي، دې ښارګوټي ته خلک په لنډممهالي ډول د کار موندنې لپاره ورځي او دی خپله هم هڅه کوي، چې د مستقل کار موندلو تر مهاله همدلته کار وکړی، ځکه په وینا یې ارام محسوسوي او خپلواک دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
یو بل ځوان چې ځان یوازې د لي په نامه راپېژني وايي، "په چین کې داسې وضعیت دی، په کومه ورځ چې فارغ التحصیل شوې، بې روزګار یې." ده د فلم هدایتکارۍ او سناریو لیکنې برخه کې زدکړې کړې او څو میاشتې یې په یو شمېر فلمونو کې فرعي رول لوبولی دی.
دی زیاتوی، "زه دلته د دې لپاره راغلی یم، چې د ځوانۍ په وختونو کې همدلته کار وکړم، بیا چې مې عمر زیاتېږي، یوه مستقله دنده به ومومم."
خو له ډېرو سره داسې اندېښنه ده، چې ښايي هېڅکله هم مناسبه دنده و نه مومي او همداسې کارونو کې به پاتې شي، چې تصور یې هم نه و کړی.
د چین پر اقتصادي تګلاره بې باوري د ګڼ شمېر ځوانو چینایانو لپاره د دې لامل شوي، چې نه پوهېږي راتلونکی به یې څنګه شي. وو دان وايي، د دې ځینې دوستانې چې په کارونو هم بوختې دي، د راتلونکي په هکله بې باوره دي، د"وی له زړه نا زړه کیفیت سره مخامخ دي او داسې محسوسوي، چې راتلونکی ناڅرګند دی.
هغه چې دندې لري، ډاډه نه دي. دوی نه پوهېږي تر څه وخته پورې به په دې ځای کې پاتې شي او که اوسنۍ دنده له لاسه ورکوي، نو بیا به څه کوي؟ "
دا وايي، "د اوس لپاره به ځان همدې حالاتو ته وسپارم او په تدریجي ډول به پوه شم، چې څه کولای شم یا اصلا څه غواړم چې یې وکړم."











