هند کې ځمکښویېدنې تر ۹۰ ډېر کسان وژلي، کوهاټ کې هم سېلابونو د یوې کورنۍ ۱۱ غړو ژوند اخیستی

د عکس سرچینه، Reuters
د هند په جنوبي ایالت کېرالا کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۹۳ کسان وژل شوي او په لسګونو نور لا هم په بند پاتې دي. او ګڼ نور لادرکه دي.
د هند پوځ تر ۲۰۰ ډېر پرسونل سیمې ته استولي چې د لټون او ژغورنې په هڅو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
ځايي روغتونونه وايي د لږ تر لږه ۱۰۰ ټپيانو درملنه یې کړې. سیمه ییز چارواکي وايي تر اوسه شاوخوا ۲۵۰ کسان ژغورل شوي او د ژغورنې کمپونو ته لېږدول شوي دي.
د ځمکې ښوېدنې په دغه پېښه کې د زیات شمېر خلکو د بندېدو وېره هم شته. ځايي چارواکي وايي، د مرګژوبلې د ډېرېدو وېره شته.
لومړي وزیر نریندرا مودي پر اېکس (پخواني ټویټر) پانه لیکلي، چې هغه د کېرالا له اعلی وزیر پیناري ویجیان سره خبرې کړي او د مرستې په هڅو کې یې د فدرالي حکومت د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي مودي د قربانیانو کورنیو ته د دوه لکه روپیو او ټپیانو ته پنځوس زره هندې روپیو مرستې هم اعلان کړی دی.
د ځنګلونو وزیر اې کې سیسندران بي بي سي ته ویلي، دا مهال په ځمکه کې د بندو پاتې کسانو د شمېر اټکل ستونزمن دی.
مرستندویه سازمانونه وايي، د خراب موسم او پرله پسې ورښتونو له امله د مرستو رسولو چارې له ستونزو سره مخ دي.
کوهاټ کې سېلاب د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژلي

د عکس سرچینه، ذریعہRescue1122
د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ښار په دره ادم خېل زوړ بایزید خېلو سیمه کې سېلاب او باران د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژلي دي.
د ۱۱۲۲ ډله، چې د ژغورنې په عملیاتو بوخته وايي، د دغه کور په تهکوۍ کې د یوې کورنۍ غړي د سېلاب په اوبو کې ډوب شوي. د ادارې په وینا په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغه اداره وايي، د سېلاب په اوبو کې ورکه شوې یوه پنځه کلنه ماشومه ژغورل شوې ده.
د جولای له ۲۹مې راهیسې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د پرله پسې بارانونو ورښت پیل شوی، چې له امله یې ګڼې سیمې اوبو لاندې کړې دي.
د پاکستان د راولپنډۍ په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې د سختو ورښتونو له امله د باران بېړنی حالت اعلان شوی دی.
تېره ورځ هم د سند ايالت په یوه سيمه کې د تندر لوېیدو له امله څو کسان وژل شوي وو او يو تن بل یې ژوبل کړی و.











