اسټرالیا د خپل پوځ له هغو قوماندانانو مډالونه بېرته اخیستي، چې په افغانستان کې په ''جنګي جنایتونو'' تورن شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
اسټرالیا د خپل پوځ له یو شمېر هغو قوماندانانو د (عالي خدمت) په نامه مډالونه بېرته اخیستي، چې ویل کېږي د دوی تر قوماندې لاندې پوځیانو په افغانستان کې ''جنګي جنایتونه'' ترسره کړي دي.
ویل کېږي، په دې ترڅ کې لس پوځي افسرانو خپل مډالونه له لاسه ورکړي دي، خو د افرادو د شخصي حریم خوندیتوب قوانینو له مخې د دوی نومونه نه دي برالا شوي.
د اسټرالیا دفاع وزیر ریچارډ مارلز د اسټرالیا پارلمان ته په دې هکله وویل، دا هغې پراخې پلټنې ته د دولت وروستی غبرګون دی، چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ یې په افغانستان کې د مېشتو اسټرالیايي پوځیانو د کړنو په هکله کړې دي.
د ''بررتون'' په نامه څېړنیز رپوټ کې چې په ۲۰۲۰ کال کې خپور شو، د ۳۹ ملکي افغانانو وژل کېدو او یو شمېر نورو پېښو یادونه شوې وه.
اسټرالیا افغانستان ته سلګونه پوځیان لېږلي وو چې له امریکا او د ناټو له غړو هېوادونو سره یې په ګډه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره کار او فعالیت کاوه.
د اسټرالیا دا ځواکونه د افغانستان په سوېلي روزګان ولایت کې مېشت وو او د جنګي جرمونو تورونه هم د همدې ولایت د چارچینو ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو د فعالیت له کبله پرې لګول شوي دي.
ښاغلي مارلز د خپل هېواد پارلمان ته په دې هکله وینا کې وویل: ''دا به تل د یوه ملي شرم په توګه پاتې شي.''
نوموړي په دې هکله زیاته کړه: ''په ورته مهال... دا ګام اسټرالیایانو او نړیوالو ته ښيي چې اسټرالیا یو مسوول او ځواب ویونکی هېواد دی.''
ښاغلی مارلز زیاته کړه، چې دولت به دې رپوټ ته په غبرګون کې نور اقدامات نه کوي، خو په وینا یې اوس هم داسې احتمال شته چې ځینې تورن کسان له قانوني تعقیب سره مخامخ شي.
د هغو پوځي قوماندانانو کره شمېر معلوم نه دی، چې خپل نښانونه یا مډالونه یې له لاسه ورکړي دي، خو د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د دې کسانو شمېر له لسو کم دی.
د اسټرالیا دفاع وزیر بیا په خپلو خبرو کې زیاته کړه، ډېری هغو پوځیانو چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ یې په افغانستان کې دنده درلوده، ''د درناوي وړ خدمت'' کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي هغه کسان هم وستایل چې د ادعا شویو سرغړونو په افشا کولو کې یې مرسته وکړه.
د یادونې ده، چې د ''بررټون'' رپوټ په هکله به د اسټرالیا حکومت له لوري د نورو اقداماتو نه کولو پرېکړه د جنګي جنایتونو پر هغو پرېکړو اغېز و نه کړي، چې همدا اوس یې په هکله پلټنې روانې دي.
په دې کې د رابرټز سیمت په نامه قضیه هم شامله ده. نوموړی له هر ډول ناسمو کړنو انکار کوي.
ښاغلي رابرټز پروسږ کال د درېیو ورځپاڼو پر ضد د بدنامولو قضیه بایلوده، چې پر نوموړي یې په افغانستان کې یې د پوځي خدمت په ترڅ کې د بې وسلې ملکي افغان زندانیانو په وژنه تورن کړی و.
د مدني محکمې قاضي په خپل حکم کې ویلي و، چې د ورځپاڼو هغه تورونه چې وايي، ښاغلي رابرټز سمیت اصلاً ''په افغانستان کې یو جنګي جنایتکار، یو دروغجن او یو (ځورونکی) و، په بنسټیزه توګه سمه خبره ده.''
دا لومړی ځل و، چې د اسټرالیا یوې مدني محکمې د دې هېواد د پوځيانو خلاف د تورونو قضیې په هکله څېړنې وکړې.
د اسټرالیا ځايي رسنۍ وايي، د دې هېواد له لسګونو سرتېرو په ادعا شویو جنګي جنایتونو کې د رول درلودلو له کبله پوښتنې، ګروېږنې کېږي.











