د اسرائیلو د اټومي تاسیساتو په اړه څومره پوهېږئ او ولې یې چارواکي په اړه څه نه وايي؟

 د اسرائیلو سوېل کې اټومي مرکز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائیلو سوېل کې اټومي مرکز
    • Author, آلیسیا هرناندز
    • دنده, بي بي سي

دا یو راز دی چې اسرائیل له ۱۹۶۰ لسېزې راهیسې اټومي وسلو ته لاسرسی لري خو بیا یې هم تر اوسه په رسمي ډول د اټومي وسلو لرل نه دي منلي.

اونۍ وړاندې اسرئیلو پر ایران برید وکړ او ادعا یې وکړه چې ایران اټومي وسلو جوړولو ته نږدې شوی دی. ایران یې په غبرګون کې پر اسرائیلو بالستیک توغندي وار کړل او تر اوسه دواړه هیوادونه په جګړه کې ښکېل دي.

فزیکپوه او د دالاس د سولې مطالعاتو مرکز څیړونکی خاویر بوهیګاس وايي، "اسرائیل د منځني ختیځ یوازینی هېواد دی چې اټومي وسلې لري."

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مالوماتو له مخې، ایران له وړاندې تر۶۰ سلنه یورانیم غني کړي دي. خو څیړونکی یوهیګاس وايي"د اټوم بم د جوړولو لپاره تر ۹۰سلنه او یا هم تر دې زیات یورانیم لرل اړین دي."

اسرائیل د اټومي وسلو د محدو ساتلو نړیوالې ټولنې غړیتوب نه لري خو د امریکا او روسیې غوندې لوی هېوادونه یې لري او په دې سره اسرائیل اړ نه دي چې د نړیوال د څار لپاره دې خپلې اټومي وسلې او بټۍ نړیوالو ته وښي.

کله چې د اسرائیلو د اټومي وسلو په اړه مالومات ورکول کیږي، همدا مالومات د امریکا له دفاعي او انرژۍ وزارتونو د راپورونو او د اټومي انرژۍ نړیوالو ادارو د وړاندوینو پر بنسټ دي.

بنیامین تنانیاهو در حال سخنرانی

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

د اټوم جوړونې ساینسپوه مردخای وانونو چې د اسرائیلو د اټوم جوړونې په یو مرکز کې له دندې تر شړل کېدو وروسته په ۱۹۸۶ کال کې سېډڼي ټایمز سره په مرکه کې ویلي وو چې اسرائیل د اټوم جوړونې یو فعال پروګرام لري. هغه د همدې راز د رسوا کولو له امله زنداني شو.

د قصدي ناڅرګندتیا تګلاره

د اټومي وسلو په اړه د اسرائیلو رسمي تګلاره همدا ده چې نه یې لرل مني او نه یې ردوي.

د اسرائیلو د اټوم کارپوه آونر کوهن په بریتانیا کې د خپل هیواد د اټومي انرژۍ په اړه د بریتانیا پارلمان د مالوماتو ورکولو کمیټې ته ولیکل "ویلی شي چې دا د اتوم په زمانه کې د اسرائیلو د قصدي ناڅرګندتیا تګلاره ده."

د اسرائیلو لومړي وزیر او پخوانی ولسمشر شیمون پرز په خپلو خاطرو کې په دې اړه لیکلي:

"موږ دا زده کړي دي چې د ناڅرګندتیا تګلاره څومره ستر قوت دی. همدا تګلار بیا د هغو خلکو لپاره چې په سرونو کې د دوهم (هالوکاسټ) فکرونه لري."

ښاغلی کوهن وايي "د اټوم په اړه د اسرائیلو د مالوماتو نه خپرولو سیاست د اسرائیلو د رهبرۍ یوه ستره لاس ته راوړنه ده."

خاویر بوهیګاس بي بي سي ته و ویل: "اسرائیلو په خپله خوښه د ابهام سیاست غوره کړی او د اټومي انرژۍ محدودولو په تړاو د هېڅ ادارې غړیتوب نه لري او د اټوم په اړه د دوه زړه کېدو وېره نه لري."

نمای ماهواره‌ای از مرکز تحقیقات هسته‌ای نِگِو

د عکس سرچینه، Satellite image (c) 2020 Maxar Technologies/Getty Images

د عکس تشریح،

دی وايي: "د اسرائیلو په نظره همدا معما د دوی ګټې خوندي ساتي. خبره دا ده چې زه پوهېږم اسرائیل هستوي پروګرام لري، پوهېږم، بمونه هم لري او پر دې هم پوهېږم چې دوی یې د استعمالولو زور هم لري."

کوهن وايي، د معما سیاست اسرائیلو ته اجازه ورکوي چې "له ځان د هر ډول بریدونو دفاع وکړي او همدا اټوم هېڅ سیاسي او اخلاقي پولې نه مني."

په اسرائیلو کې تر نورو ډېره او وړیا د نتنیاهو په ملاتړ چاپیدونکې ورځپاڼه، (اسرائیل هیوم) د اټومي انرژۍ په اړه د اسرائیلو پر دغه سیاست اوږده لېکنه کړې چې ولې دغه هېواد په دې اړه دومره زیات احتیاط کوي.

یک تابلو در بیابان که سمت دیمونا را نشان می‌دهد

د عکس سرچینه، AHMAD GHARABLI/AFP/Getty Images

د عکس تشریح، تل ابیب دیمونا

د دغې ورځپاڼې په وینا: "اسرائیل په هره بیه د خپلې اټومي انرژۍ په اړه د مالوماتو پټه ساتنه کوي." او د هغه کسانو له نظره چې د ابهام پالیسۍ ملاتړي دي، "د دې تګلارې پرېښودل، ښايي په منځني ختیځ کې د اټومی سیالۍ پراخېدو ته زمینه برابره کړي." او ښایي یوه وسلواله سیالي پیل کړي.

له بلې خوا، د وسلو د کنټرول او نه پراخېدو مرکز استددلال کوي چې د شفافیت نشتوالي له امله منځنی ختیځ له وسلو نه شي پاکېدلی.

د هغوی په وینا دا کیسه لا هم دوامداره او جدي ننګونه ده.

څنګه پوی شو چې اسرائیل اټومي پروګرام لري؟

د اسرائیلو د اټومي وسلو په اړه په لومړي څل لپاره امریکا له په ۱۹۶۲ کې مالومات خپاره کړل چې د افرانسې او اسرائیلو ترمنځ په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د شوې هوکړې پر بنسټ د دې هیواد په جنوبي برخه کې په دیمونا ښار کې اټومي بټۍ شته.

بوهیګاس زیاتوي:

"له فرانسې سره همکاري د دې لپاره وه چې د پلوتونیومو د تولید لپاره یوه بټۍ جوړه کړي."

د ګوګل پلټنه ښیي، د اسرائیلو د دیمونا ښار په لس کیلو مترۍ کې په یوه صحرا کې د (نګو څېړنو مرکز) بټۍ ده.

په همدغه سیمه کې د نساجۍ کارخونه او د متالورژۍ د څېړنو مرکز هم شته.

بنیامین نتانیاهو در حال سخنرانی

د عکس سرچینه، RONEN ZVULUN/POOL/AFP/Getty Images

په ۱۹۶۰ کال د اسرائیلو لومړي وزیر ډیوېډ بن‌ګوریون په دغه هېواد کې د اټومي بټیو د شتون په اړه څرګنده اشاره کړې وه.

هغه د اسرائیلو پارلمان ته په وینا کې ویلي وو چې د اټومي بټیو لرل یې (سوله‌ییز) دي.

بوهیګاس وايي: "د امریکا د وزارتونو او انرژۍ ادارې خپاره کړې مالومات ښکاره وايي، چې اسرائیل اټومي وسلې لري."

تر ۱۹۷۵ کال پورې چې کوم سندونه افشا شوي، امریکا په ټوله مانا باورې وه چې اسرائیل اټومي وسلې لري. خو د اسرائیلو د اټومي وسلو په رسوا کولو کې د مردخای وانونو لاس و.

د سیډني ټایمز رسوايي

په ۱۹۸۰ لیسزه کې د اسرائیلو د اټومي وسلو لرلو په اړه دقیق مالومات خپاره شوي وو.

د اټومي بټۍ پخوانی کارکوونکی وانونو چې تر ۱۹۸۵ کال پورې یې د نهه کالونو لپاره ماموریت وکړ، هغه د کار له پرېښودو وړاندې په پټه د بټۍ دوه تصویرنه اخېستې وو.

په دې تصویرونو کې د راډیواکټیو موادو د تولید او د هغه د ازموینې بټۍ لیدل کیږي.

وانونو په ۱۹۸۶ کال کې په د اسټرلیا په سډني ښار کې د اټومي وسلو ضد یوې ډلې سره یوځای شو، هم هلته د خپلواکه ورځپاڼې کولمبیايي لیکوال (اسکار ګېرو) سره اشنا شو هغه د اټومي بټۍ تصویرونو خپرولو ته وهڅاوه.

په دې سره، وانونو د سیډني ټایمز بریتانوي لیکوال (پیټر هونام) سره په اړیکه کې شو.

هونام د بي بي سي د (تاریخ شاهد) خپرونې ته وویل چې وانونو ځکه د اسرائیلو د اټومی بټیو تصویرونه خپرول چې ګوندې نړیوال پرې فشار راوړي او په دې سره به اسرائیل د اټومي وسلو جوړولو پروسه ودروي.

خو د هغه دا هیله همداسې هیله پاتې شوه.

وانونو در فضای باز ایستاده و به دوربین نگاه می‌کند

د عکس سرچینه، Dan Porges/Getty Images

د عکس تشریح،

د اسرائیلو د اټومي بټیو له رسوایۍ وروسته وانونو بې‌هوشه کړی شو او اسرائیلو ته یوړل شو، هلته محکمې ورته د اتلسو کلونو بند سزا واوروله.

هغه چې په ۲۰۰۴ کال کې له زندانه ازاد شو، و یې ویل، په خپلو کړنو "خوشال دی او پرې ویاړي."

خو له زندانه تر ازادېدو وروسته د خپلو خبرو له امله یو وار بیا محاکمه شو او تر ننه له بهرنیانو سره د اړیکې نیولو او یا له اسرائیلو د وتلو اجازه نه لري.

د اسرائیلو اټومي بټۍ څومره دي او څه ډول یې وړتیا مالومیږي؟

د مردخای وانونو له لورې خپاره شویو مالوماتو ته په کتو، کارپوهان پر دې باور دي چې اسرائیل له سل تر دوو سوو د اټوم سرګلولې لري.

د نړۍ د اټومي وسلو له څارونکو ادراو یې یوه هم د (د سولې ټینګښت) ده، دا وايي، اسرائیل تر نوي (۹۰) پورې د اټوم سرګلولې لري.

ګمان کېږي، چې د همدې سرګلولو لپاره د (نېګو) په اټومي بټۍ کې پلوتونیوم تولید کړل شوي دي.

د دې بټۍ په اړه د اسرائیلو رسمي مالومات ښيي، چې دا بټۍ د ۲۶ میګاواټه ظرفیت لري خو ګوت‌نیونکي وايي، دا ارقام له اصلي هغو کم دي.

د دغې هېواد د نورو اټومي بټیو په څېر دا بټۍ هم د اټومي انرژۍ اړوند نړیوالو ادارو تر څار لاندې نه ده. د څار همدا ادارې د پادمان په نوم د اصولو یوه ټولګه لري، دوی د همدې اصولو په رڼا کې مالوموي چې د هېوادونو اټومي پروګرامونه سوله‌ییز دي.

خو چې اسرائیل د خپلو اټومي بټیو په اړه مالومات نه خپروي نو د دغه هېواد د اټومي وسلو د شمېر په اړه څنکه پوی شو؟

شهری در اسرائیل هنگام شب که سامانه دفاعیش در برابر موشک‌های جمهوری اسلامی فعال شده

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

بوهیګاس وايي: "نړیوال سازمانونه هر کال د هیوادونو اټومي پروګرامونه څاري او د هغوی د وسلو زېرمې اټکلوي."

هغه زیاتوي: "په هغو هېوادونو کې چې مالومات یې کم دي، له اسرائیل او شمالي کوریا د تېر وخت د یورانیم او پلوتینیم اندزاه یې اټکلیږي او له همدې لارې وروستۍ شمېرې ترلاسه کوي."

کارپوه زیاتوي، د دې لپاره د بټیو د فعالیت موده، د هغوی تولیدي وړتیا او کاري موثریت په پام کې نیول کېږي او پر بنسټ یې اټکل کیږي چې څومره چاودېدونکې ماده تولید شوې ده.

دا چاره نه نوې ده او نه هم په اسرائیل او شمالي کوریا پورې تړلې. ویل کېږي، شمالي کوریا پنځوس اټومي سرګلولې لري.

تصویرسازی از پرچم‌های جمهوری اسلامی و اسرائیل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

بوهیګاس وايي، د ۲۰۱۱ کال د (نیو سټارټ) تړون له لاسلیک وړاندې چې اجباري دوراني پلټنې او رسمي راپورنه نه وو، نړیوالو ادارو د شوروي اتحاد او امریکا د اټومي وسلو د زېرمو نږدې اټکلونه کول. د هغه په خبرو:"هغه اټکلونو له هغو مالوماتو سره چې وروسته د پلټنو پرمهال څرګند شول، نسبي نږدې وو. نو لږ تر لږه ویلی شو چې د اسرائیلو د اټومي وسلو اوسني اټکلونه به له واقعیت سره نږدي وي."

منځنی ختیځ باید له اټومي وسلو پاک اوسي؟

په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له اسرائیلو یې غوښتنه کوله تر څو خپل اټومي پروګرام د نړیوالو پلټنو لپاره خلاص کړي.

خو د همدې پرېکړه لیک پر وړاندې امریکا، اسرائیلو او کاناډا منفي رایه وکړه.

ځکه دې تړون د اټوم څار نړیوالو ادارو ته د اسرائیلو د اټومي انرژۍ د پلټنې اجازه ورکوله. ایران دغه تړون په ۱۹۷۰ کال کې لاسلیک او تصویب کړی و، خو په تېرو ورځو کې له اسرائیلي برید وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي اعلان وکړ چې د اسلامي شورا مجلس له دې تړونه د وتلو لپاره یوه طرحه تیاروي.

نتانیاهو در سال ۲۰۱۲ در سازمان ملل، برنامه هسته‌ای ایران را با طرح یک بمب به تصویر کشید

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

بل پلو، د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په منظم ډول داسې پرېکړه‌ لیکونه وړاندې شوي چې د منځني ختیځ له اټومي وسلو د پاکولو غوښتنه کوي.

خاویر بوهیګاس وايي"اسرائېلو دا وړاندیز رد کړی او ان دا یې پر خپلې ځمکنۍ بشپړتیا یې برید ګڼلی."

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د وسلو پر پرېښودو د څېړنو د انسټیټیوټ د رسنیو په ارشیف کې ثبت شوې څرګندونې ښيي چې اسرائیل دا ډول پرېکړه‌ لیکونه د "د سیمې د رښتیني ګواښونو" پر وړاندې بې‌اغېزې بولي.

ښاغلی خاویر په ټینګار سره وايي، "هر هیواد چې اټومي وسلې ولري، د اندیښنې وړ ده ځکه دا وسلې په خپله خطرناک ماهیت لري."

وايي، خو دا چې اسرائیلو څو ځلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه ‌لیکونه مات کړي، نړیوال او بشري اصول یې تر پښو لاندې کړي، که اتومي وسلې ولري او هېڅ بل هېواد یې مخه و نه نیول شي، دا د انديښنې وړ ده.