هوږه د غلامانو خواړه، درمل او د عصري پخلنځیو اړتیا

"یوه چینایي کرونده والره چې ګردي بامبو (خېزواني) خولۍ او د ګل لرونکي نیلي کمیس یې اغوستی، په خپلو لاسونو کې د تازه راټول شوي توم (سیر) بوټو یوه بسته نیولې ده."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین په نړۍ کې د هوږې لوی تولیدونکی دی.

زرګونه کاله کېږي هوږه د خوړو یو اړین توکی دی، تېز ترکیبي خوند یې نه شي هېرېدلی او یو ثابت طبي شهرت لري چې نوم یې له پخواني مصر تر عصري پوهنتونونو رسیږي.

دا د مایکروجنز او ویروس ضد ځانګړتیاوو له امله پېژندل شوې وې وه او د کورنیو درملتونونو یوه مهمه برخه هم وه. همدغو اړتیاو ته په کتو هوږه/هوګه په هر پخلنځي کې موندل کېږي او د هر کور مهمه اړتیا ده. ورسره تړلي باورنه او ډېر نورې خبرې شته چې هوګه یې دومره ارزښناکه کړه.

د هوګې اصلي ټاټوبی

د قصابۍ چاړه چې تور لاستی لري، د هوګې د دریو غوټو تر څنګ او یوې وومې چرګې لاندې د لرګین پرې کولو په تخته اېښودل شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، هوږه د بېلابېلو قومونو، هېوادونو او کلتورونو په مېزونو کې یو ګډ توکی دی."

انګیرنې دا دي چې د هوږې اصلي ټاټوبی په منځنۍ آسیا کې و، بیا د خلکو سره یوځای، د کډوالۍ او سوداګرۍ له لارې، اروپا او له هغه ځایه امریکا ته لاړه. نن ورځ چین یې په نړۍ کې سر تولیدونکی هېواد دی.

د بي بي سي نړیوالې څانګې "د چین خواړه" خپرونې د هوږې دا اوږد سفر څارلی، د دې کلتوري او د مذهبي سمبولونو په اړه یې بحث کوي، او په پای کې هغه پوښتنه راپورته کوي چې د دې زمانې کارونکي یې څومره لیوالتیا لري او دا چې هوګه ریښتیا هم زموږ لپاره ګټوره ده؟

په عصري پخلنځيو کې

یو سړی چې تورې دستکشې یې اغوستي دي، په خپل ښي لاس کې د هوګې دوه غوټې او دوه څوګۍ نیولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شلمه پېړۍ کې هوګه کډوالو لا ډېره ورسوله.

هوږه په سلګونو پخلنځو کې شته. ډنمارکي اشپز یا پخوونکی پاول ایریک ینسن، چې په شمال لوېدیځه فرانسه کې د پخلي خپل فرانسوي ښوونځي کې د امریکا، استرالیا، بریتانیې او د اسیا له بېلابېلو هېوادونو زده کونکو ته روزنه ورکوي وايي، هغه هیڅ داسې زده کوونکی نه دی لیدلی چې هوګه نه پیژني.

ینسن باور لري چې هوږه "ډوډۍ ارزښمنوي" او پوښتنه کوي: له هوږې پرته به د فرانسوي پخلنځي حالت څنګه وي؟

هغه وایي: "زه فکر نه کوم چې فرانسویان دې مالګین خواړه له هوږې پرته تصور کړي. له شوربا تر ګرم څښاک پورې، او د سبزیو، سبو یا غوښې په خوړو کې، باید په یو ځای کې د هوکې یو پلی وي. د دې نه کارول ناشوني دي."

خو د هغه په شخصي ژوند کې تل داسې نه وه. هغه رایادوي چې کله د ۱۹۷۰مې لسیزې په پیل کې دی په ډنمارک کې په کلیواله سیمه کې لویده، هوږه نږدې ورکه وه.

هغه وایي: " هوږه د خپل تېز بوی له امله بدنامه وه. بیا ترکي کارګرانو ډنمارک ته راتلل پیل کړل، او خلکو په خوړو کې هوږه کارول پیل کړل ، نو دا ډیرعامه شوه." هغه زیاته کړه چې هغه د ایټالوي پیزا له لارې هم پر هوګه عادت شوی و. او نن ورځ هغه دا د ژمي د کورني علاج په توګه هم کاروي.

نوموړي خپلو خبرو کې وویل: "زه او زما ملګرې سهار له یو ګیلاس کپې څښلو چې په کې د هوږي یو بشپړ پلی وي پیلوو. له مودې راهیسې موږ کوم شدید زکام نه دی لیدلی، او زه ډاډه یم چې دا د هوګې له امله ده"

 یو بنسټیز توکی دی په هغو خواړو کې چې په ټوله نړۍ کې مشهور دي، لکه پیزا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هوږه یو بنسټیز توکی دی په هغو خوړو کې چې په ټوله نړۍ کې مشهور دي، لکه پیزا کې ډېره کارېږي.

اوږد روحاني او کلتوري پړاونه

هوږه/هوګه لرغونی سمبوليک او روحاني اړخ هم لري. یونانیانو دا د "هیکټي" د جادو او د کورونو ساتونکې، د نذرانې په توګه د لارو په منځ منځ کې ایښودله. په پخوانی مصر کې، هوګه د فرعون توت عنخ امون په مقبره کې موندل شوې وه، چې دا باور په ګوته کوي چې دا به هغه له مرګ وروسته په بل ژوند کې وژغوري. په چینایي او فیلیپیني فولکلور کې، د مړو او بد روحونو د لیرې کولو لپاره د هوږې د کارولو کیسې شته.

لیکواله روبین چیري، د 'هوږې د خوړلو تاریخچه' کتاب لیکواله، وايي: "په نړۍ کې تر ټولو پخوانی ترکیب له بین النهرینه یو خوراک دی چې عمر یې نږدې ۳۵۰۰ کاله دی، او پکې د هوګې دوه پلي یا څوګۍ هم شته."

هغه زیاتوي: "د هوږې لومړنۍ طبي اشاره هم نږدې ۳۵۰۰ کاله وړاندې ده. دا د ایبرس پاپیرس دی، چې پکې د هوږې د کارولو په اړه ډیرې یادونې شته چې د هر څه د درملنې لپاره،د بدن له کمزورۍ تر میکروبونو، او د زړه یا تنفسي ستونزو پورې."

یو ځای دا هم په ګوته کوي چې مشهور یوناني ډاکټر او فیلسوف بقراط هوګه په مختلفو درملنو کې کارولی، او مشهور مفکرینو او لیکوالو لکه ارستو او اریستوفانس هم په طبي مسلو کې د هوږې یادونه کړې ده.

 نن ورځ هم د خپلو طبي ځانګړتیاوو له امله غوښتل کیږي/مطلوب دی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، هوږه د خپلو طبي ځانګړتیاو له امله هم ځانګړی ځای لري.

د بې وزلو له خوړو د شتمنو تر مېزونو

هوږه د بین النهرین، مصر، یونان او روم په تمدنونو کې پراخه دود وه، په چین او هند کې هم ډېره کارېدله. رومي سرتېرو باور درلود چې دا دوی ته زړورتیا او ځواک وربخښي، نو دوی دا په خپلو جګړو کې له ځانه سره اخیستله څه چې په اروپا کې د هوږې خپریدو او دودېدو کې مرسته وکړه.

خو، که څه هم دا د درملو او خوړو په توګه کارول کېده، د دې پخلی د اوږدې مودې لپاره د ټولنې د بې وزلو وګړو سره تړاو درلود.

روبین چیری وايي: "دا په ساده ډول د بې وزلو خواړه وو. دا هغو غلامانو ته ورکول کېده چې په مصر کې یې اهرامونه جوړول، یا رومي سمندري سرتیرو ته دا ارزانه وه، او کولی یې شول چې د ځینو ارزانو خوړو بوی پرې پټ کړي. له همدې امله دا د هغوی خواړه ګڼل کېده چې مالکیت او شتمني یې نه درلوده."

د هوږې انځور د اروپا د رینسانس دورې پر مهال (د ۱۴مې او ۱۶مې پېړۍ ترمنځ) بدلون وموندل، هغه دوره چې کلاسیک پوهه بیا رادبره شوه او په هنرونو او علومو کې پرمختګ وشو.

چیري وايي: "د فرانسې پاچا هینري څلورم د هوږې پر اوبو ځان مینځه، او ډیره یې خوړله، څه چې د هوږې منلو او خپرولو کې مرسته وکړه." هغه زیاتوي چې هوګه د ۱۹مې پېړۍ په ویکټوریایي بریتانیا کې لا ډېر شهرت ته ورسېده.

هوګه یو څه ناوخته، په ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو کلونو کې، د کډوالسۍ څپې پراخېدو سره امریکا ته یوړل شوه. دې کار یې د منفي انځور په ماتولو کې مرسته وکړه.

چیری وايي: "په حقیقت کې هوږه په تاریخي ډول د یهودانو، ایټالویانو او کوریایانو پر وړاندې سپکاوی کوونکی توکی و. ویل کېدل چې دوی 'د هوګې خوړوونکي' دي، او دا جمله توکمیز او د سپکاوي ډکه معنا درلوده."

نن ورځ، په نړۍ کې د هوږې شاوخوا ۶۰۰ ډولونه پېژندل شوي دي. ځینې ډولونه، لکه هغه چې له منځنۍ اسیا ازبکستان، قفقاز، جورجیا او له ورڅېرمه سیمو راځي، په نړیواله کچه یوازې په وروستیو کلونو کې نوم وکړ.

عصري پخلنځیو کې د دې پر شتوالي سربیره، هوږه لاهم د زکام او نزلې درملنې لپاره کارول کېږي. کلینیکي څېړنو د دې اغېزې د وینې فشار، کلیسټرول او ان سرطان ناروغۍ درملنې لپاره ازمویل شوې، خو پایلې یې یو ډول نه وې.

په ایران کې د یوې کوچنۍ څېړنې له مخې، معلومه شوه چې د لیمو جوس سره د هوږې خوړل، د شپږو اونیو په موده کې، د کلیسټرول او د وینې فشار کمولو کې مرسته کړې. په امریکا کې د سټنفورډ پوهنتون لخوا په شپږو میاشتو کې د ۲۰۰ په تن روغو خلکو یوه لویه ازمایښتي څېړنه وشوه چې په کلیسټرول کې یې د پام وړ کمښت وموند.

په ۲۰۱۴ کال کې، په استرالیا کې د سیډني پوهنتون یوې څېړنې تایید کړه چې هوګه د مایکروجنز، میکروبونو او فنګس ضد غښتلې ځانګړتیاوې لري.

باهي فان ډي بور، د بریتانیې د تغذیې متخصصینو ټولنې ویاندې او د ماشومانو تغذیه پوهه، وايي: "هوږه کې پوتاشیم، فاسفورس، زینک او د لوړې کچې سلفر لري، او مګنیزیم، منګنیز او د اوسپنې منځنی کچه لري. دا د حیرانتیا وړ یو بوټی بلل کیدلی شي."

هغه زیاتوي: " د سلفر لرونکي ښکلي مرکبات هم په کې شته چې ورته 'الیسین' ویل کېږي. دا له پرېبایوټیک فایبرونو ډک دی چې د معدې باکتریا یې خوښوي، نو د هاضمې سیسټم لپاره ګټور دی. دا د مایکروجنز ضد ځانګړتیاوې هم لري." هغه دا هم وايي چې د توم فایبر د معدې باکتریا تغذیه کولو کې مرسته کوي او کولی شي قبض او پړسوب کم کړي.

په ورځ کې له یو تر دوه پلیو یا څوګیو وومه یا خامه هوږه د لویانو لپاره بې زیان ده.

د "امریکایي کورنۍ ډاکټر" په طبي مجله کې د یو خپرې کړې مقالې په یوه برخه کې روښانوي چې، د هوږې ډېر خوراک، په ځانګړي توګه په تشه معدې، کولی شي د کولمو ستونزې، ګاز او د معدې باکټریا کې بدلونونه راولي.

نو معنا دا چې هوږه خپلې څو اړخیزې اغیزې لري: د محافظت یو لرغونی سمبول، د بې وزلو د کور خواړه، یو رومي نظامي وسله، یوه نه بېلیدونکې فرانسوي خوند، او د عصري طبي څېړنو موضوع چې هڅه کوي افسانه او ساینس سره جلا کړي.

په دې ډول د هوږې یوې وړې غوټې له زرګونو کلونو سفر وروسته لا هم د نړۍ د میلیونونو وګړو په مېز ځان یاد ساتلی.