د اروپا پارلمان ته بریالۍ لومړنۍ فلسطینۍ-فرانسوۍ ریما حسن څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په سوریه کې زیږېدلې فلسطینۍ - فرانسوۍ وکیلې ریما حسن (۳۲ کلنه) د کیڼ اړخي "فرانس پرود" ګوند په استازیتوب د اروپا په پارلمان کې څوکۍ ګټلې ده.
د هغې د بریا خبر په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو وروستی خبر و، هممهاله د اروپا په ټاکنو کې د ښي اړخه ملي اسمبلۍ (ملي جبهې) ګوند د پرمختګ او د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون د پارلمان د منحلولو او د وختي ټاکنو د ترسره کولو پرېکړه هم وکړه.
ریما حسن په تېرو میاشتو کې د غزې د جګړې په اړه د خپل دریځ له امله پام ځانته را اړولی او هغه په غزه کې د اسرائیلو د پوځي اقداماتو د "نسل وژنې" په توګه د بیانولو له امله د فرانسې په سیاسي او رسنیو کې د بحثونو د پام وړ ګرځېدلې ده.
وکیلې د تېر نومبر په میاشت کې د "لي کریون" رسنۍ شبکې سره یوه جنجالي مرکه وکړه چې پکې هغې د دې نظر ملاتړ وکړ چې حماس "قانوني کار کوي."
د دې دریځ له امله تر نیوکو وروسته، ریما حسن دا هم وویل، چې دا غورځنګ یوه "ترهګره ډله" ده.
دې څرګندونو هغه د غزې د جګړې او د اکتوبر د اومې نېټې د برید په اړه د فرانسې او اروپا د دریځ په اړه د نیوکو سره مخ شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۹ کې، ریما حسن د "کډوالو د کمپونو د څار" بنسټ تاسیس کړ او د فوربس مجلې فرانسوي نسخه هغه په ۲۰۲۳ کې د "۴۰ ځانګړو مېرمنو" په لېست کې راوستله.
په فرانسه کې د یهودي بنسټونو د نمایندګۍ د شورا مشر یوناتن عرفي وویل چې ریما حسن "د حماس د بنسټپالو اجنډا تعقیبوي او د اکتوبر د اومې نېټې سرغړونې توجیه کوي."
مشهور فرانسوي خبریال او تلوېزیون کې نطاق آرتر، ریما حسن د خپلو دریځونو له امله د "ترهګرۍ" او "د یهودیت ضد" په ملاتړ تورنه کړه.
اغلې حسن پخپل وار د خپروونکي پر وړاندې د یوې دعوې سره ځواب ورکړ، هغه یې د بدنامۍ په تور تورن کړ.
د ولسمشر مکرون د نهضت بلاک استازي بنیامین حداد هم پر هغې برید وکړ او هغه یې د "اسرائیل د تباهۍ" لپاره دعوتګره وبلله.
قضايي پولیسو ریما حسن د اپرېل پر ۲۳ مه د "ترهګرۍ د ستاینې" په تور د پوښتنو ګروېږنو لپاره احضار کړه.
ریما په ۱۹۹۲ کال کې د سوریې په النیرب کمپ کې چې د سوریې د کډوالو تر ټولو لوی رسمي کمپ دی او د حلب ښار ختیځ ته په ۱۳ کیلومترۍ کې پروت دی، زېږېدلې ده.
هغه یوه له هغو فلسطیني کډوالو وه چې د پیژندګلوۍ اسناد یې نه درلودل، ځکه چې د هغې د پلار کورنۍ د عکا په ختیځ کې د البروة له کلي څخه راغلې وه او په ۱۹۴۸ کې له بې ځایه کېدو وروسته په سوریه کې مېشته شوې وه.
هغه د لس کلنۍ په عمر له خپلې مور او پنځو وروڼو او خویندو سره فرانسې ته له سوریې لاړه او کله چې ۱۸ کلنه شوه د فرانسې تابعیت یې ترلاسه کړ.
په ۲۰۲۲ کې د "لي پارسیین" مجلې سره په مرکه کې، هغې وویل چې هغه فرانسې ته د رسېدو پرمهال په فرانسوي ژبه په یوه کلمه نه پوهېده.
هغې قانون ولوست او له سوربون پوهنتونه یې په نړیوالو حقوقو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او خپله رساله یې "سوېلي افریقا او اسرائیلو کې توکمپالنه" مبحث تړه ځای ورکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغې د کډوالو د کمپونو د څارنې اداره (OCR) تاسیس کړه، چې موخه یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کډوالو په کمپونو کې د اوسېدونکو د شرایطو په اړه څېړنه، مطالعه او د پوهاوي خپرول دي.
د ریما حسن له بریا سره سم، کیڼ اړخي "فرانس پروډ" ګوند د اروپا په پارلمان کې اته څوکۍ وګټلې او د ۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په څلورم ځای کې راغی.
ریما حسن له الجزیرې سره په مرکه کې وویل چې د اروپا په ټاکنو کې د هغې نوماندي هغه له "لوی سیاسي او قانوني فشار" سره مخ کوي. هغې وویل: "زه د ګواښونو، سپکاوي او د فلسطین ضد نژاد پرستۍ سره مخامخ شوې وم." هغې یادونه وکړه چې "د فلسطین مسله به د اروپا پارلمان ته ورسوي."
په دې مرکه کې حسن وویل چې هغه "د فلسطین مسله د اروپا مسله ګڼي، ځکه چې د "سایکس – پیکوټ" تړون له مخې د فرانسې او برتانوي ښکېلاکګرو ترمنځ د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د سیمې د وېشلو مسولیت لري."
ریما حسن په خپله وینا کې د "فرانس پروډ" ګوند لپاره د خپلې نوماندۍ اعلان وکړ او د دغه ګوند د بنسټګر د ولسمشرۍ لپاره د پخواني نوماند ژان لوک میلینچون په حضور کې، ریما حسن خپله وینا د محمود دروېش په دې شعر وکړه چې "زه څوک یم، بې جلاوطنه یم؟".








