تونس کې له زندان پنځه "خطرناک" بندیان تښتېدلي

د عکس سرچینه، TUNISIAN INTERIOR MINISTRY
تونس کې له یوه زندانه پنځه بندیان چې د دغه هېواد حکومت 'خطرناک توندلاري اسلامپال' بللي تښتېدلي دي.
د تونس کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو عکسونه خپاره کړي او له خلکو یې غوښتي چې که د دوی په اړه څه مالومات لري نو د 'ترهګریزو کړنو' مخنیوي لپاره دې یې ورسره شریک کړي.
دغه وزارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا سړي د سېشنبې سهار وختي له مارنوګویا زندانه تښتېدلي دي.
په تښتېدلو بندیانو کې احمد مالکي هم دی، چې رویټرز خبري اژانس وايي په ۲۰۱۳ کال کې د دوو سیاسونو د وژلو له کبله زنداني وو.
هغه د "سومالي" په نوم هم پېژندل کېده او د سیکولار سیاستوال 'شکري بلعید' او 'محمد براهمي' د وژلو قضیو کې پر ۲۴ کاله بند محکوم شوی و.
دا وژنې د دې لامل شوې چې په ۲۰۱۳ کال تونس کې سیاسي کړکېچ رامنځته او په پایله کې یې بالاخره حکومت ګوښه کېدو ته اړ شي.

د عکس سرچینه، AFP
رویټرز زیاتوي چې په تښتېدلو بندیانو کې همدا راز 'راید التواتي' هم دی، چې امنیتي سرچینې وايي د تېرې لسیزې په اوږدو کې د تونس لروبر په ګڼو خونړیو بریدونو کې ښکېل و.
د عربو پسرلي په نوم پاڅونونه په ۲۰۱۱ کال کې له تونس پیل شول او دغلته احتجاجونو د 'زین العابدین بن علي' اوږده واکمني پای ته ورسوله.
خو دغه هېواد اوس هم له دې کبله له زیاتېدونکي سیاسي اړو دوړ سره مخامخ دی چې ولسمشر 'قیس سعید' پکې د بشپړ واک لاسته راوړلو هڅه کوي.
تونس په ۲۰۱۵ کال کې هم د یوه خونړي ترهګریز برید شاهد و.
په دغه کال یوه وسله وال سړي د دغه هېواد شمال کې د سیلانیانو په یوه ډېر مشهور ځای سوسې کې ډزې وکړې او ۳۸ کسان یې ووژل.











