افغانستان کې تازه سېلابونه؛ انځوریز رپوټ
د افغانستان په شمال بغلان، تخار، بدخشان او لوېدیځ هرات او غور ولایتونو کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژلي او سلګونه نور ټپیان دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي ته وویل چې یوازې په بغلان کې ولایت ۱۳۱ کسان وژل شوي. نوموړی زیاتوي چې په "تخار ولایت کې د شهیدانو شمېر ۲۰ ته رسېږي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي."
په قربانیانو کې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د افغانستان په شمال بغلان، تخار، بدخشان او لوېدیځ هرات او غور ولایتونو کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژلي او سلګونه نور ټپیان دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي ته وویل چې یوازې په بغلان کې ولایت ۱۳۱ کسان وژل شوي. 
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، یوازې په تخار ولایت کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېږي او ۳۰ نور ژوبلېدلي دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، په قربانیانو کې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د مرکزي بغلان امنیه قومندان مولوي بریالي له بيبيسي سره په مرکه کې وویل، تېره ورځ یوازې د مرکزي بغلان ولسوالۍ شیخ جلال، ګاز کلی، لقیام او ګوډانو سلام خېلې سېلابونو سختې وځپلې چې د اټکل له مخې هلته د ښځو او ماشومانو په ګډونه ۶۰ ولسي وګړي مړه شوي دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، بله خوا، د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسؤلان وايي، د وروستیو سېلابونو له کبله په دې ولایت کې له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي، سلګونه استوګنیز کورونه او سلګونه کرنیزې ځمکې تخریب شوې او د سیمې خلکو ته ډېر مالي او ځاني تلفات اوښتي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، ډېر شمېر کورونه هم تخریب شوي دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، په بغلان کې د طالبانو حکومت امنیه قومندان ملا جان محمد حمزه وايي، د دغه ولایت یوازې په یوه ولسوالۍ بورکه کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر له "۲۰۰" ډېر دی.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، ډېر کم لاندې شوي خلک رایستل شوي او د نورو رایستلو کار دوام لري
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د مرکزي بغلان ولسوالۍ په یوه کلي کې د سختو بارانونو له امله په راوتلو سېلابونو کې وژل شوي کسان ولسي خلکو خاورو ته سپارلي دي- مې ۱۱مه
د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images