د افغانستان بانک: په ۲۰۲۳ کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۲۶ سلنه لوړ شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان بانک وايي، په ختمېدونکي ۲۰۲۳ کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۲۶٫۴ سلنه لوړ شوی دی.
د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک مشر هدایت الله بدري رسنیو ته ویلي، چې دغه بانک د (معقولو تګلارو) او له (اقتصادي کارپوهانو) سره په سلا مشوره توانېدلی چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت اداره کړي:
"موږ د افغانستان بانک په ښه ډول مدیریت کړې موږ وتوانېدو چې د معقولو پولي سیاستونو په پلې کولو سره د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه کړو، دا مهال افغانۍ په نړیواله کچه د غوره ثبات لرونکي پولي واحدونو په کتار کې ده او د اسعارو پر وړاندې یې ارزښت لوړ شوی دی".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د دغه بانک ویاند حسیب الله نوري هم د افغانستان ځینو رسنیو ته ویلي چې په ۲۰۲۳ کې د افغانیو ارزښت د وړم (۲۰۲۲) کال پرتله ۲۶ سلنه لوړی شوی دی.
د نوموړي په وینا، هڅه یې دا ده چې په دې برخه کې لا ډېر پرمختګ وشي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که ټولیز اقتصاد ته پاملرنه ونه شي، د افغانۍ لوړ ارزښت به لنډ مهالی وي.
د طالبانو حکومت د افغانو د ارزښت د لوړېدو لامل (مناسب اقتصادي مدیریت) ګڼي او اقتصادي کارپوهان دغه چاره (مصنوعي) بولي او بارمن دي چې د افغانیو ارزښت لوېدل د اقتصادي تحرک او سالم مدیریت له امله نه دي، بلکې د هېواد په اقتصاد کې د "خطرک زنګ" کړنګول دي.
وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونې پخواني مشر اذرخش حافظي بي بي سي ته ویلي وو، چې د افغانستان پیاوړي کېدل په هېواد کې د اقتصاد غوړېدل، د بېوزلۍ د کمولو او د کار پیدا کولو په معنا نه دي.
د معلوماتو له مخې شاوخوا شپږ کاله پخوا هم د ډالرو پر وړاندې د افغانیو نرخ په ورته وضعیت کې و، خو له هغه وروسته افغانیو خپل ارزښت په تدریجي ډول بایله تر دې چې دوه کاله وړاندې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د ډالر پر وړاندې افغانۍ ان تر ۱۲۰ افغانیو پورې بدلېدې.
د افغانیو دا ارزښت داسې مهال لوړ شوی چې افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو هم تېرېږي او نړیوالو بندیزونو یې په راکړه ورکړه بد اغېز کړی دی.
له دې ور ها خوا د طالبانو نظام لا هم د مشروعیت له ګڼو ننګونو سره مخ دی او نړیوال ورسره هغسې رسمي اړیکې نه پالي چې که وي ممکن افغانۍ ورسره لا ثابته او ښه شي او د افغانستان اقتصاد هم ورسره په پښو ودرېږي.











