بریتانیا کې ایشا توپان؛ لسګونه زره کورنۍ بېبرېښنا شوې
په ټوله بریتانیا کې خبرداري ورکړل شوي، ځکه چې له باران سره د ایشا په نامه د توپان وړاندوېینه شوې چې سرعت به یې په یوه ساعت کې ۹۰ مایله (۱۴۵ کیلومتره) وي.
د تېز باد او توپان له کبله په ټوله بریتانیا کې لسګونه زره وګړي بې برېښنا شوي، یوازې شمالي ایرلنډ کې ۴۵۰۰۰ کورنۍ او د انګلستان شمال لوېدیځ کې ۸۰۰۰ کورنۍ او وېلز کې ۳۰۰۰ کورنۍ بې برېښنا شوي دي.
د سلافیلډ اټومي سیمې د شپې مهال خپل فعالیت ځنډولی دی.
حکومت ویلي، هېڅ د خوندیتوب ضمانت نه شته او د سکاټلنډ ټول اورګاډي له ۱۹:۰۰ بجو وروسته لغوه شوي، په انګلنډ کې هم د اورګاډي ډېر خدمتونه ځنډول شوي.
د ناوړه هوا له کبله ژیړ خبرداری ورکړل شوی چې ویل کېږي د انګلنډ، وېلز، شمالي ایرلنډ او سکاټلنډ په ډېرو برخو کې به تېز باد چلېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
همداشان، په ساحلي سیمو کې هم د ژوندانه په چارو کې د خطر خبرداری ورکړل شوی او پر وچو سیمو د لویو سمندري څپو د راتلو شونتیا هم شته.
له سپتمبر راهیسې دا د ایشا په نامه نهم توپان دی او د دې میاشتې لومړیو کې د هنک په نامه توپان هم پسې راغلی و.
ګلاسګو کې ځینې الوتنې هم لغوه شوې دي.
د سکاټلنډ د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي د سېلابونو راوتلو د خبرداري کچه یې له ۱۹ څخه ۲۷ ته لوړه کړې ده. د سېلاب تر ټولو ټیټه شدیده کچه ۱۷ درجو کې پاتې شوې ده.









