د موسیقۍ غږ سره جراحي عملیات: یوه ساینسي موندنه چې د بېهوښۍ لارې بدلوي

- Author, سوتيک بيسواس
- دنده, بي بي سي
د هند پلازمېنه نوې ډیلي کې د یوه روغتون د عملیاتخونې د څراغونو لاندې، یوه مېرمن د پښتورګو عملیاتو لپاره پر بستر بېهوښه پرته وه.
دغه مېرمن بې هوښه وه، هېڅ څه یې نه احساسول، او په بشپړ ډول د درملو د هغه ترکیب تر اغېز لاندې وه چې دا یې په درانه خوب وېده کړې وه. د دغو درملو تر اغېزې لاندې حافظه څه نه اخلي، درد کموي او عضلات په لنډمهاله توګه فلجوي.
د څارنې د تجهیزاتو او د جراحۍ ډله د کار پر مهال، د هغې پر غوږونو ایښودل شویو غوږیو (هیډفونونو) له لارې د فلوټ نرمه موسیقي غږوي.
که څه هم درمل د ماغزو ډېر فعالیتونه کموي، خو د اورېدو حس تر یوې کچې فعال پاتې کېږي. دې کار د هغې په چټک او روښانه هوښ راوړلو کې مرسته وکړه، ځکه هغې د نورو ناروغانو پرتله چې موسیقي یې نه وه اورېدلې، د بې هوښۍ درملو (لکه پروپوفول) او افیوني درد کموونکو ټیټ درمل خوړلي وو.
دا هغه څه دي چې د ډیلي د "مولانا ازاد" طبي پوهنځي او لوک نایک روغتون په نوې علمي څېړنه کې رابرسېره شوي. دا څېړنه د "موسیقۍ او طب" په ژورنال کې خپره شوې، او تر اوسه تر ټولو غښتلي شواهد وړاندې کوي چې د عمومي بېهوښۍ پر مهال د موسیقۍ اورېدل کولی شي د ناروغانو لخوا د اړتیا وړ درملو کمولو کې مرسته وکړي او د رغېدو بهیر ښه کړي.
دا څېړنه پر هغو ناروغانو راټوله ده چې د منظار یا انډوسکوپي په وسیله یې د پښتورګو د لرې کولو عملیات شوي. دا عادي جراحي عملیات دي چې د پښتورګي لرې کولو لپاره د یوه کوچني سوري له لارې ترسره کېږي. دا عملیات لنډ او معمولا له یو ساعت کم وخت نیسي، او چټکې رغېدنې او بشپړ هوښ راتلو ته اړتیا لري.
د دې لپاره چې پوه شو څېړونکو ولې په موسیقۍ تکیه کړې، د عصري بې هوښۍ ګامونه روښانه کول ګټور دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټره فرح حسین، چې د دې څېړنې د بې هوښۍ متخصصه او منل شوې موسیقي معالجه ده، وايي: "زموږ هدف دا دی چې ناروغان له عملیات وروسته ژر تر ژره ووځي. ناروغان باید خپل بشپړ هوښ، توجه او له درده د خلاصون احساس بېرته ترلاسه کړي. د درد په کنټرول او ښه کولو سره، د بدن د فشار غبرګون کمېږي."
د دې پایلې ترلاسه کولو لپاره په احتیاط سره د پنځو یا شپږو درملو یو متوازن ترکیب کارول کېږي، چې یو ځای کار کوي. دغه څه ناروغ د خوب حالت کې ساتي، درد کموي، جراحي له یاده باسي او عضلات اراموي.
د بې هوښۍ متخصصین د انډوسکوپۍ په وسیله د پښتورګو لېرې کولو په څېر عملیات کې تر ډېره دا درمل د التراساؤنډ په مرسته د اعصابو د بې هوښۍ د ستنو یا انجیکشنونو په ورکولو سره بشپړوي چې د خېټې شاخوا برخه بې هوښه کوي.
د مولانا ازاد طبي پوهنځي یوه پخوانۍ څېړونکې، وايي: "عمومي بې هوښي چې د اعصابو بې هوښۍ انجیکشنونو سره مله وي یوه تایید شوې قاعده ده، او موږ له لسیزو راهیسې دا کار کوو."
خو بدن په اسانۍ سره جراحۍ ته غبرګون نه ښیي، د جراحۍ پر مهال د زړه ټکان زیاتیږي، هورمونونه خوشې کېږي، او د وینې فشار لوړیږي. د دې غبرګونونو کمول او کنټرولول د عصري جراحۍ پاملرنې یوه اړینه موخه ده.
ډاکتره فرح حسین وايي چې د بدن د فشار غبرګون کولی شي د رغېدو بهیر ورو او التهاب زیات کړي، چې دا د سم کنټرول ارزښت په ګوته کوي.
فشار ان د جراحۍ له لومړۍ شېبې مخکې، د سینې قفس کې د تنفس نل دننه کولو پرمهال پیلېږي.
د دې ګام ترسره کولو لپاره، د بې هوښۍ ډاکتر د حنجرې لیدونکي لارینګوسکوپه کار اخلي چې ژبه او د ستوني په پای کې نرم نسجونه پورته کړي، چې د غږ تارونو روښانه لید ترلاسه کړي او نل د سینې ډډ یا قفس ته دننه کړي. دا په عمومي بې هوښۍ کې یو عادي ګام دی، او دا ډاډ ورکوي چې د هوا لاره خلاصه پاتې شي او د ناروغ بې هوښۍ پرمهال په تنفس کې له سم کنټرول سره مرسته وکړي.
ډاکتره سونیا وادهاوان، چې د مولانا ازاد طبي پوهنځي کې د بې هوښۍ او شدیدې پاملرنې مشره پروفیسره او د څېړنې څارونکې ده، وايي: "په حنجره کې د لیدونکي دننه کول او نل د سینې ډډ ته سمول د عمومي بې هوښۍ پرمهال یو له ډېرو فشار لرونکو غبرګونونو دی."
هغه زیاتوي: "که څه هم ناروغ بې هوښه وي او هېڅ شی به یې په یاد نه وي، خو بدن یې لاهم د زړه د ټکان، د وینې فشار او د فشار هورمونونو په کچې کې بدلونونو سره غبرګون ښیي."
څنګه دردناکو عملیاتو کې د بې هوښۍ کارولو ته پام شو؟

درملو د پام وړ پرمختګ کړی دی. د دودیزو تنفسي بې هوښۍ ماسکونه ورک شوي او د انجیکشنونو پرځای نوې عصري لارې کارول کېږي.
تر ټولو مشهور یې پروپوفول دی، هغه خوب راوړونکی درمل چې د سندرغاړي مایکل جکسن له مړینې وروسته مشهور شو، خو په عملیاتخونو کې د خپل چټک اغېز او اسانه رغېدنې له امله کارول کېږي.
ډاکتره ګل روښانوي: "پروپوفول په شاوخوا ۱۲ ثانیو کې اغېز پیلوي، او موږ یې په لنډو عملیاتو لکه د انډوسکوپي په وسیله د پښتورګو لرې کولو لپاره غوره کوو، ځکه چې دا د تنفسي ګازونو له امله رامینځته شويو اغېزو مخنیوی کوي."
د څېړونکو ډلې هڅه وکړه پوه شي چې ایا موسیقي کولی شي د پروپوفول او فینتانیل (یو ډول افیوني درد کموونکی) کچه کمه کړي چې ناروغان ورته اړتیا لري، ځکه چې د خوراکونو کمول د چټک هوش راتګ، په حیاتي نښو کې ډېر ثبات، او د اړخیزو نښو کمېدو لامل کیږي.
د دې پراساس، څېړونکو یوه څېړنه چمتو کړه چې په لومړي سر کې یې اته ناروغان په کې وو، ورپسې یوه بشپړه تجربه وشوه چې ۱۱ میاشتې یې دوام وکړ او ۵۶ هغه لویان پکې شامل وو چې عمرونه یې د ۲۰ او ۴۵ کلونو ترمنځ وو.
دوی په دوو ګروپونو وویشل شول، او ټولو ګډونوالو د پنځو ډولو درملو ورته سیستم ترلاسه کړ: د زړه بدوالي ضد درمل، ارام کوونکی، فینتانیل، پروپوفول، او د عضلاتو ارامولو درمل. په دواړو ګروپونو کې خلکو د شور کنټرول غوږۍ یا هیډفونونه اغوستي وو، خو یوازې یوه ګروپ موسیقي اورېدله.
ډاکتره فرح حسین وايي: "موږ له ناروغانو وغوښتل چې د موسیقۍ د دوو ارامو الو یوه غوره کړي: نرۍ فلوټ یا پیانو. ناڅاپه یې ذهن په ځینو برخو کې فعال پاتې شو، او ان که موسیقي په ښکاره ډول نه وي په یاد ساتل شوې، دننه هوښ کولی شي مثبت اغېزې ولري."
پایلې حیرانوونکې وې. هغه ناروغان چې موسیقۍ ته نږدې شوي وو، د پروپوفول او فینتانیل ټیټې کچې خوراکونو ته یې اړتیا درلوده، او له ډېرې اسانه رغېدنې، د کورټیزول یا فشار هورمونونو په کچې کې کمښت، او د جراحۍ پرمهال د وینې فشار په ښه کنټرول سره یې هر څه سم پای ته ورسېدل.
څېړونکي په ګوته کوي چې "د اورېدلو وړتیا د بې هوښۍ لاندې پاتې کېږي، نو موسیقي کولی شي د ماغزو پر دننه حالت اغېزه وکړي."
دا روښانه ده چې موسیقۍ په دننه فشار کې د کموالي سره مرسته کړې. ډاکتره وادهاوان روښانوي: "سمعي مسیر یا د اورېدنې چاره د بې هوښۍ پرمهال هم فعال پاتې کیږي، تاسو ښايي موسیقي په یاد ونه لرئ، خو ماغزه ورته غبرګون ښیي."
ساینس پوهان له پخوا راهیسې دې مفکورې ته لیواله وو چې ماغزه د بې هوشۍ پرمهال په بشپړ ډول چوپ نه وي، ځکه چې په نادره موکو د "عملیاتو پرمهال د هوښ" پیښې راڅرګندېږي، داسې چې ځینې ناروغان عملیاتخونه کې د خبرو ځینې برخې په یاد لري.
که ماغزه د دې وړتیا ولري چې د جراحۍ پرمهال پر فشار لرونکو تجربو پوه شي او په یاد یې وساتي، ان که ناروغ بې هوښه هم وي، نو دا کولی شي مثبت یا د ارامۍ تجربې، لکه موسیقي، هم ثبت کړي، پرته له دې چې شعوري حافظې ته اړتیا ولري.
ډاکتره فرح حسین وايي: "موږ لاهم د موسیقۍ په څېر بڼې ته د ماغزو ناڅاپي غبرګون څېړنو په لومړنیو پړاونو کې یو. دا عملیاتخونې ته د ژوند د یوه بېل رنګ ورکولو لاره ده."
د موسیقۍ درملنه په طب کې نوی مفهوم نه دی، دا له ډېرې مودې راهیسې په ارواپوهنه، د سټروک یا دماغ درېدنې ناروغانو بیارغېدنه، او د درد کمولو پاملرنې برخو کې کارول شوې، خو د ډېرې متمرکزې او تخنیکي بې هوښۍ نړۍ ته د موسیقۍ ننوتل، چې د تجهیزاتو پر مټ کنټرولېږي، د ارام لپاره یو بدلون په ګوته کوي.
که دا ډول یوه ساده چاره وکولی شي د درملو کارول کم او د ناروغ د رغېدو چټکتیا یو څه زیاته کړي، نو شونې ده د جراحي پرمهال د ناروغ پاملرنې په اړه د روغتونونو لید بدل کړي.
په داسې حال کې چې څېړنیزه ډلګۍ د موسیقۍ په مرسته د بې هوښۍ په اړه خپله راتلونکې څېړنې پیلولو ته چمتووالی نیسي، چې له پخوانیو پایلو ګټه واخلي، یو حقیقت په معلوماتو کې روښانېږي: ان کله چې بدن بې خوځښته او ذهن په خوب کې وي، داسې ښکاري چې یو څه نرۍ موسیقي د رغېدو بهیر پرمخ وړي.








