د طالبانو حکومت لخوا بې سارې محدودیتونه: د افغانستان ټلویزیونونه د بندېدو پر لور روان دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رویین رهنوش
- دنده, بي بي سي
د سرچینو د مالوماتو پر اساس د افغانستان کورنیو رسنیو کې، د طالبانو حکومت خصوصي ټلویزیونونو ته په خپل تازه امر کې د سیاسي خپرونو نشرول بیا منع کړي دي. تر دې مخکې هم د څه مودې لپاره تلوېزونونو کې تر ډېره سیاسي او اقتصادي بحثونه بند شوي وو، خو بیا وروسته پر بهرنیو سیاسي مسلو خپرونو ته اجازه ورکړل شوه.
د رسنیو د څار بنسټونه وايي، طالبانوله بیا واکمنېدو وروسته له څو لارو هڅه کړې چې پر رسنیو فشار واچوي او بندیزونه یا محدودیتونه پرې ولګوي. له دې لارو یو هم د امر باالمعروف او نهي عن المنکر قانون دی چې رسنیو کې د ښځو چارې او حضور محدودوي. پر دې سربېره د ساکښو انځور هم باید خپور نه شي.
د دغه قانون د ۱۳مې مادې په دریم بند کې د ښځې غږ عورت بلل شوی دی او د ۱۷ مادې په دریم بند کې کې یې هم یو ټکی چې ټولې رسنۍ یې باید ومني د داسې مطالبو له خپرولو ډډه ده چې د ژویو یا ساکښو انځورونه پکې وي.
رپوټونه وايي طالبانو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۱۷ کې د ساکښو د انځور خپرېدل بند کړي دي، چې وروستي ولایتونه یې فاریاب او دایکندي دي. پر رسنیو بندیزونه تر اوسه کم نه وو، خو تر ټولو ډېر تاوان یې خصوصي ټلویزیونونو ته رسېږي.
د افغانستان د خبریالانو د یوه مرکز مشر احمد قریشي وايي، د طالبانو حکومت په نږدې څلورو کلونو کې په ۲۲ لیکنیو او ګړنیو فرمانونو سره د رسنیو چارې محدودې کړې دي.
په بدل یا مستعار نوم د یوه ټلویزیون خبریالې مهرګان بي بي سي ته وویل، چې ډېری فرمانونه د مکتوب په شکل نه وي، ځکه چې مکتوب بیا نورو رسنیو ته رسېږي. په تېره په هغو ولایتونو کې چې د ساکښو انځورونو خپرول منع شوي، شفاهي یا ګړني خبریالانو ته ویل شوي چې اجازه یې نه لري.

له خبریالانو سره د همغږۍ لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت جوړ شوي وټساپ ګروپ کې هم کله کله د مستقیم او نامستقیم فشار اچولو ادبیات لیدل کېږي.
څلور میاشتې مخکې چې د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل رحمان حقاني ووژل شو، نو د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران له رسنیو وغوښتل چې حقاني ته له شهید پرته بله کلیمه ونه کاروي.
څو ورځې مخکې د هغو څو رسنیو نومونه په دې وټسپ ګروپ کې یاد شول چې د دې وزارت د یوه پروګرام خپرولو کې یې برخه نه وه اخیستې.
د اطللاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د وینا د ازادۍ د نړیوالې ورځ په مناسبت خپل یوه ویډیويي پیغام کې ویلي " د اطلاعاتو او کولتور وزارت د رسنیو ارزښناکې او مهمې دندې ته په کتو له هر هغه رسنۍ چې د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کې، د افغانستان د خلکو فرهنګي ارزښتونو، باورونو او د خلکو شخصي حریم ته درناوی او د ولس په منځ کې د نفاق تعصباتو ته د نه لمن وهلو، په رڼا کې نشرات کوي هر اخیز ملاتړ او حمایت کوي."
د طالبانو حکومت څو ورځې مخکې د راه فردا ټلویزیون خپرونې وځنډولې. د طالبانو حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت وایي د دغه ټلویزیون فعالیت یې ځکه بند کړی چې د کارمنانو تنخاګانې یې نه دي ورکړي.
خو د افغانستان د خبریالانو مرکز مشر احمد قریشي په دې باور دی چې د راه فردا د امتیاز څښتن د یوه ګوند مشر محمد محقق دی او ښايي د طالبانو دا پرېکړه هم سیاسي دلیل ولري.
هغه بي بي سي ته وویل: "تر دې مخکې یې د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي نور او بریا ټلویزیونونه هم وتړل. د راه فردا په هکله هم دا ډول نظر شته."

"د جنیست له امله مې وزارت ته د دننه کېدو اجازه نه لرله"
سرچینې وايي د طالبانو د فشار په سبب د ټلویزیونونو مسؤلان له خبرونو سره چلن کې بې کچې احتیاط کوي.
مهرګان وايي: "پخپله یې ځان سانسورول پیل کړل. د طالبانو حکومت فشار شته... خو دوی نه دي ویلي چې څومره. پخپله مې څو ځله پر داسې ریپوټونو کار کړی چې د طالبانو له ویلو پرته مې مشر یا بل کس ویلي، نشر یې نه کړئ یا یې له خپرونې لرې کړئ."
هغه وايي، خبري غونډو کې د ګډون لپاره څو ځلې وزارتونو ته تللې ده، خو د جنسیت له امله وزارت ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
په مستعار نوم شاهد هم وايي، طالبانو څو میاشتې مخکې تلوېزونونو ته د خپلې خوښې کارپوهانو نوملړ ورکولو سره ټینګار وکړ چې دا کسان دې بحثونو ته وبلل شي. که څه هم مهرګان وايي وروسته دا بهیر بدل شو او له نوملړ بهر مېلمانه هم بلل کېدل.
د طالبانو حکومت ځینې پروګرامونه هم رسنیو ته وړاندیز کوي او ترې غوښتي یې دي چې منځپانګه دې یې وار دمخه له اطلاعات او کلتور وزارت سره شریکه شي. یا دا چې رسنیو ته ویل شوي چې مولوي هبت الله اخندزاده امیر المومنین وبولي.
خبریالان وايي، د خپرونو فرمایشيتوب د دې سبب شوی چې لیدونکي د افغانستان پر ټلویزیونونو بې باوره شي. د افغانستان د خبریالانو مرکز مشر وايي، د ټلویزیون لیدونکي د خپلې اړتیا منځپانګه په دې شبکو کې نه وینی، ځکه تر ډېره پر خواله رسنیو تکیه کوي. بل دا چې خصوصي ټلویزیونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په دې دلیل یې ډېر شمېر کارمنان هم له لاسه ور کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له ټلویزیوني خپرونو سره دوه ګونی چلن
یو باور دا دی چې کوم ځای د امر په معروف او نهې له منکر وزارت او د طالبانو مشر مولوي هبت الله ته د نږدې کسانو نفوذ وي، هلته رسنۍ هم ډېرې زیانګالې وي. بل دا چې طالبانو کې هم ډېر کسان شته چې د ساکښو له انځور خپرېدو سره مشکل نه لري.
کندهار هغه لومړنی ولایت و چې ټلویزیونونو کې یې د ساکښو تصویرونو پر خپرېدو بندیز پلی شو.
د طالبانو رسمي ادارې او غړي په دې تړاو دوه ګونی چلن لري. ځینې مهم چارواکی، وزارتونه او ولایتي دفترونه چې د ساکښو انځور خپرېدل پکې منع شوي، بیا هم عکسونه او ویډیوګانې خپروي.
ښاغلی قریشي وايي: "د کابل چارواکو په کچه کړنلارې ته نه پاملرنه شته. په عمل کې هم لیدل کېږي چې ان په ولایتونو کې هم دوه ګونی چلن شته."
له دې سره څنګه چې د طالبانو امر باالمعروف وزارت ګام په ګام مخ ته ځي، فعالان وايي دا اندېښنه شته چې د کابل په ګډون ټول افغانستان کې د ساکښو د انځور پر خپرولو بندیز پلی شي او دا د ټلویزیوني چېنلونو د بندېدو مانا لري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو امرباالمعروف وزارت د رسنیو چارو کې پر مخامخ لاسوهنه سربېره د رسنیو کارکوونکو په تنبیه، نیولو او ګواښلو کې هم رول لري.
تېر یو کال کې د رسنیو ځوړ
د بې پولې خبریالانو سازمان خپل تازه ریپوټ کې ویلي چې افغانستان د بیان ازادۍ له مخې په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۵م ځای لري. د دغه سازمان په خبره، د طالبانو واکمنېدو پسې افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنۍ له منځه تللې او ۱۲ زره خبریالانو خپل کار له لاسه ور کړی دی.
په همدې مهال د افغانستان خبریالانو مرکز هم وايي چې تېر یو کال کې یې د ۴۰ خبریالانو د نیولو په ګډون د ۱۷۵ مستقیم او نامستقیم ګواښ په ګډون د رسنیو له ازادۍ د سرغړونې ۲۱۵ پېښې ثبت کړې دي.
دا شمېرې د یو کال په ورته موده کې له بیان ازادۍ د سرغړونې ۵۸ سلنه زیاتوالی ښيي. په دغه موده کې ۹ راډیوګانې لنډ وخت وځنډول شوې او ۲۵ ټلویزیونونه هم پر راډیو بدل شوي دي.








