ولې د کړکیو پر ښیښو خوله یا تفت جوړېږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

تصویر کې یوه کړکۍ دوه ښیښې لري چې پر دواړو شبنم پروت دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې سهار له خوبه پاڅېږئ او د کړکۍ خواته ورځئ، ډېری وخت داسې منظره وینئ چې پر ښېښو تفت دی او د اوبو د وړو څاڅکو له امله له کړکۍ دباندې څه روښانه نه‌ لیدل کېږي. دا حالت زیاتره د مني او ژمي په نمجنو سهارونو کې لیدل کېږي.

پر کړکیو د کور دننه او بهر لخوا د خولې یا تفت جوړېدل څو لاملونه لري، خو اصلي هغه یې د هوا د تودوخې او رطوبت ترمنځ توپیر دی.

ځینې داسې لارې شته چې د همدې خولې یا تفت د جوړېدو مخه نیول کېدی شي، په ځانګړي ډول که دا ستونزه د کور له دننه اړخه وي. همدا خوله د کړکۍ دواړو خواوو، داخل او بیرون کې لیدل کیږي.

پر کړکیو خوله یا تفت څنګه رامنځته کېږي؟

زموږ چاپېره هوا رطوبت لري. د دې رطوبت اندازه د بهرني موسم تر څنګ په دې پورې هم تړلې وي چې ایا تاسو پخلی کوئ او که لمبېږئ، ځکه په ګرمو اوبو لمبیدل او پخلي سره هم کور کې بخار جوړېږي.

سړه هوا د ګرمې هوا پرتله لږ رطوبت ساتلی شي. نو کله چې د هوا تودوخه راټیټه شي، یو داسې پړاو ته رسېږي چې نور رطوبت نه‌ شي زغملی او سل سلنه لنده شي.

هغه تودوخه چې دغه حالت پکې رامنځته کېږي، د پرخې نقطه (Dew Point) بلل کېږي.

کله چې هوا تر دې کچې یخه شي، نو د هرې یخې سطحې پر مخ د اوبو څاڅکي جوړېږي.

موږ له سړې شپې وروسته دا حالت ډېری د سهار له خوا پر واښو یا د موټر پر ښیښو د پرخې په بڼه وینو.

پر ښیښه پرخه ده او بهر منظره ترې څرګنده نه لیدل کیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د کړکیو پر ښېښو تفت

که ستاسو د کړکیو پر باندنۍ برخه خوله او بیا د اوبو وړې څاڅکې جوړېږي، نو دا ډېر وخت دا معنا لري چې ستاسو کړکۍ دوه‌پوړیزې (Double Glazing) یا ډېرې معیاري دي.

دا یو عام حالت دی او دا ښيي چې ستاسو کړکۍ د کور دننه تودوخه ښه ساتي.

د کړکۍ ډبلوالی دا اجازه نه ورکوي چې د کور دننه ګرمي دباندې ښیښه توده کړي، نو ځکه دباندې ښیښه یخه پاتې کېږي.

دا ډول پرخه به هغه وخت له منځه ولاړ شي کله چې په سهار کې هوا ګرمه شي یا لمر راوخېژي او وچ یې کړي.

یو څه پخېږي او کوټه کې یې بخار جوړ کړی دی. یوه مېرمن هم ښکاري خو ډېره څرګنده نه لیدل کېږي ځکه کوټه کې بخار دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د کور دننې لخوا پر کړکیو د تفت جوړېدل

د کور دننې لخوا پر کړکیو خوله هغه وخت جوړېږي چې ښیښه ښه معیاري نه وي او د کور ګرمي بهر ته پرېږدي چې له امله یې د ښیښې دننه سطحه یخه شي.

کوټه د ګرمې او لمدې هوا نه ډکه وي، خو کله چې د شپې تودوخه راکمه شي او ښیښه یخه شي، نو د ښیښې ترڅنګ د هوا نری پوړ هم یخېږي.

ورو ورو په هوا کې موجود د اوبو بخار دومره یخ شي چې د کړکۍ پر ښیښه د اوبو د څاڅکو په بڼه کېني.

د کړکۍ دننه د شبنم جوړېدل تر ډېره په‌ دې پورې تړلی وي چې په کور کې رطوبت څومره دی او دننه هوا څومره ښه ده.

پخلی کول، لمبېدل (شاور اخیستل) او یا هم کور دننه د جامو وچول د اوبو بخار اندازه ډېروي.

پر ښېښو د خولې یا تفت جوړېدو مخنیوی څنګه وکړو؟

د کور دننه پرخه یا تف نسبتاً اسانه کنټرولېدای شي.

هڅه وکړئ چې کوټه ډېره لمده نه شي، نو د پخلي او لمبېدو پر مهال کړکۍ پرانیزئ او هوا خور (ایکزاس) چالان کړئ.

په کور کې د جامو له وچولو ډډه وکړئ، ځکه دا کار رطوبت زیاتوي.

همدارنګه هڅه وکړئ داسې پردې ونه کاروئ چې د کړکۍ ترڅنګ رطوبت بند کړي.

د رطوبت کموونکي وسایل (Dehumidifiers) هم ګټور دي، ځکه د کوټې رطوبت کموي او د تفت اندازه راټیټوي.

ډېری کارپوهان سپارښتنه کوي چې د کړکیو پر ښیښو جوړ شوی تفت په منظم ډول په وچ ټوکر پاک کړئ، څو د کړکۍ چوکاټونه له زیانه وساتل شي او د فنګس یا پوپنک (mould) د ودې مخه ونیول شي.

د کړکیو پر باندنۍ برخه د تفت مخنیوی ډېر ګران وي. دا په اصل کې دا ښيي چې کړکۍ د کور دننه ګرمي په ښه ډول ساتي.

کېدی شي خوله یوازې پر ځینو هغو کړکیو ښکاره شي چې د لمر د راختو پر لورې وي، یا د دې له امله وي چې ځینې کړکۍ له باد او هوا خوندي وي.

تاسو کولای شئ له باران وروسته ښیښې وچې کړئ یا داسې پوښ (coating) وکاروئ چې د اوبو څاڅکي پرې ونه درېږي.