د پوتين د "ملګرې" بیا راڅرګندېدو د خلکو پام ورګرځولی

د عکس سرچینه، Getty Images
د اولمپیک پخوانۍ جمناسټېک لوبغاړې الینا کابایوا، چې کله ناکله په خپلواکو روسي رسنیو کې د ولسمشر پوتین د "ملګرې" په توګه یادېږي، او د لوېدیځ لخوا له بندیزونو سره هم مخامخ ده، د دغه هېواد د ځلانده اشرافو له ډلې يوه بلل کېږي.
خو په وروستیو میاشتو کې، کابایوا عامه ژوند ته په ډراماتیک ډول بېرته راستنه شوې ده. نوموړې د 'سکای ګرېس' په نامه خپلې جمناسټېک اکاډمۍ لپاره تبليغ کوي.
خو ولې نوموړې بېرته عامه ژوند ته رامخې ته شوې ده؟ د دې پرېکړه ولادمير پوتین ته د نژدې کسانو په اړه موږ ته څه وايي؟
له سيوري راوتل
تېر کال په کازان کې د برېکس سياليو پر مهال چې هر کال د برېکس هېوادونو لخوا جوړېږي، د روسیې، بېلاروس، قزاقستان، تایلنډ، سربیا او نورو هېوادونو د جمناسټېک لوبغاړو تر څنګ، د 'سکای ګرېس' کلب لوبغاړو هم تر خپل بيرغ لاندې د روسيې له ټيم جلا سيالۍ کولې.
دغه کلب یوازې دوه کاله مخکې جوړ شوی خو د سکای ګرېس سره د غير معمولي پېرزوينو په اړه وضاحت ورکول ګران نه دي، ځکه کابايوا د دې کلب بنسټ اېښودونکې او مشره ده.
نوموړې د روسیې د خورا مشهورو ورزشکارانو څخه ده، چې د اولمپیک او جمناسټېک به بېلابېلو سیاليو کې ګڼې لاسته راوړنې لري.
خو په دې وروستیو کې یې شهرت پر سپورتي لاسته راوړنو نه بلکې پر دې ولاړ دی چې د ادعا له مخې له ولادیمیر پوتین سره اړیکې لري.
داسې ادعاوې دي چې نوموړې د پوتين د وړو زامنو مور ده. تېر منی په یوه خپره شوې پلټنه کې ادعا شوې وه چې دغه جوړه دوه زامن لري.
له ولادمير پوتين سره د نژدې اړیکو له کبله په ۲۰۲۲ کال کې امریکا، بريتانيا او اروپايي ټولنې په کابايوا بنديزونه ولګول.
په خپله پوتین هېڅکله د جمناسټېک له دې لوبغاړې سره اړیکه نه ده منلې خو په ۲۰۰۸ کال کې د واده په اړه يوې اوازې ته د ځواب پر مهال يې ويلي وو، "تل د هغو کسانو په اړه چې په زکام پوزه او جنسي خيالونو سره د نورو په ژوند کې مداخله کوي بد نظر لرم."

د عکس سرچینه، Getty Images
په روسيه کې د پوتين د شخصي ژوند په اړه خبرې نه کېږي او يوه ټبو موضوع ده. انګېرل کېږي چې نوموړی د ماريا ورونټسووا او کاترينا تيخونووا په نامه دوې لوڼې لري چې په ترتيب سره د يوه ګټور طبي مرکز مشره او بله د ۱.۷ ميليارده ډالرو د پراختيايي پروژې مشري پر غاړه لري.
همدا ډول آنا ټسیویلیوا، چې د پوتین د تره زوی یفګیني پوتین لور ده، د دفاع وزارت مرستیاله وزیره ګومارل شوې ده. نوموړې له مسلکي اړخه د روانې ناروغيو ډاګتره ده.
نه پوتین او نه هم اړونده مېرمنو د کورنۍ اړیکې تائید کړې دي. پر دريو واړو بنديزونه لګېدلي، او داسې ښکاري چې دريو واړو ځانګړو امتيازات او بوديجې ته لاسرسی او چټک کاري پرمختګونه کړي چې عادي روسان ترې برخمن نه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
له همدې امله، دا د حیرانۍ خبره نه وه، چې په ۲۰۱۵ کال کې داسې راپورونه په کلکه رد شول چې کابایوا د پوتین ماشوم زېږولی دی.
ښايي د کابايوا چټک پرمختګ په ۲۰۰۷ کال کې د تقاعد له امله وي. نوموړې اووه کاله د پارلمان غړې وه او بیا د ملي رسنيیز ګروپ چې د پوتين د نژدې ملګري يوري کوالچوک دی د بورډ مشره شوه.
سره له دې چې مهمې دندې يې تر سره کړې دي، په عامه توګه ډېره نه څرګندېده او نژدې هېڅکله رسنيو کې نه وه راغلې.
خو د ۲۰۲۲ کال په مني کې په ناڅاپي ډول وروسته له هغه چې روسیې پر اوکرايين بشپړ يرغل وکړ هر څه بدل شو.
کابايوا د سکای ګرېس په نامه د جمناسټېک کلبونو يوه ټولنه جوړه کړه. لږ وروسته د سکای ګرېس اکاډمي په سېريوس روزنير مرکز کې چې د پوتين په امر جوړ شوی د سکای ګرېس کلب پرانيسته وشوه.
په ۲۰۲۳ کال کې د ګازو دولتي شرکت ګازپرام ورته د دوو ميليارده روسي روبلو يا ۲۰.۴ ميليونه ډالرو په ارزښت د نوي ښوونځي ودانۍ ډالۍ کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سکای ګرېس کلب په روسيه کې ځانګړی کلب دی او له داسې ځانګړو امتيازونو برخمن دی چې بل هر سپورټي کلب یې يوازې هيله لرلی شي.
يو خبريال چې په دې اړه يې پلټنه کړې، وايي، سکای ګرېس په ځانګړې توګه فعاليت کوي. خپل قوانين پلي کوي او له دې مخې ټورنمېنټونه ترسره کوي او جايزې ورکوي.
له دې ور هاخوا د کابايوا زده کوونکي اروپايي هېوادونه ته سفر هم کړی او د بې پرې لوبغاړو په توګه يې په سياليو کې ګډون کړی دی.
سکای ګرېس په ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعاليت لري. دغه اکاډمۍ پر ټېلېګرام چنل د زده کوونکو د تمرینونو او کابايوا د لارښوونو ويډیوګانې خپروي، له دې ويډيوګانو داسې انګېرل کېږي لکه مشهوره روزونکې چې له کامرې ناخبره وي. خو د هغه خبريال چې موږ ورسره خبرې کړې وايي، دې د کامرې پر وړاندې راتلل په دقت پلان کړي وي.
خبريال وايي "د الینا کابایوا هېڅ عکس یا ویډیو د هغې له اجازې پرته پر انلاين نه خپرېږي، دا په ساده ډول ممکنه نه ده چې یو څوک په پټه یو څرګند ریکارډ جوړ او بیا یې خپور کړي".
"الينا هر څه پلانوي، چې کومه زاویه باید وکارول شي، رڼا څنګه وي، او ایا مېکاپ کې کوم بدلونونو ته اړتیا شته."
نو ولې يې په ناڅاپه ډول پرېکړه وکړه چې د رسنیو پر وړاندې راښکاره شي؟ د دې پوښتنې ځواب په يقيني ډول ناشونی دی، خو د کابایوا څرګندېدل د اوکرایین جګړې او بندیزونو سره تړاو لري.











