امریکا: کابل کې د ديپلوماتيکو فعالیتونو بیا پیل لپاره ژر پلان نه لرو

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال کابل کې د ديپلوماتیک ماموریت بیا پیلولو په اړه اوازې رد کړي چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دویمه ناسته تر دوه اوونیو په دوحه کې جوړېږي.

امریکا ویلي "نږدې راتلونکي کې د سفارت د پرانیستلو لپاره هیڅ داسې پروګرام نه لرو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاتل د خپلې اوونېزې خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم ویلي چې "امریکا په افغانستان او نوره نړۍ کې د طالبانو په ګډون له نورو افغانانو سره په اړیکه کې ده."

نوموړي د افغانستان په اړه د دوحې راتلونکي ناستې په اړه وویل، امریکا د دوی متحدینو او ملګرو ملتونو ته د بشري حقونو موضوعات او همدا راز د نجونو او ښځو د زدکړو پر وړاندې د محدودیتونو لېرې کول له طالبانو سره د تعامل د شرایطو په سر کې دي.

ښاغلي پاتل وویل "د اړیکو عادي کول د طالبانو لخوا د خپلو وګړو حقونو ته په درناوي او د دوی چلند پورې تړلي دي."

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاتل

له دې مخکې د روانې فبرورۍ میاشتۍ په لومړیو (تېره اوونۍ) ځینو رسنیو رپوټ ورکړی و چې امریکا د خپلو وګړو او افغان همکارانو ایستلو لپاره په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو د پیل هڅې کوي.

په دې اړه ډېر جزئیات د افغانستان پر بیا رغونې د څار ادارې یا سیګار په وروستي رپوټ کې خپاره شوي وو، چې وروسته د ډېرو رسنیو سر ټکی ترې جوړ شو.

د سیګار په رپوټ کې راغلې وه چې د کونسلي خدمتونو د بیا پیلولو وړاندیز د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو په نوې تګلاره کې شوی چې د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اکتوبر میاشت کې تائید شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلاره په تېره ډيسمبر میاشت کې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره روانه میاشت خپره شوه.

د دې نوې تګلارې یوه برخه کې راغلي: "په افغانستان کې له امریکایي وګړو سره د مرستې او له هغه هېواده د افغان همکارانو د رایستلو لپاره موږ په دوحه کې له خپل سفارت او قطري حکومت سره په دې اړه ګډ کار کوو."

خو د دغو خبرونو له خپرېدو نږدې یوه اوونۍ وروسته امریکا تازه دا رپوټونه سملاسي رد کړي او وايي هر ډول تعامل د طالبانو په چلن پورې اړه لري.

په افغانستان له واکمنېدو راهیسې طالبانو په افغان نجونو او میرمنو پرلپسې شرایط سخت کړي، د کار او ژوند له محدودیتونو ور ها خوا د دوی پر مخ یې د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

نړیواله ټولنه په دې برخه کې له نرمښت ور ها خوا له طالبانو غواړي چې ټولو قشرونو او قومونو ته په حکومت کې برخه ورکړي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبان په ښکاره د ښځو او نجونو د زکړو سختو محدودیتونو په اړه واضح څه ځواب نه لري که څه هم تل وایي چې دوی ته شرایط برابروي، د ټولشموله حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنې سلیقوي بولي او وايي حکومت یې ټول ګډونه دی، هغه څه چې نړیواله ټولنه پرې ژوند نقد لري.

د امریکا لخوا د کونسلي څانګې بیا پرانېستلو خبر د چین او افغانستان د اړیکو له نږدې کېدو سره هم مهاله خپور شو.

تېره اوونۍ د چین ولسمشر د طالبانو سفیر د یوه لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې ومانه او له دې مخکې طالبانو هم کابل کې چیني سفیر ته رسمي تشریفات نیولي و.

چین تر دې دمه په نړۍ کې لومړۍ هېواد دی چې له طالبانو سره په لوړه کچه تشریفاتي او رسمي ناسته ولاړه کوي.

د ملګرو ملتونو او نړۍ تمه ده چې د دوحې په راتلونکي ناسته کې له طالبانو سره د څرنګه چلند لوری لا معلوم او روښانه شي.

دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته

طالبان

د عکس سرچینه، MFA

په داسې حال کې چې دغې ناستې ته چمتووالی نیول کېږي د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی فریدون سینیر اوغلو د افغانستان په سفر دی.

د ملګرو ملتونو په غوښتنه دوحه کې د افغانستان په اړه د سیمې د استازو دویمه ناسته د روانې فبرورۍ په ۱۸-۱۹ نیټو جوړېږي.

ملګرو ملتونو ویلي په دې ناسته کې یو شمېر افغان میرمنې هم ګډون کوي.

د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې، وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو او د خپلې خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې ښاغلي متقي یو ځل بیا ویلي چې د دوی حکومت ملګرو ملتونو سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري او د دوحې ناستې د بریا هیله یې څرګنده کړې ده.