د ملګرو ملتونو سرمنشي د منځنۍ اسیا هېوادونو سفر پیلوي

انتونیو ګوتېرېش

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګر ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د افغانستان په اړه د دغه سازمان له خوا د را بلل شوې دوحې ناستې په اوله ورځ د افغانستان د شمالي ګاونډیانو په سفر وځي.

د سرمنشي ویاند سټیفین دوجاریک په اړه خبریالانو ته وویل ښاغلی ګوتېرېش به لوموړی د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته لاړ شي او بیا به به قرغیزستان، قزاکستان، تاجکستان او ترکمنستان ته سفرونه ولري.

د نوموړي د سفر موخه د یادو هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره د اقلیمي بدلون اړوندو مسلو ترڅنګ په ځينې موضوعاتو خبرې بلل شوې.

ټاکل شوې ښاغلی ګوتېرېش د جولای میاشتې پر ۴ نېټه د شانګهای سازمان په ناسته کې چې د قزاقستان په استانه کې جوړېږي ګډون او وینا وکړي:

"تمه ده چې ښاغلی سرمنشي به په دې ناسته کې، د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوال قانون او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پر بنسټ، د ټولو د ګډې ژمنې له مخې د څو اړخیزه چلن پر اړتیا ټینګار وکړي، چې اصلي هدف یې څو اړخیزه نظام او سوله ده. دا رنګه به د هغو نړیوالو ژورو درزونو پر حل ټینګار وکړي چې د هېوادونو د یو ځای را ټولېدو مخه نیسي او لامل یې هم دوه لوی ګواښونه لکه اقلیمي بدلون او ډيجیټل ټیکنالوژي ده."

د ګوتېرېش د نژدې یوې اونۍ سفر به د جولای په اومه پای ته ورسېږي.

لا مالومه نه ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به د افغانستان اړوندو مسایلو د منځنۍ اسیا هېوادونو له مشرانو او دارنګه په شانګهای سازمان کې د وینا پر مهال څه ووايي او که نه.

انتونیو ګوتېرېش

د عکس سرچینه، Getty Images

بله خوا قزاقستاني رسنۍ وایي، د شانګهای همکاریو سازمان په ناسته کې به د غړو هېوادونو مشران، په سیاسي، اقتصادي، کلتوري مسایلو او دارنګه په سوداګرۍ او بشري همغږۍ خبرې وشي.

د غړو هېوادونو ترڅنګ په دې ناسته کې د څارونکو هېوادونو او د ډیالاګ شریکان په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د شانګهاي همکاریو سازمان د تېر کال په غونډه کې، ګډونوالو د شته وو ګواښونو او ننګونو په هکله د خبرو ترڅنګ په افغانستان کې پر ټولګډوني حکومت او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړتیا ټینګار کړی وو.

افغانستان ته چې په تېر کې یې د دې سازمان په غونډو کې د څارونکې په توګه ګډون کاوه په تېره غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، خو مالومه ده چې په سږنۍ ناسته کې به یې استازي او که نه.

چین، هند، قزاقستان، قرغیزیستان، روسیه، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او اوس ایران هم د شنګهای د همکاریو سازمان - چې یو سیاسي او امنیتي سازمان دی - بشپړ غړیتوب لري.