افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو د ادعا شویو جنګي جرمونو د پلټنې کمېسیون نوي معلومات ترلاسه کړي

عملیات

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    • Author, جوېل ګونټر، هانا اوګریډي، روري تینمن
    • دنده, د بي‌بي‌سي پانوراما پروګرام

په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو د ادعا شویو جنګي جرمونو د پلټنې کمېسیون نوي معلومات ترلاسه کړي دي.

یاد کمېسیون ته داسې معلومات په ګوتو ورغلي چې وړاندې د معلوماتو له ذخیرې حذف یا له منځه وړل شوي وو او ښايي مهم اسناد پکې شامل وي.

دا معلومات په ۲۰۱۶ کال کې د یو قتل په تړاو پلټنو پرمهال د هوايي ځانګړو ځواکونو د یوه لوی قراردادي لخوا له سرور یا د معلوماتو له ذخیرې پاک کړای شوي وو.

خو په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو لخوا د جنګي جرمونو د پلټنو عمومې کمېټې د (سوناتا رمز) په نوم د ځانګړو ځواکونو د مخابراتي سیستم یو بک اپ یا کاپي فایل ترلاسه کړی چې باور کېږي د معلوماتو له منځه وړلو وړاندې یې کاپي اخیستل شوې ده.

د یادو معلوماتو په دغه بک اپ یا کاپي کې ښايي د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د هغو عملیاتو په اړه معلومات وي چې شک کېږي یادو ځواکونو ځینې زندانیان او بې ګنا افغان وګړي وژلي وي او په دې سره یې جنګي جرمونه ترسره کړي وي.

په دې تړاو د څېړنو د کمېسیون ویاند هم تایید کړې چې له اصلي ذخیرې د پاکو شویو معلوماتو کاپي یې ترلاسه کړې. هغه ویلي: "موږ اوس اړوند مطالب په لاس کې لرو او له خپلو څېړنو سره د احتمالي تړاو لپاره یې د بیا موندلو او ارزولو لپاره د تخنیکي لارې د موندلو په حال کې یو."

دا لومړی ځل دی ددې پېښې په تړاو پلټونو کې ددغه ډول معلوماتو یوه کاپي د پلټونکي کمیسیون لاس ته ورځي.

په ۲۰۱۶ کې، د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو قرارداد لپاره یو قراردادي په سرور کې یو پروګرام پرمخ یووړ چې د قتل اړوند تحقیقاتو په جریان کې طراحي شوي د تل لپاره حذف شوي فایلونه له منځه یوسي، چې دا کار د غصې لامل شو.

دا بهیر چې د "صفر کولو" په نوم یادېږي په داسې حال کې ترسره شو چې دژباني ځانګړو ځواکونو ته یو یادداشت خپور کړ او ټینګار یې دا و چې د سرور د کاپي کولو دمخه باید هېڅ معلومات دستکاري نه شي یا له منځه یوړل نه شي.

د سوناټا ترلاسه کولو لپاره مبارزه

افغانستان کې بریتانوي ځواکونه

د عکس سرچینه، PA

دزباني وتوانېد چې ژر تر ژره د سونټا فایل د هوایي ځواک په اړه د مهمو شواهدو د احتمالي سرچینې په توګه معرفي کړي، خو د داخلي راپور له مخې، د قضیې مخکښ څېړونکي جګړنجیسن رایټ له پیله د دژباني د ترلاسه کولو یا کاپي کولو د هڅې په تړاو د ځانګړو ځواکونو له کارشکنۍ سره مخامخ شو.

د دې راپور له مخې، د جګړن رایټ هڅې چې په هغه وخت کې (تورن) کپتان و، هم د دژباني له دننه له مقاومت سره مخ شو.

هغه غوښتل چې سرور ته د لاسرسي لپاره له قانوني واکونو کار واخلي، مګر تحقیقاتي افسر جان هاروي هغه ته امر وکړ چې له دې اختیاراتو ګټه وانخلي.

له څو میاشتو ځنډ وروسته، په پای کې ځانګړو ځواکونو دژباني ته خبر ورکړ چې دوی د سرور منځپانګې نوي سیسټم ته لېږدوي او که د پولیسو محققین د دې بهیر بشپړېدو ته انتظار باسي، نو دوی کولی شي د پخواني سرور ټولې منځپانتګې په خپل کنټرول کې واخلي.

د دویم پړکمشر جنرال جیمز پریډین په وینا، چې د سرور ترلاسه کولو لپاره یې د تخنیکي چارو مشري کوله، دا پلان د هغه وخت د ځانګړو ځواکونو رییس جیمز چیسویل او د هغه وخت د قوماندان برید جنرال ډېوېډ نیل تر منځ په لوړه کچه په شفاهي توګه موافقه شوې وه. شاهي ګارد او دوه اړخونو موافقه وکړه چې دژباني به د سرور خپلولو لپاره خپل قانوني واک نه کاروي.

د دفاع وزارت اسنادو څو کاله وروسته د یوې محکمې د قضیې په جریان کې وښوده چې د هوکړې له ترلاسه کولو لږ دمخه د شاهي ګارد د قطعې یو افسر برید جنرال نیل تورن کړ چې د دې وژنې په اړه د هوایي څانګې تحقیقات بندوي.

دژباني لخ ځنډ سره موافقه وکړه، خو دا یې یو شرط وټاکه چې نوي سیسټم ته د لېږد پر مهال په سونټا کې ذخیره شوي معلومات باید په هېڅ ډول تعدیل یا حذف نه شي. دغه حکم د ځانګړو ځواکونو دفتر ته په لیکلې بڼه استول شوی او د دغو ځواکونو یوه کارکوونکي هم په لیکلي ډول ورسره موافقه کړې ده.

خو له نور ځنډ وروسته، ځانګړو ځواکونو دژباني ته خبر ورکړ چې د "Sdelete" په نوم یو پروګرام په سرور کې روان دی، چې په ځانګړي ډول ډیزاین شوی ترڅو د تل لپاره مخکې حذف شوي فایلونه پاک کړي.

GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د Sdelete کارولو لپاره د قراردادي دلیل دا و چې د دې پروګرام چلول به د ډیټا لېږد بهیر ګړندی کړي او د تل لپاره حذف شوي ډیټا د غیر ضروري لېږد پرځای له منځه یوسي.

دا خبر د سټوار پیریډین لپاره ټکان ورکوونکی و، هغه څوک چې په شخصي توګه یې د ځانګړو ځواکونو لخوا لیکلي ډاډ ترلاسه کړی و چې د سمون د لېږد په جریان کې به هېڅ معلومات نه بدلېږي یا حذفېږي.

هغه وروسته ولیکل: "حذف شوې ډېټا د تل لپاره له هارډ ډرایو څخه حذف شوي او د دې موندلو لپاره کومه لاره نه وه چې ډېټا څه وه، دا یوه دقیقه پاکونه او لیرې کول وو. "

میجر رایټ په خپل راپور کې لیکلي چې دا ړنګول "یا غیر قصدي او د ځانګړو ځواکونو په مرکز کې د اړیکو د خرابوالي او ګډوډۍ له امله وو، یا د دژباني د دې معلوماتو د لاسرسي د مخنیوي لپاره قصدي اقدام و."

د دې پروسې په جریان کې، ځانګړو ځواکونو هېڅکله هم دژباني ته د بک اپ یا شاتر سرور نسخه چمتو نه کړه.

د دژباني تحقیقات په ۲۰۱۹ کې پای ته ورسېدل او تېر دسمبر پورې د بک اپ بیاکتنه ونه شوه کله چې د عامه تحقیقاتو پلاوي د حذفولو په اړه یوه اونۍ اورېدنه وکړه، خو دې څېړنې یو څوک دې ته وهڅول چې داوطلب معلومات چمتو کړي.

په یوه یادداشت کې چې د سونټا فایل لنډیز لري، میجر رایټ یادونه وکړه دا لومړی ځل نه دی چې ځانګړي ځواکونه ډېټا حذفوي.

د ملي دفاع وزارت وياند وويل: "د افغانستان په اړه د خپلواکو څېړنو د دوام په صورت کې د ملي دفاع وزارت بشپړ ملاتړ ته ژمن دى او له همدې امله مناسبه ده، چې د دې څېړنې د پايلو په اړه تر نورو څرګندونو مخکې انتظار وباسو. "

دژباني او جنرال چیسول دا هم ویلي، چې دوی د افغانستان په اړه د خپلواک تحقیقاتي بورډ د کار بشپړ ملاتړ کوي، تر هغه چې دا تحقیقات دوام ولري، په دې اړه تبصره کول مناسب نه ګڼي.

جګړن نيل او ډګروال هاروي د تبصرې لپاره د بي‌بي‌سي غوښتنې ته ځواب ونه وایه.