پاکستاني چارواکي: چې د سپين بولدک پېښه روښانه شوې نه وي، لار به تړلې وي

سپين بولدک

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستاني چارواکو ویلي، تر هغه به پر ډېورنډ کرښه د سپین بولدک لار تړلې وساتي چې پر یکشنبه دغلته پر پاکستاني ځواکونو د شوي برید خبره روښانه شوې نه وي.

له دغه برید وروسته پر کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو پر بل د ډزو رپوټونه هم ورکړل شوي. 

پاکستانیو ورځپاڼو چمن کې د مرستیال کمیشنر عبدالحمید له خولې لیکلي چې پر کرښه د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته نښته د سپين بولدک لارې تړل کېدو لامل شوه او په خبره یې، تر هغه به یې پرا نه نیزي چې شکمن بریدګر یې دوی ته نه ورسپارلی او د برید کیسه روښانه شوې نه وي. 

د ترکيې خبري اژانس انادولو هم د یوه پاکستاني چارواکي له نکله لیکلي چې نن پر کرښه د دواړو غاړو ترمنځ د کشالې د حل لپاره ناسته شوې.

پاکستاني لور د بریدګر د ورسپارلو غوښتنه کړې او طالبانو ورته ویلي چې په دې تړاو یې پلټنې دوام لري.

تېره ورځ طالبانو دا شخړه یو ناسم پوهاوی بللی و.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ویډيو کې ښکاري چې یو سړی پر پوله ساتو ډزې کوي

د څارونکو کامرو په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې په دودیزو جامو کې یو سړی د پاکستاني ځواکونو چوڼۍ ته ورځي او پر پوله ساتو ځواکونو د توپنګچې ډزې کوي.

اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس په دې پېښه کې د یوه پاکستاني مامور د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

سپين بولدک

د عکس سرچینه، SocialMedia

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د نښتو او د تیرې ورځې برید په تړاو څه نه دي ویلي خو په سپین بولدک کې د یوه ځايي طالب مشر له خولې ویل شوي چې شخړه د بار لږېدوونکو کاروباریانو پر سر شوې چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ ډزې هم شوې دي.

پر ډیورنډ کرښه دا وړ پېښې نوې نه دي، خو دا ځل داسې مهال کېږي چې پاکستاني حکومت له افغان کډوالو سره په چلند کې له خورا سختۍ کار اخلي. 

داسې رپوټونه هم خپاره شوي ځېنو سیمو کې له مېرمنو سره خورا ناوړه چلند شوی چې افغانان یې په غوسه کړي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې له پاکستان حکومت سره څو وارې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره د نا وړه چلند او د دې ستونزې د حل په اړه خبرې شوې دي خو کومه پایله یې نه ده لرلې.

په همدې حال کې افغان سوداګر وايي د کرښې دواړو غاړو ته د لارې بندیدو له امله ګڼې پر توکو بار لارۍ ولاړې پاتې دي.