د جرمني ښي اړخو سیاستوالو 'په ډله ییزه توګه د خلکو شړلو پلان لپاره غونډه کړې'
- Author, ایډو ووک
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK
د جرمني چانسلر (صدراعظم) اولاف شولز د ښي اړخو هغه غونډه غندلې، چې ادعا کېږي، له جرمني د میلیونونو خلکو شړلو پر موضوع خبرې پکې شوې دي.
د جرمني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د ښي اړخه اې ایف ډي او نیو نازي سیاستوالو دا غونډه برلین ته نژدې د یوه جهیل پر غاړه ماڼۍ کې شوې. ادعا کېږي، چې په دې غونډه کې د هغو خلکو او ان جرمن تابعیت لرونکو وګړو پر شړلو خبرې شوې، چې جرمن توکمه نه دي.
بل لور چانسلر شولز وايي، په جرمني کې به له هېچا سره د توکم پر بنسټ تبعیض و نه شي. د کورکټیو تحقیاتي رپوټ کې ویل شوي، چې د تېر کال نومبر کې دا پټه غونډه برلین ته نژدې پوټسډام کې شوې او ۲۰ کسانو پکې ګډون کړی و.
په دې رپوټ کې ویل شوي، چې په غونډه کې د اې ایف ډي مشر ویایډیل نژدې ګوندي ملګري رولاند هارتویګ په شمول ځینو مهمو سیاستوالو ګډون درلود.
رپوټ کاږي چې په غونډه کې د جرمني او اتریش نیو نازیانو او دغه راز د سپین پوټکو برتر نسل پیژندګلوۍ ډلې غړو هم ګډون کړی و. د مرکز پال ښي اړخه کرسچین دیموکرات ګوند (سي ډي یو) ځینو غړو هم په دې غونډه کې ګډون درلود.
چانسلر شولز بیا په یوه اېکس پیغام کې د دې موضوع په هکله ویلي: ''هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي، چې زموږ په هېواد کې (زموږ) تر منځ توپیر رامنځته کړي، که څوک د کډوالۍ سابقه ولري او که یې و نه لري.''
نوموړي د غونډې ګډونوالو ته د خبرداري په توګه ویلي، کېدای شي د اساسي قانون عملي کېدو څارنې اداره له هغو کسانو پوښتنې وکړي، چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و.
نوموړی وايي، له تاریخه زدکړه یوازې د خولې خبرې نه دي. د یادونې ده، چې پروسږ کال د باوارین پارلمان یو تازه کامیاب شوی غړی پولیسو د هغو ادعاوو په تور نیولی و، چې د نازیانو په دود سلامي یې کړې.











