له افغانستانه سیمې ته د ترهګرۍ د ګواښ په تړاو د روسیې تازه اندېښنې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, بي بي سي
د روسیې د امنیت شورا مشر ویلي افغانستان کې د وسله والو لپاره د روزنې نوي مرکزونه جوړ شوي او له سوریې او عراق وسله وال دغه هېواد ته لېږدول کېږي.
سرګې شویګو چې د ډله ییز امنیت غونډه کې یې وینا کوله وویل، له افغانستانه د ترهګرۍ خورېدلو احتمال ډېر دی او مخنیوی یې د سیمې په کچ ګډو هڅو ته اړتیا لري.
د روسیې امنیت شورا مشر سرګې شویګو چې پرون یې قزاقستان کې د ډله ییز امنیت ټولنې د غړو هېوادونو د استازو په غونډه کې خبرې کولې وویل، روسیه د ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ د فعالې همکارۍ لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.
هغه دې لړ کې افغانستان کې روان وضعیت د سیمې د امنیت لپاره یوه اندېښنه وباله. شویګو د ډله ییز امنیت غونډې ته خپله وینا کې ادعا وکړه چې افغانستان کې د وسله والو لپاره نوي روزنیز مرکزونه جوړشوي دي.
د روسیې دولتي رسنیو د رپوټ له مخې هغه په دې اړه ویلي، افغانستان کې وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی. د روسیې د امنیت شورا مشر دغه راز ویلي چې له سوریې او عراقه افغانستان ته د وسله والو لېږد هم دوام لري او له دغه هېواد د ترهګرۍ د خورېدو احتمال ډېر شوی.
هغه د دې احتمالي خطر د مخنیوي لپاره په سیمه ییز کچ د اغېز لرونکو ګامونو د پورته کولو پر اړتیا ټينګار کړی، خو دی وايي دا ګامونه د طالبانو د حکومت له ګډون پروته په سختۍ اخیستل کېدای شي.
نوموړي دا نه دي ویلي چې د کومې ډلې وسله وال افغانستان ته لېږدول کېږي، خو څو کاله وړاندې داعش ډلې د سوریې او عراق ډېرې برخې نیولې وې او ویل کېږي دغو هېوادونو کې لا هم د داعش ډلې وسله وال شته. افغانستان کې هم دې ډلې د څو خونړیو بریدونو مسؤولیت منلی دی.
د طالبانو حکومت چاراکو د روسیې د دفاع وزیر دې تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې تل افغانستان کې د وسله والو ډلو موجودیت رد کړی. څه موده وړاندې د دوي د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته وویل، د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه د داعش ډلې ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له بلې خوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړمه ورځ له خبریالانو سره یوه غونډه کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو پر پاللو یو ځل بیا ټينګار کړی، خو ویلي یې دي دا ډاډ باید تر لاسه شي چې د ټول ګډوني حکومت په ګډون د ملګرو ملتونو په اډانه کې ټولې شوې هوکړې عملي شي. د ښاغلي پوتین په وینا دا یوه ډېره حساسه او مهمه مسله ده.
په تېره مارچ میاشت کې د مسکو په څنډه کې پر کانسرټ له خونړي برید وروسته چې مسؤولیت یې داعش ډلې ومانه، د روسیې له خوا د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د پراخولو لپاره لیوالتیا ظاهرا ډېره شوې ده. په دې برید کې چې روسیه وايي، تاجکستاني وګړو کړی وو ۱۴۳ کسان ووژل شول. روسیې او د سیمې څو نورو هېوادونو افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه څو ځله اندېښنې په ډاګه کړې دي.











