په ورېرې تېری کوونکی کس پاکستاني پولیسو نیولی دی

د عکس سرچینه، Getty images
د پاکستان له پنجاب صوبې د ډسمبر په لومړۍ اوونۍ کې دا خبر راغی، کله چې محکمې د جنسي تېري په یوه قضیه کې د تورن کس ضمانت ومانه، نو اغېزمنې نجلۍ د ځان سوځولو او وژلو هڅه وکړه.
اغېزمنې نجلۍ پر یوه کس د جنسي تېري تور لګولی و، هغه کس یو پولیس و او رتبه یې هم ټېټه وه او له تور لګېدو وروسته له دندې هم ګوښه کړی شوی و.
د پنجاب صوبې د قصور ولسوالۍ په یوه کلي کې ۱۷ کلنه نجلۍ د جنسي تېري له امله میندواره شوې وه او وروسته یې یو ماشوم وزېږاوه، خو ماشوم وروسته مړ شو.
د دې قضیې حیرانوونکی اړخ هغه مهال مخې ته راغی، کله چې د پنجاب فرانزک ساینس ادارې راپور ورکړ چې د نوي زېږېدلي ماشوم ډياېناې د تورن پولیس له ډياېناې سره سمون نه خوري چې له امله یې محکمې د تورن کس ضمانت ومانه او خوشې یې کړ.
د دې عدلي پرېکړې پر ضد اغېزمنې نجلۍ د ځان سوځولو او وژلو هڅه وکړه او د لاهور په جناح روغتون کې تر څو ورځو درملنې وروسته یې ساه ورکړه.
خو سره له دې چې د تورن پولیس ضمانت منل شوی و، د پولیسو پلټنې ونه درېدلې او د پنځو مشکوکو کسانو ډياېناې ټېسټونه واخېستل شول چې وروسته د اغېزمنې نجلۍ د اصلي تره ډياېناې د ماشوم له ډياېناې سره برابر وخوت.
پولیسو د نجلۍ تره هم ونیوه او محکمې ته یې وړاندې کړ، محکمې د درې ورځنیو پوښتنو، ګرویګنو لپاره پولیسو ته قانوني اجازه ورکړه.
د دې پېچلې قضیې د ښه پوهېدو لپاره باید درې کاله شاته ولاړ شو، هغه وخت ته چې د اغېزمنې نجلۍ پلار د خپلې لور د جنسي تېري لومړنی راپور ثبت کړ او له هغې وروسته قضیه محکمې ته ورسېده.
په عریضه کې څه ویل شوي دي؟
د اغېزمنې نجلي پلار د ۲۰۲۲ کال د مې پر اوومه د قصور د ګنډا سنګ په تاڼه کې عریضه ثبت کړه. په عریضه کې د پولیس محمد رفیق او د هغه د کورنۍ دوې ښځې پړې بلل شوې وې.
د عریضې له مخې، اغېزمنه نجلۍ د یوې ښځې کور ته د کوم کار په موخه تللې وه.
یادې ښځې نجلۍ په یوه کوټه کې کښېنوله او جوس یې ورکړ چې له څښلو سره سم نجلۍ بې هوښه شوه.
وروسته پرې محمد رفیق په داسې حال کې جنسي تېری وکړ چې جوس ورکوونکې ښځې له کوره بهر څارنه کوله.
عریضه کې همدا راز راغلي، کله چې اغېزمنه نجلۍ بېرته په هوښ راغله او د شور کولو هڅه یې وکړه، نو تورن محمد رفیق د وسلې په زور ګواښله او ورته ویې ویل، که یې چا ته وویل، نو دی به نجلۍ او د هغې مور او پلار ووژني.
د دې ګواښ له امله نجلۍ وډاره شوه او دا خبره یې له چا سره شریکه نه کړه.
په عریضه کې دا تور هم لګول شوی چې له پېښې درې میاشتې وروسته د پولیس رفیق خور د اغېزمنې نجلۍ کور ته ورغله او د هغې مور او پلار ته یې د حمل د ضایع کولو درمل ورکړل او ورته یې وویل:
"د خپلې لور حمل لېرې کړئ، ګنې په ټول کلي کې به رسوا شئ."
له دې وروسته د نجلۍ مور او پلار له دې پېښې خبر شول او نجلۍ یې د یوې ښځینه ډاکټرې له لوري معاينه کړه او دا معلومه شوه چې نجلۍ حامله ده.
په عریضه پاڼه کې د پولیس محمد رفیق پر ضد د جنسي تېري تور لګېدلی او د پاکستان د جزا قانون د ۳۷۶ مادې له مخې د جرم د ثابتېدو په صورت کې یې سزا لږ تر لږه له لسو تر پنځه ویشتو کالونو بندي کېدا ترڅنګ جریمه هم ورکول کېږي.
په همدې قضیه کې نومول شوې نورې دوه ښځې د هڅونې په تور نیول شوې او پر هغوی د پاکستان د جزا قانون د ۱۰۹ ماده عملي کېږي.

کله چې ډياېناې د تورن له نوم سره برابره نهشوه
د قصور پولیسو نه یوازې پولیس محمد رفیق نیولی و، بلکې د دومره جدي تور له امله یې هغه د پولیسو له دندې هم ګوښه کړی و.
وروسته د قضیې د پلټنو پر مهال د پلټنو افسر، محمد رفیق یې ګناه کار وبللو او د هغه پر ضد یې محکمې ته وویل چې د دوی څېړنې بشپړې او محمد رفیق ته یې د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
د پولیسو په څېړنېزو اسنادو کې په ښکاره ډول لیکل شوي و چې تورن رفیق جنسي تېری کړی او باید سزا ورکړل شي، خو د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر پنځمه چې د قضیې اورېدنه وشوه، قاضي د محمد رفیق ضمانت ومانه او د هغه د خوشي کولو امر یې وکړ.
د تورن خوشې کېدل د لاهور د پنجاب فرانزک ساینس ادارې له لورې د لېږل شوي راپور پر بنسټ ترسره شول، ځکه اغېزمنې نجلۍ د جنسي تېري له امله چې کوم ماشوم زېږولی و، د هغه ډياېناې د پولیسو د پلټنو ټیم لابراتوار ته استولی و، او لېب په خپل راپور کې ویلي و چې د ماشوم ډياېناې د تورن محمد رفیق له ډياېناې سره سمون نه خوري.
اوس دا پوښتنه پیدا شوه چې دا ماشوم د چا و؟
د هماغې ورځې یعنې د ډسمبر پنځمې د محکمې له اورېدنې وروسته، اغېزمنه نجلۍ له خپل پلار سره کلي ته روانه وه، د محکمې پرېکړې خفه او ناهیلې کړې وه نو پر خپل بدن یې پټرول واچول او ځان ته یې اور ورکړ.
د همدې پېښې په اړه په رسنیو کې بحثونه پیل شول، د پنجاب لومړۍ وزیرې مریم نواز په لوړه کچه د دې قضیې د بیا پلټنو امر وکړ او د حقیقت موندنې یوه کمېټه یې هم جوړه کړه، تر څو دا شکمن فکر ختم شي چې ګوندې پولیس د خپل سرتیري د ژغورلو هڅه کوي.
د پنجاب د ښځو د ساتنې ادارې مشرې حنا پرویز بټ د مریم نواز په لارښوونه قصور ته سفر وکړ او د قضیې معلومات یې ترلاسه کړل.
وروسته نوموړې د لاهور جناح روغتون ته هم ولاړه، هلته یې تر درملنې لاندې اغېزمنه نجلۍ هم ولېده او له هغې یې د قضیې په اړه نور هم معلومات واخېستل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنځو مشکوکو کسانو ډياېناې ټېسټ او د تره افشا کېدل
د پولیسو د پلټنو ډلې پر وړاندې تر ټولو لویه پوښتنه دا وه چې که پولیس محمد رفیق د جنسي تېري له امله د زېږېدلي ماشوم پلار نه دی، نو اغېزمنې نجلۍ ولې پر هغه تور لګولی او تیری کوونکی څوک دی؟
د تورن رفیق د ډياېناې له نه برابرېدو وروسته د ولسوالۍ ملکي څارنوال د ولسوالۍ پولیسو ته یو لیک ولیکه چې په کې غوښتنه شوې وه، د پلټنو کړۍ دې پراخه شي او یو مشر افسر دې د څېړنو لپاره وګمارل شي، تر څو اصلي کس وپېژندل شي او سزا ورکړل شي.
د قصور د ولسوالۍ پولیسو مشر محمد عیسیٰ خان بيبيسي ته وویل، د پنجاب وزیرې مریم نواز له لارښوونو وروسته دوې پرېکړې وشوې:
یوه دا چې د پولیس محمد رفیق ډياېناې به بیا ترسره شي، تر څو که کومه تېروتنه وي، هغه روښانه شي او بله دا چې د هغو شکمنو کسانو ډياېناې به هم واخېستل شي چې ښايي پر نجلۍ یې جنسي تېری کړی وي.
د محمد عیسیٰ خان په وینا، دا ډول جرم هماغه څوک ترسره کولی شي چې نجلۍ ته یې لاسرسی درلود، د کور غړي، نږدې خپلوان او یا د کلي کوم کس شاملېدی شي.
هغه وویل:
"پولیسو د خپلې استخباراتي شبکې له لارې د قضیې پلټنه وکړه او د پنځو شکمنو کسانو نوملړ یې جوړ کړ چې د دې کار شک پرې کېده. په دغو پنځو کسانو کې د نجلۍ تره هم شامل و، ځکه دوی په ګډ کور کې اوسېدل."
کله چې له لابراتوار راپور راغی، نو په کې د تره ډياېناې د ماشوم له ډياېناې سره برابر وخوت، پولیسو سمدستي تورن کس ونېوه او محکمې ته یې وړاندې کړ. محکمې پولیسو ته اجازه ورکړه چې دغه تورن هم درې ورځې وساتي او پوښتنې ترې وکړي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې اغېزمنې نجلۍ ولې پر پولیس تور لګولی و، د قصور د ولسوالۍ پولیسو مشر محمد عیسیٰ خان وویل، پلټنو دا خبره ثابته کړه چې د پولیس محمد رفیق او اغېزمنې نجلۍ ترمنځ اړیکې وې.
هغه وویل:
"رفیق د څلور یا پنځه ایکړه کرنیزې ځمکې څښتن هم و، دا ځمکه هغه ته په میراث پاتې شوې وه او له دې سره سره یې دولتي دنده هم لرله. هغه نجلۍ ته دا باور ورکړی و چې له هغې سره به واده وکړي."
د ده په وینا:
"کله چې د اغېزمنې نجلۍ تره ته په یوه ډول معلومه شوه چې د هغه نا بالغې ورېرې له پولیس رفیق سره اړیکې دي، نو هغه خپله ورېره یو ډول یرغمل کړه او پرې یې جنسي تېری وکړ چې له امله یې نجلۍ حامله شوه."
اغېزمنې نجلۍ د ډياېناې راپور له راتلو وروسته پولیسو ته په خپل بیان کې ویلي، هغې دا ګومان کاوه چې د پولیس رفیق سره د اړیکو له امله حامله شوې ده او "اوس هغه له واده تښتي."
د قصور ملکي څارنوال ویلي، که څه هم د ډياېناې راپور کې د منفي پایلې له امله د تورن رفیق قانوني دریځ یو څه ښه شوی خو پولیسو په خپلو راپورونو کې هغه لا هم له نا بالغې نجلۍ سره د غیرقانوني اړیکو مرتکب بللی دی.
هغه زیاته کړه:
"د تورن رفیق پر ضد به جلا قانوني ګامونه اخېستل کېږي، د شواهدو تر بشپړېدو وروسته محکمه هغه ته سزا ورکولی شي."
د پلار پولیګراف ټېسټ منفي راغی
د اغېزمنې نجلۍ د پلار په اړه پولیسو ته شک پیدا شوی و چې کېدی شي هغه په کومه برخه کې رښتیا نه وايي، له همدې امله پولیسو د هغه پولیګراف ټېسټ هم واخېست خو پایله یې منفي راووتله.
پولیګراف یوه داسې ازموینه ده چې په کې د انسان د بدن ځینې بدلونونه لکه د زړه درزا، د ساه اخېستلو چټکتیا، د وینې فشار او خولې کېدل کتل کېږي، تر څو دا معلومه شي چې کس رښتیا وایي که دروغ.
سربېره پر دې، پولیسو د نجلۍ د ځان سوځولو د هڅې ویډیو هم ترلاسه کړې چې په کې ښکاري نجلۍ خپله پر ځان پټرول شیندي او ځان ته اور اچوي.
د نجلۍ پلار پولیسو ته په خپل بیان کې ویلي، هغه هېڅکله دا فکر نه شو کولی چې د هغه خپل ورور به داسې کار وکړي.
هغه وویل:
"زما ورور څلور ماشومان لري او موږ دواړه وروڼه په یوه کور کې اوسېږو. د هغه ماشومان ما ته لوی ابو وایي. د ډياېناې تر برابرېدو وروسته، اوس نه شم کولی له خپلو ماشومانو سره سترګې په سترګو شم او نه د ورور له ماشومانو سره."
نوموړي زیاته کړه:
"د ماشومانو لپاره، له پلار وروسته تر ټولو د باور وړ اړیکه د تره وي. زه دا تصور هم نه شم کولی چې زما ورور به دا د وینې اړیکه داغداره کړي او نه یوازې دا چې پر خپلې ورېرې به یې جنسي تېری کړی وي، بلکې هغه به یې یرغمل هم کړې هم وي. زه به هېڅکله هغه څوک ونه بخښم چې زما د لور ژوند یې تباه کړ."
هغه وویل:
"اوس راته د ورور هغه ټولې خبرې را په یادېږي چې څنګه یې زما ذهن د پولیس محمد رفیق پر ضد تیاراوه. هغه هر ځل داسې خبرې کولې چې زما فکر له محمد رفیق پرته بل لوري ته ولاړ نه شي."
هغه دا هم وویل، هغه پولیس محمد رفیق نه بخښي، ځکه هغه د ده نا بالغې لور ته د واده دروغجنې وعدې ورکړې وې او د هغې له عزت سره یې لوبې کولې.
هغه وویل:
"دا ټوله ګډوډي له تورن رفیق راپیل شوې ده او زه به د هغه پر ضد هره قانوني جګړه وکړم."
هغه په پای کې وویل:
"که څه هم زما د لور نړۍ ړنګه شوه، خو زه له ټولو میندو او پلرونو غواړم چې د خپلو ماشومانو ساتنه وکړي او په ننني وخت کې دې پر وینه او اړیکو هم باور نه کوي."








