څنګه اندونیزیا کې له خواښې سره د زوم اړیکه رسوا شوه او بیا فلم پرې جوړ شو؟

د عکس سرچینه، Netflix
- Author, کوه ایو او ریانا ابراهیم
له څو میاشتو راهیسې د اندونیزیا فلم لیدونکي د یوه داسې فلم په اړه خبرې کوي چې کیسه یې کمسارې ده. نورما، د یوې ظاهرا خوشحالې واده شوې جوړې داستان دی، چې ژوند په کې د زوم او خواښې د پټې اړیکې له امله جنجالي شوی.
دا هغه ډول کیسه ده، چې تل به یې د میلوډراما مینه وال راجلبول خو د نورما هغه څه چې په ټول هېواد کې یې پام ځان ته اړولی هغه د دې مشهور شوي فلم ریښتنې کیسه ده.
په ۲۰۲۲ کال کې د اندونیزیا د جاوا ټاپو په سیرنګ ښار کې یوې ښځې نورما ریسما د ټیک ټاک یوه ویډیو کې د خپل مېړه او مور اړیکه رسوا کړه.
د هغې کیسه په چټکۍ سره میلیونونو کسانو ولیده. د سرلیکونو ټکی وګرځېده او یو هنري فلم پرې جوړ شو، چې سوېل ختیځه اسیا کې یې توپان رامنځته کړ.
د نورما په نوم دغه فلم په مارچ کې د اندونیزیا په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوه او په اګسټ کې نیټ فلکس خپور کړ، چې کم وخت کې یو له ډېرو لیدل شویو فلمونو شو. نه یوازې په اندونیزیا کې، په مالیزیا او سینګاپور کې هم چیرې چې د مالیزیا مسلمانانو لوی نفوس شته ولیدل شو.
دا یو بریالی فورمول تعقیبوي، چې اندونیزیايی فلم جوړونکو کشف کړی دی:
په ټولنیزو رسنیو کې رسوا شوې او مشهور شوې کیسې په هنري فلمونو کې رانغاړي.
تر دې جون پورې د اندونیزیا تر ټولو لوړ عاید لرونکی فلم KKN di Desa Penari و، چې د ۲۰۲۲ کال د شپږو پوهنتوني زده کونکو د وحشت کیسه وه، چې د اېکس په یوې مشهورې موضوع کې یې یادونه شوې وه.
په ۲۰۲۳ کال کې سیوو ډینو (Sewu Dino) خپور شو. دا هم یو وحشتناک فلم و، کیسه یې پر ورته اېکس اکاونټ باندې شریکه شوې وه.
دغه مشهور شوې کیسې یو ډول جنسي موضوعات لري:
د ۲۰۲۴ کال اندونیزیای فلم "Ipar Adalah Maut/ایپار عدالته موت" چې د یو سړي او د هغه د خور ترمنځ د اړیکو په اړه دی. دا سوژه هم د ټیک ټاک له ویډیو څخه اخیستل شوې ریښتینې کیسې په توګه بازار ته وړاندې شوه.
د ۲۰۲۲ کال د لایانګان پوټس (Layangan Putus) ډرامې لړۍ د یوه دوکه بازه مېړه لخوا د یوې کورنۍ د جلا کېدو په اړه ده. دا هم د ټیک ټاک له ویډیو په الهام شوې ده.

د عکس سرچینه، Netflix
دا ډول موضوعات په اندونیزیا کې تابو دي او زنا د بند سزا لري.
د هېواد نوی جزایي قانون، چې ټاکل شوې ده راتلونکی کال په ټول هېواد کې نافذ شي، له واده بهر جنسي اړیکه غیرقانوني ګڼي او په دې ولایت کې جوړې د واده دمخه جنسي اړیکو له کبله په عام محضر کې په درو وهل کېږي.
خو کارپوهان وايي، چې د مذهبي محافظه کاره کلتور له کبله د کورنیو د رسوایۍ کیسو ته د لیدونکو لیوالتیا زیاتېږي.
د ټولنیزو رسنیو په مرسته، هغه کیسې چې تر ډېره بریده د ګاونډیو ترمنځ غیبت او ګپ شپ ګڼل کېدې اوس مشهورېږي او د "پیلاکور/ pelakor" منځپانګې په توګه کارول کېږي. دا یوه عامیانه اصطلاح ده د هغو ویډیوګانو لپاره چې کورنۍ ړنګوي او مېرمنې د خپلو مېړونو له معشوقو سره مخامخېږي.
د جاکارتا د هنرونو شورا د فلم کمیټې غړی ایس ایم ګیټي تامبونان بي بي سي انډونیزیا برخې ته وویل: "له دې رسوایي فلمونو سره خلکو ته دا فرصت ورکول کېږي، چې د بل چا کورنیو ستونزو ته وګوري."
"په ځانګړي توګه د دې محافظه کار کلتور له امله خلک نور هم لېواله کېږي."
د رسوایۍ خوند
ویرو، چې په جاکارتا کې یوه ۴۲ کلنه د کور مېرمن ده، د نورما کیسه له هغه وخته راهیسې تعقیبوي چې دا په ټیک ټاک کې خپره شوې وه.
هغې بي بي سي انډونیزیا ته وویل:
"کله چې زه پوهه شوم، له دې کیسې فلم جوړېږي نو غوښتل مې په دې پوهه شم، چې دا دوه کسان له نورما سره څومره ظلم کوي."
په سینما کې هغې د فلم په مهم پړاو کې وژړل، هغه دا صحنه وه چې کله نورما له خپله کوره بهر له ګڼې ګوڼې تېرېږي او په خونه کې خپل مېړه او مور ګوري چې نیم بدن یې لوڅ وي.
دوی دا وپتیله، چې د نورما د میړه او مور رومانټیکې اړیکې نه یوازې دا چې رسوا شوې، لیدونکي یې هم جلب کړي دي.
د ټیک ټاک یوه کاروونکي پر هغه صحنه تبصره لیکلې، چې دا جوړه یو بل ښکلوي.
"یقینا د دې فلم له ثبتولو وروسته به دوی ناروغه شي."
په فلم کې یوه ملګرې یې، چې د دې جوړې له نامشروع اړیکو خبرېږي او د عمل پر مهال یې ویني کانګې وهي.

د عکس سرچینه، Netflix
اغلې ګیټي خبرداری ورکوي، دا کیسې یو خطرناک میلان یا تمایل لري، چې پره د دوکه کوونکو نارینه وو پر ځای تر ډېره پر ښځو اچول کېږي.
هغه وايي، د قانوني مېړه او نامشروع معشوقې ترمنځ په دې شخړه کې "سړی هېڅ سزا نه ویني."
خو د فلم لیکونکې اوکا اورورا بي بي سي انډونیزیا ته وویل، هغه څه چې د نورما فلم ځانګړی کوي هغه د تخلیقي پروسې کې د مرکزي لوبغاړي خپله ښکیلتیا ده.
نوموړې له ټیک ټاکه الهام اخیستل شويو دوه نور فلمونو ایپار اداله موت (Ipar Adalah Maut) او لیانګان پوټس (Layangan Putus) سکریپټ لیکونکې هم ده.
اوکا وايي، له نورما سره د هغې د احساساتو او د هغې د مور کیسې په اړه له ژورو بحثونو وروسته د فلم "اصلي کیسه په پراخه کچه یو شان پاتې شوه." که څه هم هغې زیاته کړه، چې "یقینا ځینې برخې وې چې د لیدونکو د احساساتو پارولو لپاره ډراماتیکې شوې وې."
"دا فلم د خلکو لپاره د احساساتو ښودلو او تفریح یوه لاره هم ده. نو کله چې دوی له سینما وځي، ځینې شیان وي، چې دوی یې احساسوي او په اړه یې خبرې کوي."
د نورما لپاره ژوند
نن ورځ، اصلي نورما په خپل ټاټوبي، سیرنګ کې د یوې بهرنۍ کارګرې په توګه کار کوي.
د هغې مور، ریحانه، د زنا په تور د اته میاشتې بند وروسته بېرته کور ته ستنه شوې چې له کورنۍ سره ژوند وکړي. د نورما پخوانی مېړه، روزي په نهو میاشتو بند محکوم شو.
د فبروري په میاشت کې د فلم لپاره په یوه مطبوعاتي غونډه کې نورما وویل، دا هغو پیغامونو وهڅوله، چې له نورو قرباني مېرمنو یې ترلاسه کړي وو.
نورما وویل: "کله چې زه پر دې [خیانت یا اړیکې] پوهه شوم ما فکر وکړ، 'ولې زما نږدې کس له ما سره دوکه کوي؟ ایا زه یوازینۍ ښځه یم، چې دا تجربه کوم؟' خو وروسته ورته معلومه شوه چې ډېرو کسانو دا تجربه کړې وه."

د عکس سرچینه، Dee Company
د فلم سکرین لیکوالې اوکا، د فلم تر شا د ښځینه وو پیغام منعکسوي. هغه وايي، دا "د ښځو لپاره یو کوچنی ګام دی، چې د تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړي هغه چې دوی ورسره مخامخ دي."
د نورما په څېر فلمونه، چې د کورنیو ستونزو په اړه د ریښتینې کیسو پر بنسټ جوړ شوي، کولی شي په یوه نر واکه ټولنه کې "د ښځو لپاره د پیاوړتیا ځای" وي او دوی ته "د غږ پورته کولو جرئت" ورکړي.
نورما د بي بي سي اندونیزیا برخې د مرکې غوښتنه رد کړه. که څه هم هغه د خپل عامه ټولنیزو رسنیو حساب کې د ژوند تازه معلومات شریکوي چې د اندونیزیایانو ملاتړ ترلاسه کړي.
په دې میاشت کې، هغې په ټیک ټاک کې عکسونه خپاره کړي، چې په کې هغه او د فلم د تولید شرکت لخوا لېږل شوی کیک ښودل کېږي. دا د سلګونو نېکو هیلو سره مخامخ شوه.
یوه کارونکي لیکلي: "ته د ښه ژوند مستحقه یې."
په یوه بله تبصره کې لیکل شوي وو: "آغلې نورما، په سینما کې ستا د ژوند کیسې لیدلو وروسته ما واقعا غوښتل، چې تا غېږ کې ونیسم."











