یوه ښځه، دوه مېړونه: په هند کې له څو سړیو سره د یوې ښځې د واده کولو تر شا څه کیسه ده؟

Sunita C sits between her husbands Kapil N and Pradeep N

د عکس سرچینه، Alok Chauhan

د عکس تشریح، سونیتا چوهان له خپلو دواړو مېړونو کپېل نیګي او پردیپ نیګي سره.
    • Author, سورب چوهان
    • دنده, بي‌بي‌سي هندي
    • رپوټ له:, سیرماوور، هیماچل پردېش

په هند کې د همالیه اړوند یوه کلي کې یوه ناوې د دوو سړیو ترمنځ ناسته ده او درې واړه کامرې ته د عکس اخیستلو لپاره موسکي دي.

خو دا د کوم عادي واده تصویر نه دی، ځکه چې ناوې یوه خو زومان دوه دي.‌ دې ښځې تازه له دوو مېړونو سره یو ځای واده کړی.

دا ډول واده په دغه هېواد کې عادي خبره نه ده چیرې چې څو ښځې یا څو مېړونه درلودل ناقانونه کار بلل کېږي.

له همدې امله د جولای پر ۱۲ نېټه له دوو وروڼو کپېل نیګي او پردیپ نیګي سره د سونیتا چوهان د واده اخیستل شوی دا عکس که یو خوا په پراخه کچه پر خواله رسنیو لاس‌په‌لاس شو نو بلخوا د ټولنیزو رسنیو ځینې کاروونکي د دوی د کورنیو په اړه بدې ردې لیکي او د دغه هېواد په کچه یې بحث را پارولی دی.

دوی درې واړه د 'هټي' ډلې اړوند دي، د شاوخوا ۳۰۰ زره خلکو یوه داسې بومي قبیله یا ټولنه چې تر ډېره د هند په شمالي غرنیزو سیمو لکه هیماچل پردېش او د اوتراکنډ په ځينو برخو کې اوسېږي او په شاوخوا ۴۰۰ کلو کې خواره واره دي.

نوم یې هم له خپل زاړه کاروباري دود "هاټس" نه اخیستل شوی چې دوی یې په ترڅ کې فصلونه، سبزۍ او وړۍ خپلو سیمه‌ييزو بازارنو ته وړې او د دغو توکو تجارات به یې کاوه.

Sunita C and one of her husbands, Pradeep N, exchanging garlands during their marriage ceremony

د عکس سرچینه، Alok Chauhan

د عکس تشریح، د هاټي خلکو واده د هندوانو د واده له مراسمو سره د پام وړ توپير لري.

دې ټولنې د همدې بزګرۍ او کسب له امله وده کړې چې له پېړیو راهیسې له وړیو شالونه، څادرونه اوبي او د سپينو زرو ګاڼې جوړوي.

په هند کې تر ۷۰۰ ډېرې قبیلې په رسمیت پېژندل شوې دي چې د دغه هېواد د نفوس شاوخوا اته اعشاریه شپږ سلنه برخه جوړوي.

که څه هم هټيان په خپله ژبه کې دا ډول واده "جوډیدرا" یا "جده" بولي او د دوی ټولنې وګړي هم په پراخه کچه د هندوانو په توګه پېژندل کېږي خو د واده مراسم یې د هندوانو له دودیزو مراسمو سره د پام وړ توپير لري.

دوی اووه ځله تر اوره د چاپېره تاوېدو پر ځای مخامخ سره کېني، د واده تړون او د ګډ ژوند ژمنه سره کوي.

داسې دود چې حالاتو یا چاپېریال رامنځ ته کړی

په دغه ډول واده کې یوه ښځه له دوو یا تر دوو هم ډېرو وروڼو سره واده کوي او د هر چا په خپله کورنۍ کې خپل مسؤلیتونه معلوم وي او د ټولو خوښه او رضا پکې شامله وي.

د هټي ټولنې یوه ځايي خبریال شېرجنګ چوهان بي‌بي‌سي ته وویل، "پخوانیو وختونو کې به چې یو ورور په میاشتو میاشتو له څارویو سره په شپنۍ له کوره بهر تللی و نو بل ورور به یې له ناوې سره پاتې شو او هر یو به په خپل نوبت [له هغې سره د ژوند کولو لپاره] ورته راته. خو په اوسنیو شرايطو کې دا ډول موضوعګانې په کورنۍ کې دننه د یوه جوړجاړي او تفاهم له لارې حلېږي."

دی زیاتوي، "دا پرېکړه هم په کور دننه د یوې اجماع له لارې حلېږي چې که ماشوم زېږي نو هغه به د دواړو وروڼو تر منځ د کوم یوه وي."

Dozens of women and a few men of the Hatti community dressed in colourful clothes stand in a circle around two men playing drums

د عکس سرچینه، Kapil Chauhan

د عکس تشریح، اوس له یوې ښځې سره د څو وروڼو یا سړیو د واده کولو دود ډېر کم شوی دی.

خو په اوسنۍ زمانه کې دا ډول ودونه کم کېږي. کارپوهان وايي ‌چې د خلکو د سواد کچې لوړېدا، اقتصادي پرمختګ او د عصري کېدو له امله دا دود کم شوی دی.

د کپېل چوهان په نوم یو ځايي اوسېدونکی ادعا کوي چې په هر کلي کې لږترلږه له څلورو تر شپږو پورې کورنۍ اوس هم دا ډول ودونه کوي.

یو ځايي مدني فعال رامېش سېنګتا وايي، "اوس دا ډول ودونه پټه خوله کېږي او ډېر ډنګ و ډول پکې نه وي."

واده په خوښه وشو او که څنګه؟

د دغه واده خبر په هند کې پر خواله رسنیو ډېر لاس‌په‌لاس شو.

ځينو دا یوه شخصي مسئله او د دوو رضا یاده کړه خو ځينو بیا د ښځو د حقونو اړخ ته په کتو نیوکې پرې وکړې.

د هاټي ټولنې ځينې ملاتړي وايي چې په دغو خلکو کې دا دود له پېړیو راهیسې را روان دی او د دې ډول واده په مرسته کورنۍ په اتفاق او اتحاد پاتې کېږي او د وروڼو تر منځ د میراث د وېش او پرې د را ولاړېدونکو ستونزو مخه نیسي.

یو ځايي اوسېدونکی کپېل چوهان وايي، "جوډیدرا دود زموږ پېژندګلوي ده. دا د میراث د وېش مخه نیسي، د جهېز نظام له منځه وړي، د وروڼو تر منځ اتفاق ژوندی ساتي او د ماشومانو د ساتنې په برخه کې هم ګټور ثابتېږي."

کله چې کپېل چوهان د دغه تازه واده په اړه وپوښتل شو نو ده یې په ځواب کې وویل، "دا واده ناڅاپه نه دی شوی، دا یو دود دی او موږ ته د ویاړ خبره ده او کله چې زوم او د ناوې کورنۍ سره رضا وي نو نور باید ستونزه ورسره ونه لري. خلک باید دا ومني چې ځينې خلک په دا ډول اړیکه کې هم هوسا ژوند لري."

خو نیوکه کوونکو بیا د دا ډول ودونو پر قانوني او د جنسیتي برابري پر اړخ پوښتنې راولاړې کړې دي چې ګواکې په اوسني‌ عصر کې څنګه څو پېړۍ پخوانی دود وپالل شي.

ځينو بیا دا نیوکه هم کړې چې ګواکې په یو شمېر سیمو کې د څو ښځو کولو موضوع باندې انتقاد کېږي نو ولې د څو مېړونو لرلو مسئله یاده نه شي.

خو د دې ناوې او زومانو کورنیو بیا د خپل دغه کار دفاع کړې او ویلي یې دي چې په همدې کې د دوی خوشالي نغښتې او دا چې د خپل دود ژوندي ساتلو ته ژمن دي.

یو ځايي سیاستوال هرش وردن چوهان چې د دې ټولنې پر زاړه دود باور لري، وايي: "د دغه دود په ژوندي ساتلو سره پردیپ او کپېل خپل کلتوري میراث ته درناوی کړی دی."

Pradeep N, Sunita C and Kapil N

د عکس سرچینه، Alok Chauhan

د عکس تشریح، پردیپ، کپېل او سونیتا درې واړه عصري ژوند او زدکړې لري.

خو ځینو بیا دا پوښتنه هم کړې چې له دې ډول واده سره به د ښځې ژوند هوسا شي او که لا به له کړاوه ډکه شي.

په هند کې د "ډېموکراتو ښځو" ټولنې عمومي منشي مریم دوالې وايي، "دا کار ښځې زیانمنوي او د دوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي."

هغې همدا راز وویل چې د یوه پر ځای د دوو مېړونو درلودل پر ښځې د لا ډېرو اولادونو زېږولو فشار راوړي.

خو یوه ځايي ښځه اشا دېوي‌ بیا د "جوډیدرا" ودونو په اړه پر دې ټینګار کوي چې دا دود د ښځو ازادي نه تروړي.

هغې بي‌بی‌سي ته وویل، "د عام باور خلاف ښځې حق لري چې که وغواړي نو له داسې ودونو انکار وکړي. هېڅوک په زوره څوک جوډیدرا ته نه اړ باسي، نه ښځې او نه هم نارینه."

د پام وړ خبره دا هم ده چې له دغو تازه واده کړو کسانو یې یو هم په بشپړ ډول خپل قبیلوي یا دودیز ژوند نه کوي.

سونیتا چوهان یوه روزل شوې تخنیکره ده چې د صنعت برخې په روزنیز انسټټيوټ کې یې زدکړې کړې دي. پردیپ دولتي مامور دی او کپېل په بهر کې د مېلمه‌پالنې په سېکتور کې کار کوي.

ناوې خبریالانو ته ویلي چې دې واده ته یې په خپله خوښه غاړه ايښې او په وینا یې، "دا زما خپله پرېکړه وه او ما دا کلونه پخوانی دود منلی دی."

د سونیتا دواړه مېړونه هم ورته احساس لري. پردیپ هندي رسنیو ته ویلي، "دا اړیکه خپل دود او دې ته زموږ ژمنتیا ښيي چې پر یوه بل د پام ساتلو لپاره ګډ مسؤلیت لرو."

درو واړو له مینې د ډک او د یوه سوکاله او باثباته ګډ ژوند ژمنه کړې ده.

په نورو کلتورونو کې د څو مېړونو دود

که څه هم د ښځې لپاره د څو مېړونو لرلو دود نادر خو په ځينو نورو قبیلوي ټولنو کې هم شته لکه د همالیا په کینوري او د سویلي هند پ توډاس ټولنو کې.

د نړۍ په ځینو نورو سیمو کې هم د داسې قبیلو مثالونه شته لکه د چین په موسو خلکو کې چې د یوې شپې واده لري. په دا ډول واده کې یو سړی د یوې ښځې کور ته شپه وروړي او له هغې سره د شپې له تېرولو وروسته سهار بېرته خپل کور ته ځي.‌ همدا راز په تبت کې او د نایجیریا په ایرګوی او د امازون په ټولنو کې هم د یوې ښځې له لوري له څو مېړونو یا وروڼو سره د واده کولو دود شته.

د ختیځې افریقا له ماسای هم د ورته ودونو رپوټونه شته خو دا شان دودونه پکې تر ډېره اوس یا له منځه تللي او یا هم ناقانونه بلل شوي دي.