د طالبانو له مشر سره امنیتي غونډه کې د سراجالدین حقاني ګډون: ایا "اختلافات" پای ته رسېدلي؟

د عکس سرچینه، EPA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي د دوی د امنیتي اورګانونو مشرانو په کندهار کې د دوی له مشر هبتالله اخوندزاده سره لیدلي دي.
ذبیحالله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رئیس عبدالحق وثیق د امنیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
نوموړي زیاته کړې د "امنیتي ارګانونو وړاندیزونه واورېدل شول او هغوی ته، د اجرأتو او د کاري استقامتونو په برخو کې لازم هدایات وشول او د لاښه نظم، تجهیز او ظرفیت لوړونې په اړه" پرېکړې وشوې.
دا ظاهرا د سعودي او متحدو عربي اماراتو له سفره تر ستنېدو او د امریکا متحدو ایالتونو لخوا د هغه پر سر د معلوماتو په تړاو د لګول شوې جايزه له لغوه کېدو وروسته له خپل مشر سره د سراج الدین حقاني لومړنۍ لیدنه ده.
سعودي او اماراتو ته د ښاغلي حقاني د دغه نسباً اوږده سفر پر مهال افغانستان ته د نوموړي د بېرته نه ستنېدو د احتمال او د طالبانو له مشر سره د هغه د مخالفتونو په تړاو ځینې ناتایید شوي رپوټونه هم خپاره شوي وو.
دا هم ویل کېږي چې ښاغلی حقاني افغانستان ته له ستنېدو وروسته، څه وخت کېږي په کورنیو چارو وزارت کې خپل دفتر ته نه دی تللی.
سراجالدین حقاني د عباس ستانکزي په څېر د هغو ګوتو په شمېر طالب مشرانو له ډلې بلل کېږي چې وخت ناوخت په زغرده او عمومي غونډو کې د "واک د انحصار" او "تنګ نظرۍ" په څېر د مسایلو له کبله تلویحاً پر خپل مشرتابه او هغه ته پر نژدې کړۍ نیوکې کوي.
ژورنالېست او شنونکي سمیعالله یوسفزي د خواله رسنۍ په یوه پیغام کې لیکلي، ښاغلی حقاني چې د ده په وینا له ۴ میاشتو راهیسې یې "په خاموشۍ سره د ښځو د زدهکړو او پراخو اصلاحاتو په اړه اعتراض کاوه او وزارت ته یې له تګ ځان ګوښه ساتلی و،" د ملا یعقوب او عبدالحق وثیق لخوا قانع شوی چې کندهار ته سفر وکړي او له مولوي هبتالله اخوندزاده سره وګوري.
ښاغلي یوسفزي لیکلي: "په کندهار کې یوه سرچینه وايي چې د غونډې په جریان کې، هبتالله په اصولو کې د ښځو د زدهکړې له بیا پرانیستلو سره موافقه وکړه خو اوس هم قوي ملحوظات لري."

د عکس سرچینه، @SamiYousafzaii
د ښاغلي یوسفزي په وینا تر اوسه لا څرګنده نه ده چې سراج حقاني به تر دې ناستې وروسته د کورنیو چارو وزارت ته ستون شي کنه؟
د یادونې ده چې تازه د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د راتلونکي کوچني اختر په مناسبت خپل پیغام کې "یووالی او اتحاد" د بریالیتوب راز بللی او زیاته کړې یې ده، چې افغانانو ډېر کلونه په مخالفت او جګړه کې تېر کړي او اوس د دې وخت دی چې خپل یووالی پیاوړی کړي.
هغه پر افغانستان د طالبانو بیا ولکه " یووالي او اتفاق لپاره ښه فرصت" بللی او له دې فرصت یې د ښې ګټې اخیستنې غوښتنه کړې ده.
په پیغام کې زیاته شوې چې "د دښمنانو دسیسو ته مو باید پام وي او په هر ډګر کې له خپل اسلامي نظام او شرعي حاکمیته په کلکه دفاع کوو او د همدې نظام تر سیوري لاندې به افغانان متحد وساتو."
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په وار وار دا رد کړې چې د دوی د مشرانو ترمنځ اختلاف موجود دی.











