هغه ښځه چې د کوترو سیالي یې وګټله او مشهوره شوه

BBC
    • Author, ثاقب موګلو
    • دنده, بي‌بي‌سي ټراول

د هند په زاړه ډيلي کې چې لمر پرېوځي نو ګڼه‌ګوڼه پکې زیاته شي. خلک له کارونو خپلو کورونو ته روان وي او د رېکشو ټراري ښار پر سر اخیستی وي خو د دې شور او ځوږ په منځ کې د دغه ښار په تنګو کوڅو کې د کورونو پر بامونو یو غلی او له پېړیو راهیسې روان دود لا هم ژوندی دی. کوتربازي.

لا هم د زاړه ډيلي د ګڼو کورونو پر بامونو کوترې الوځول کېږي او شپېلک اورېدل کېږي. کوترې د شپېلکو په غبرګون کې الوځي رالوځي او پر اسمان یوه جادوګره فضا حاکمه وي.

دا هند ته د مغلو له وخته ورپاتې شوق دی. که څه هم کوتربازي د سړیو ساعتېری ګڼل کېږي خو په ډيلي کې یوه کوتربازه ښځه ډېره مشهوره ده. خلک یې درناوی کوي، ستايي یې او د ډيلي په اسمان کې اوس د دې کوترې ځانګړی ځای لري.

"کوتربازي د جهانګیر پاچا په وخت کې دود شوه"

Shefali Rafiq

د عکس سرچینه، Shefali Rafiq

د کوتربازۍ دود له پېړیو راهیسې روان دی او په هند کې یې تاریخي مخينه له ۲۰۰ تر ۴۰۰ میلادي کلونو ته رسېږي. په هغه زمانه کې دا شوق د شاهي کورنۍ د ساعتېري لپاره خپل شوی و.

تاریخپوهه او لیکواله رانا صفوي‌ وايي، "د محلونو ښځې به په برانډو او چوترو کې ناستې وې او د الوتونکو کوترو ننداره به یې کوله."

د دې په وینا، کوتربازۍ د مسلمانو پاچاهانو په زمانه کې د یوې لوبې بڼه غوره کړې وه او د مغول پاچا "جهانګیر په وخت کې له کوتربازۍ سره شوق اوج ته ورسېد. له عشق‌بازۍ سره تشبیه کېده. هغه ماهر کوتربازان ډيلي ته راوغوښتل او دې دود ته یې د یوه فن یا شوق درجه ورکړه. هماغه ده چې نن هم په دغه ښار کې زرګونه خلکو دا روایت ژوندی ساتلی دی. په لومړیو کې کوترباز شاګرد وي، وروسته خلیفه شي او چې ښه ماهر شي نو بیا د استاد درجه ورکړل شي."

هغه یوازېنۍ ښځه چې دا دود یې مات کړ

Shefali Rafiq

د عکس سرچینه، Shefali Rafiq

خو د کوتربازۍ هغه دود چې تل سړیو ته منسوب پاتې شوی و، د شاهین پروین په نوم د زاړه ډيلي اوسېدونکې یوې ښځې مات کړ او یوازېنۍ کوتربازه مېرمن شوه.‌

دا په 'خواجه میردرد' سیمه کې اوسېږي. که څه هم دا یوه ښځه ده،‌ مور ده او نیا هم ده چې خپلو ټولو کورنیو چارو ته ځان رسوي خو چې اوزګارېږي نو له باڼس جوړې زینې یا پوړۍ باندې بام ته کوترو ته هم ورخېږي.

پروین تر سلو زیاتې کوترې لري او سهار یې داسې پيلېږي چې خپلې کوترې باید تر نظر تېرې کړي چې روغې جوړې دي. بیا یو ډول خاصې دانې ورته اچوي او په ځانګړو وختونو کې یې الوځوي او تمرین پرې کوي.

یا په لاسونو اشاره ورته کوي، یا شپېلک او چچکې ورته وهي. ماښام بېرته خپلې کوترې راټولې او ځالې یې ګوري. وخت نا وخت خپلې کوترې سیالیو ته هم چمتو کوي.

د نارینه‌وو د غږونو تر منځ د پروین غږ جوت ښکاري

له لمر لوېدو سره چې د زاړه ډيلي اسمان کوترې او فضا د نارینه‌ وو ډډ غږونه په سر واخلي نو په منځ کې یې د پروینې غږ تر ټولو ځانګړی او جوت تر غوږو کېږي.

کله چې پر کوترو په زوره غږ کوي نو پر بامونو او په کړکیو کې ولاړ خلک خامخا د خپلې خوښې کوتربازې ته سترګې ور اړوي او یو نظر یې ګوري.

د پروینې لپاره کوتربازي هم یو دود دی او هم یو شوق. دا وايي چې له کوترو سره په ساعتېرۍ کې یې وخت ښه تېرېږي او ډېر د ارامۍ احساس کوي.

شاهین پروین وايي، "که له دوی سره ساعتېري ونه کړم نو ځان داسې راته ښکاري لکه ناروغه چې یم. دا ټولې داسې دي لکه بچیان مې."

ورور یې ولې د کوتربازۍ مخالف و؟

Shefali Rafiq

د عکس سرچینه، Shefali Rafiq

خو د نارینه وو له لوري د کوتربازۍ په ولکه شوې نړۍ کې چې پروینې ځان ته کوم ځای او مقام جوړ کړی دی، اسان نه و.

پروین د خپل پلار د ملاتړ خبره کوي او وايي، "هره ورځ به چې له ښوونځي راغلم نو پلار به مې بام ته وخېږولم. ده به کوترې الوځولې او ما به ورته کتل. له هماغه وخته مې له مرغانو سره مینه پيدا شوه."

خو ورور یې د دغه شوق تر منځ خنډ و. هغه د یوې ښځې له لوري د کوتربازۍ شوق پاللو خلاف و او وروسته د چم ګاونډ نورو خلکو هم نیوکې پرې کولې چې دا دود له ښځو سره نه ښايي خو پروینې د چا د خبرو پروا ونه کړه، له کوترو سره یې مینې ته دوام ورکړ او دې شوق پر خلکو وپېژندله.

Shefali Rafiq

د عکس سرچینه، Shefali Rafiq

دا وايي، "کله چې خلک ستا یو مهارت ستايي او د هماغه له کبله دې په ټولنه کې قدر او عزت کېږي نو انسان یو ډول د قدرت احساس کوي.‌ بیا نو د مخالفانو غږونه هسې بې معنې ورته برېښي."

پروین وايي، "خلک چې څه وايي، وايي به خو زه به هغه کوم چې ما ته خوښي او سکون راکوي."

پروین زیاتوي چې د کوترو پر مړولو "زرګونه روپۍ لګښت" راځي خو وايي، "ښه ده چې محسن شته، هغه مرسته راسره کوي."

استاد محسن د دوی د سیمې یو تجربه‌کاره کوترباز دی چې له پروین سره د دانو، د مرغانو د درملو او نورو لګښتونو په برخه کې مرسته کوي. هغه څه چې کله کله یې پروین ته پوره کول سخت وي.

د پروین کوترو سیالي‌ وګټله او دا مشهوره شوه

Shefali Rafiq

د عکس سرچینه، Shefali Rafiq

پروین هله د خلکو په خوله او مشهور شوه چې په یوه ځايي سیالۍ کې د دې کوترو میدان وګاټه. په دې سیالۍ کې د زاړه ډیلي په ګډون له بېلابېلو سیمو ګڼو کوتربازانو برخه اخیستې وه.

دوی یې له کلونو کلونو راهیسې ښه قوي کوتربازان وو خو د پروین استادي پرې غالبه شوه. سیالي داسې وه چې کوترې به یوه ډېر لېرې ځای ته وړل کېدې، هلته به الوځول کېدلې او کومو کوترو به چې له هماغه ځایه په پرواز کولو سره خپل کورونه پیدا کړل نو ګټونکې به وې.

په سیالۍ کې دې ته هم کتل کېدل چې کوترې څومره چټکې ځي، څه ډول خپل ځای پیدا کوي او څومره د خپل استاد یا روزونکي غږ د هغوی پر لارې موندلو باندې اغېز کوي.

د بریالۍ کوترې څښتن ته به انعام ورکول کېده او د کوتربازانو په ډله کې به ډېر ستایل کېده. کله چې پروین سیالي وګټله نو ګڼو کوتربازانو ډالۍ وروړې.

Shefali Rafiq

د عکس سرچینه، Shefali Rafiq

دا په خندا وايي، "ځینو خو پیسې هم راکړې. هغه داسې یوه شېبه وه چې تا به ویل، هند نړیوال جام ګټلی دی. چا په غاړه کې هارونه راچول او چا تحفې راکولې. هم وېرېدلې وم او هم خوشاله وم."

پروین بي‌بي‌سي ته د هغې سیالۍ ویډيوګانې هم وښودلې او لور یې په ویاړ ویل، "خلکو هماغه ورځ دا وپېژندله او په ټولنه کې یې قدر او عزت تر پخوا لا ډېر شو."

پر خواله رسنیو د کوترو اړوند ویډيوګانو مینه‌وال

Shefali Rafiq

د عکس سرچینه، Shefali Rafiq

په زاړه ډيلې کې ګڼ داسې کسان شته چې د دغه ښار پر اسمان د الوتونکو کوترو ویډيوګانې جوړوي او پر خواله رسنیو یې خپروي.‌

څوک کوترې الوځوي، څوک جالونه ورته خوځوي، ځينې یې رانیسي او پخپله په فضا کې د کوترو الوتل، لټ په لټ اوښتل او بېرته خپلو ځالو یا د کورونو چتونو ډلې ډلې ستنېدل...دا هر څه د کامرې ښکار ګرځي او خلک یې کتل خوښوي.

د عمران احمد په نوم د کوترو ویډيوګانو یو مینه‌وال وايي، "ما پر یوټيوب او نورو خواله رسنیو د کوتربازانو چینلونه خوښ کړي دي او ویډيوګانې یې ګورم. نن خوښ یم چې په همدې سیمه کې یم او پخپله هم د داسې صحنو عکسونه اخلم او له دغو ښکلو مرغانو سره په ویډيو کې راځم."

"ما نه دا اړیکه څوک نه شي اخیستلی"

Shefali Rafiq

د عکس سرچینه، Shefali Rafiq

کله چې ماښام شي نو پروین د خپل کور بام ته وخېږي او کوترې له پنجرو ازادې کړي. هغوی هسکې والوځي او چې پروین لاس ورته وخوځوي نو ټولې په څټ ورستنې شي.

په داسې حال کې چې کوترو ته یې دانې اچولې، پروین وویل چې "زه کوترې داسې روزم چې هره یوه یې زما غږ وپېژني او ورسره بلدې شي. دا داسې اړیکه ده چې په یوه ورځ نه جوړېږي."

که څه هم دا په رسمي ډول ځان د کوترو "استاده" نه ګڼي خو په کوتربازۍ کې د دې مهارت له چا پټ نه دی پاتې. پروین په موسکا وايي، "دا مرغۍ زما مزاج پېژني او زه د دوی پر احساس پوهېږم، درک کوم یې.

اسمان د دوی له وزرونو ډک وي خو په منځ کې یې ما داسې جوته پېژني لکه زه چې دوی پېژنم. نو دا داسې یوه اړیکه ده چې هېڅوک یې له ما نه شي اخیستلی."