له کووېډ ۱۹ وبا پنځه کاله وروسته، څلور مثبت درسونه

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغه وخته چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو اېچ او) د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۱۱مه د کووېډ-۱۹ ناروغي، وبا اعلان کړه پنځه کلونه تېر شول.
حکومتونو بې ساري ګامونه اوچت کړل، پر دوه اعشاریه شپږ میلیارده خلکو بندیزونه ولګېدل او عملا یې څو میاشتې په جبري قرنطین یا کوربندۍ کې وساتل.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، پر دغه وېروس تر ۷۷۷ میلیونه ډېر خلک اخته شول او له اوو میلیونو ډېرو خلکو ژوند یې واخیست. د ملګرو ملتونو اداره اټکل کوي، له وبا سره تړلو مړینو شمېر اوس ۱۵ میلیونه تنه دي.
د وبا ویجاړونکې پایلې لاهم په ټوله نړۍ کې روانې دي، خو ځینې شنونکي د ګوتو په شمار یو څو مثبتو درسونو ته اشاره کوي چې له یوې خورا تیاره دورې راپورته شوي.
د فشار او صدماتو متخصص او د بروکسل په ویرېج پوهنتون کې د روغتیا اروا پوهنې پخوانی پروفیسور الکه ون هوف، بندیزونه او قرنطین "د تاریخ تر ټولو ستره رواني تجربه" بولي.
څلور لارې چارې:
د واکسین په ټېکنالوژۍ کې پرمختګونه

د عکس سرچینه، Getty Images
ساینس پوهانو یوازې په نهو میاشتو کې له سارس-کوو-۲ وېروس سره د مبارزې لپاره یو اغېزمن واکسین جوړ کړ. دوی دا کار د ټېکنالوژۍ په کارولو ترسره کړ، چې اوس یې په ټوله نړۍ کې د خوندیتوب پراختیا کې ستر بدلون راوستی دی.
څو کاله د ار اېن اې مصنوعي پیغام رسوونکي (اېم ار اېن اې) کارول د ډله ییز واکسین پروګرامونو پراختیا لپاره د اغېزمن میکانیزم په توګه څېړل شوی وو، خو د کوویډ-۱۹ وبا په چټکۍ د هغې پراختیا ګړندۍ کړه.
د فایزر (امریکا) لخوا څېړنې د بایو اینټیک (جرمني) او موډرنا (امریکا) یو ځای د اېم ار اېن اې له تګلارې کار واخیست، او خپل واکسینونه یې په لنډ وخت کې جوړ کړل. دوی میلیونونو خلکو ته اجازه ورکوي چې د وېروس له بدو اغېزو د خوندیتوب لپاره واکسین ترلاسه کړي.
یوه ۹۰ کلنه بریتانوۍ مېرمن مارګریټ کینن، د لوېدیځې نړۍ لومړۍ کس شوه چې د ۲۰۲۰ کال د دسیمبر په ۸ مه یې منل شوی واکسین ترلاسه کړ. هغو ساینس پوهانو چې دا واکسین یې جوړ کړ "کاتالین کاریکو او ډرو وایسمن" په ۲۰۲۳ کې د طب په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د عامې روغتیا متخصصه ډاکټره مارګرېټ هیرس د واکسین موندلو لپاره دا سیالي د وبا د ترټولو لوی مثبت میراث په توګه بیانوي. ډاکټرې هیرس بي بي سي ته وویل: "موږ د ټیکنالوژۍ پرمختګونه له نه منلو چټکتیا سره ولیدل."
د زده کړې لپاره یو نوی پړاو

د عکس سرچینه، Getty Images
په ټوله نړۍ کې د ښوونځیو تړل کېدو د ماشومانو لپاره ویجاړونکې پایلې درلودې. د امریکایی پراختیایي بانک (ای ډي بي) د تعلیمي څانګې مشرې مرسډس ماتیو په وینا، د وبا له امله د لومړنیو او منځنیو ښوونځيو پرېښودو کچې پراخوالي او په زد کړو کې ځنډ، له پاتې شويو ژور ټپونو یو دی.
خو له دې خنډونو سره سره، ماتیو د زده کړې په لیدلوري کې مثبت بدلون ویني. هغې بي بي سي ته وویل، "په حقیقت کې په ۲۱ پېړۍ کې د زده کړو د بیا رغولو په اړه بحث کې خورا مثبت اغېزه شوې ده."
ماتیو زیاتوي، "د وبا په بهیر کې، دا روښانه شوه چې د زده کړې سکتور یو له لږ ډیجیټل شويو سکتورونو و." هغه وايي، کووېډ-۱۹ له لېرې واټنه او د انعطاف منونکو زده کړو پر لور لاره هواره کړه.
په کار کولو کې بېلګیز بدلون

د عکس سرچینه، Getty Images
د کوويډ-۱۹ یو له اغېزو په چټکۍ د دندو له لاسه ورکولو او تر هغه وروسته د بې وزلۍ څپې له ډېرو جدي پایلو وو. د وبا له امله لږ ځوانان او ښځې د کار له بازار سره یو ځای شول، چې د نړیوال اقتصاد لپاره تر ټولو لوی ننګونه پاتې ده.
د لاتینې امریکا او کارابین لپاره د نړیوالو کارګرو سازمان (ای اېل او) سیمه ییز دفتر کې د کارګرو اقتصاد کارپوه، ګرسون مارټینز وايي، د وبا له دورې یوه زده کړه دا وه چې د کارموندنې او عاید ساتنې تګلارو کې مرسته وکړه. هغه وايي، دې کې شک نشته چې تګلارو اقتصادي رغونه ګړندۍ کړه.
په داسې حال کې چې د کار بازار نژدې په چټکۍ بېرته ښه شوی، خو د ای اېل او وروستی رپوټ خبرداری ورکوي چې د اقتصادي فشارونو د بېلګې په توګه د جیوپولیټیکل کړکېچونو، اقلیمي بدلون، او د ملي پورونو د زیاتوالي په څېر چارې له بهیره وتلې دي.
خو ښايي د کار ځای کې بدلون تر ټولو څرګند و، ځکه له لېرې چارې ترسره کېدې. سره له دې چې ګڼ نړیوال شرکتونه اوس د مخامخ کار په موخه د بشپړ بېرته ورستنېدو لپاره فشار راوړي، خو له لېرې واټنه له چارو د خوند اخیستو شواهد هم شته.
مارټینز د وبا له امله رامنځته شوی د ټیکنالوژۍ ستر بدلون "طلایی فرصت" بولي. د بیلګې په توګه، په مختلفو صنعتونو کې د پروسو غوره کولو لپاره د مصنوعي زیرکتیا کارول.
رواني روغتیا ته لومړیتوب ورکول

د عکس سرچینه، Getty Images
بندیزونه، ناڅرګندتیا، یوازیتوب، او هغه وېره او اندېښنه چې په ټوله نړۍ کې خپره شوه، د وبا پر مهال ژوند کولو په خپل ځان کې یوه دردناکه تجربه رامنځ ته کړې وه.
د روغتیا نړیوال سازمان او د پان امریکا روغتیا سازمان (پي اې اېچ او) په څېر سازمانونو تر وبا وروسته د خپګان او اندېښنو له امله د ګډوډۍ او د ځان وژنې فکرونو خپرېدو په اړه ژورې څېړنې وکړې.
په همدې حال کې د ارواپوهې لورا روجاس-مارکوس، چې د اندېښنو، فشار او خپګان متخصصه ده وايي، وبا "زموږ احساساتي حافظه او زموږ د اړیکو پر تګلارو اغېزه کړې ده، دا یو مهم ټکی و، نه یوازې د رنځ، بلکې د زده کړې لپاره هم."
هغه وايي، موږ اوس د خپلې رواني روغتیا ته د پاملرنې له ارزښته ډېر خبر یو، "نه د هغه څه په توګه چې له بدنه جلا وي، بلکې یو څه چې په بشپړ ډول ورسره تړلي وي."
هغه زیاتوي، "خلکو له فرصته ګټه واخیسته او خپل ژوند ته یې بیاکتنه وکړه او زده یې کړل چې نور خلک، خپل چاپیریال او خپل شتون په پام کې ونیسي."
د بي بي سي د نړیوال خدمتونو ګلوب سکین لخوا د ۲۰۲۲ کال یوې څېړنې وموندله چې په ۳۰ هېوادونو کې د سروې شویو خلکو شاوخوا درېیمې برخې یې وویل، دوی له وبا مخکې وخت پرتله ښه احساس کوي. ډېری یې له کورنۍ سره د ډېر وخت تېرولو رپوټ ورکړی، دوی له ټولنې او طبیعت سره ښه اړیکه لري، او د عمومي لومړیتوبونو په اړه څرګند احساس لري. د معلوماتو له مخې، دې بدلونونو په پراخه کچه مثبت اغېز درلود.
وبا موږ مجبور کړو چې لږ شېبه صبر وکړو او په ریښتینې توګه د انساني خواخوږۍ په اړه فکر وکړو. هغه مسلې چې د روجاس-مارکو په وینا، زموږ د طبیعت په زړه کې دي.











