افغانستان کې سږ کال په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس چې تازه د زېږدیز ۲۰۲۴ کال دویمه میاشت فبروري ده، په افغانستان کې د طالبانو حکومت روغتیا وزارت وايي په همدې لنډه موده کې په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر لوړ شوی.
دغه وزارت وايي د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال په ټوله موده کې اته میلیونه خلک په تنفسي ناروغیو اخته ول، چې ډېری یې تر پنځو کلونو ټیټ ماشومان وو.
خو د روان ۲۰۲۴ کال په لومړۍ یوه میاشت کې په تنفسي ستونزو د اخته ناروغو مراجعینو شمېر یو میلیون او اتیا زرو ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وايي د دې لوړ شمېر ترڅنګ بیا له تنفسي ستونزو د مړینو شمېر کم شوی دی.
هممهاله د عامې روغتيا چارسمبالي وزیر ویلي په افغانستان کې د ناروغانو لپاره باید ۴۵ زره بسترونه وای، خو دمګړۍ ۱۱ زره بستره دي.

د عکس سرچینه، @MoPH55237794
ډاکټر قلندر عباد یکشنبه بلخ ولایت کې د ابو علي سینا بلخي روغتون د لیدو پرمهال ټینګار کړی چې په روغتیایي سکټور کې باید د ډاکټرانو ظرفيت لوړ شي چې د سیمې او نړۍ په کچه متخصص او باتجربه ډاکټران ولري.
په وروستیو کې په ترلاسه شویو معلوماتو کې بي بي سي ته هم روښانه شوې چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلک د روغتیايي اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
په تېره بیا سوېلي او لوېدیځ کې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وایي چې د ښځینه ډاکټرانو د سخت کمښت له کبله بېلابېلې ناروغۍ د دوی ژوند ګواښي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د افغانستان له څلور سوه ولسوالیو څخه یوازې ۹۰ هغه يې د ولسوالۍ په کچه روغتونونه لري.











