د سربرېنيڅا ټولوژنه: له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې اروپایي خاوره کې تر ټولو ستره عام وژنه څنګه رامنځته شوه؟

د عکس سرچینه، Joe Klamar / AFP via Getty
سږ کال د سربرېنيڅا د ټولوژن ۳۰مه کلیزه ده - هغه پېښه چې ملګرو ملتونو د نسلوژنې په توګه پېژندلې ده.
دا عاموژنه د بوسنیا په جګړه کې (۱۹۹۲–۱۹۹۵) رامنځته شوه، چې د بوسنیایي صربانو، بوسنیایي مسلمانانو (بوسنیاکانو) او کرواتانو تر منځ روانه وه.
د بوسنیایي صرب ځواکونو نژدې ۸۰۰۰ بوسنیایي مسلمان نارینه او هلکان د سربرېنيڅا په ښار کې چې ملګرو ملتونو ساته، ووژل.
اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۰۰۰ جسدونه لا هم د پېژندنې په تمه دي.
په ۲۰۲۴ کال کې، ملګرو ملتونو د جولای ۱۱مه د سربرېنيڅا د عاموژنې د قربانیانو د یاد ورځې په توګه اعلان کړه.
په سربرېنيڅا کې څه وشول؟
د بوسنیا جګړه هغه مهال پیل شوه چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د پخوانۍ یوګوسلاویا فدرالي هېواد وېشل پیل شول. یوګوسلاویا له شپږو جمهوریتونو جوړه وه - صرب، کروات/کرواسي، بوسنیایي مسلمانان، البانیایان، سلووینیایان او نور قومونه، چې د ولسمشر جوزیپ بروز تیتو تر مشرۍ لاندې د نسبتاً نرم کمونیستي رژیم لاندې یې سره یو ځای ژوند کاوه.
په ۱۹۸۰ کې د تیتو له مړینې وروسته د خپلواکۍ غوښتنې زیاتې شوې او یو شمېر جمهوریتونو خپلواکي اعلان کړه.
په بوسنیا کې، چې د وېش له امله د یوه نوي هېواد په توګه راڅرګند شو، درې قومونه - بوسنیایي صربان (د صربیا له ملاتړه برخمن)، بوسنیاکان (مسلمانان) او کرواتان - سره په جګړه واوښتل.
په هغه وخت کې نژدې ۴۰ زره بوسنیایي مسلمانان د سربرېنيڅا په ښار کې اوسېدل. ډېر یې له نورو سیمو راغلي وو، چې د بوسنیایي صربانو د قومي تصفیې له امله له خپلو سیمو وتښتېدل.
ملګرو ملتونو په ۱۹۹۳ کال کې سربرېنيڅا د امن سیمې په توګه اعلان کړه او یو کوچنی نړیوال سولهساتونکی ځواک یې د ښار د ساتنې لپاره وګوماره.
خو د ۱۹۹۵ کال د جولای پر ۱۱مه، د جنرال راتکو ملادیچ په مشرۍ بوسنیایي صرب ځواکونو پر ښار برید وکړ، سولهساتي ځواکونه یې بې وسلې کړل او ونه توانېدل چې د ښار دننه پنا اخیستو ته اړ شوي ملکي خلک وساتي.

د عکس سرچینه، Roger Hutchings/In Pictures Ltd./Corbis via Getty Images
کله چې د بوسنیایي صرب پوځ د سربرېنيڅا ښار ته ننوت، شاوخوا ۲۰ زره بوسنیایي مسلمانان - چې ډېری یې ښځې، ماشومان او ناروغان وو - د پوټوچاري په سیمه کې د ملګرو ملتونو د هالنډي سولهساتونکو په مرکز کې یې پنا واخیسته.
کله چې تاوتریخوالی زیات شو، سولهساتونکي تسلیم شول. بوسنیاک ښځې او ماشومان په بسونو کې کښېنول شول او خوندي سیمو ته ولېږدول شول.
خو نارینه او هلکان بېل کړل شول.
یا خو یې په ډلهییز ډول ووژل، یا یې هغه مهال ووژل چې هڅه یې کوله د سربرېنيڅا شاوخوا غرنیو ځنګلونو ته په تېښته وو.
په لږ ترلږه دوو اونیو کې، صرب ځواکونو په سیستماتیک ډول له ۸ زرو زیات بوسنیاک مسلمانان ووژل. د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو پاتې شوني لا هم ورک یا ناپېژندل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سولهساتونکو چې یوازې سپکو وسلو سره سمبال وو او دا سیمه یې "خوندي سیمه" اعلان کړې وه، د تاوتریخوالي پر مهال هېڅ ونه کړل.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د محکمې پرېکړه څه وه؟
د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د ملګرو ملتونو د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې (ICTY)، چې په هاګ (هالنډ) کې موقعیت لري، نژدې ۵۰ بوسنیایي صربان د سربرېنيڅا د عاموژنې له امله د جنګي جنایتونو په تور محکوم کړل، چې پکې راتکو ملادیچ او د بوسنیایي صربانو مشر رادوان کاراجیچ هم شامل وو.
ملادیچ او کاراجیچ دواړو ته د نسلوژنې په جرم د عمر قید سزا ورکړل شوه. د محکمې پر مهال داسې اسناد وړاندې شول چې ښيي د دې عاموژنې لپاره پراخ مخکینی پلان جوړ شوی و.
د محکمې مشر قاضي الفونس اوري د ۲۰۱۷ کال د پرېکړې پر مهال وویل:
"هغه جنایتونه چې ترسره شوي، د انسانیت د تر ټولو کرکجنو او غمانګیزو اعمالو له ډلې دي او پکې نسلوژنه او د انسانانو محوه کول شامل دي، چې دا یې د بشریت ضد جنایت ګرځوي."
محکمې د ژوندي پاتې شویو شاهدانو او د وژل شویو کورنیو غړو د وحشتناکو کیسو شهادتونه واورېدل. ځینې نارینه ژوندي تر خاورو لاندې کړل شوي وو او ځینې د پاخه عمر کسان د خپلو ماشومانو له نژدې د وژل کېدو تماشا ته اړایستل شوي وو.
د سربرېنيڅا د ټولوژنې ډېر قربانیان اوس د پوټوچاري په نژدې هدیره کې ښخ دي. زرګونه سپین ساده قبرونه د یوې غونډۍ پر لمنه، چې له ځنګله چاپېره ده، لیدل کېږي.
د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان وروسته وویل:
"د سربرېنيڅا غمېزه به د ملګرو ملتونو تاریخ تل وځوروي."
"جنایت و، خو نسلوژنه نه وه"

د عکس سرچینه، CORBIS/Sygma via Getty Images
خو ډېری بوسنیایي صربان او همداراز د سربیا ډېری خلک، بیا بیا دا ردوي چې په ۱۹۹۵ کال کې په سربرېنيڅا کې شوی عاموژنه دې نسلوژنه وي.
په ۲۰۲۴ کال کې، د بوسنیایي صربانو پارلمان داسې یو راپور تصویب کړ چې پکې ویل شوي وو: د بوسنیایي جنګ پر مهال د ۸۰۰۰ مسلمانانو وژنه نسلوژنه نه وه.
د دوی مشر میلوراد دودیک وویل، د بوسنیایي صرب پوځ عملیات په سربرېنيڅا کې "یوه ستره تېروتنه" وه.
هغه وویل: "دا یو جنایت و، خو نسلوژنه نه وه."
دوی ادعا کوي چې له وژل شویو ډېر یې جګړهمار مسلمان سرتېري وو چې په جګړه کې وژل شوي او ځینې بیا وايي دا وژنې " شاوخوا کلیو کې د وژل شویو صربانو بدله وه".
خو د ملګرو ملتونو پرېکړهلیک، چې د جولای ۱۱مه یې د سربرېنيڅا د نسلوژنې د نړیوال یاد وړ ورځ اعلان کړې، د عاموژنې د انکار او د جنګي جنایتکارانو ستایل کلک غندلي دي.
د سیمې اوسنی قومي جوړښت څنګه دی؟
تر ۱۹۹۰م کلونو مخکې، سربرېنيڅا یو مسلمانمېشت (بوسنیاک) ښار و. خو اوس د سیمې ډېری وګړي صربان دي.
له جګړې وروسته، بوسنیا دوه برخې شوه- ریپوبليکا سربسکا - چې د صربانو تر واک لاندې ده، فدراسیون بوسنیا ـ هرزګووینا - چې پکې مسلمانان (بوسنیاکان) اکثریت دي.
سربرېنيڅا نن د ریپوبليکا سربسکا برخه ده.
له جګړې وروسته، په سربرېنيڅا کې د بوسنیاک مسلمانانو شمېر کم شو او د صربانو شمېر زیات شو. اوس هم دا توپیر په قومي جوړښت کې واضح دی: صربان د ریپوبليکا په سربسکا کې زیات دي او مسلمان بوسنیاکان د فدراسیون برخه کې اکثریت دي.









