هرو شپږو دقیقو کې لندن کې یو موبایل ټیلیفون غلا کېږي

mobile

د عکس سرچینه، AFP

وروسته تر هغه چې د پولیسو معلوماتو روښانه کړه چې تېر کال په لندن کې په هرو شپږو دقیقو کې یو ګرځنده ټیلیفون غلا شوی، د ټیلیفون شرکتونو ته زنګ وهل کېږي چې د غلا کمولو کې مرسته وکړي.

د مېټ پولیس وايي چې په ۲۰۲۲ کې ۹۰۸۶۴ ټیلیفونونه یا په ورځ کې نژدې ۲۵۰ موبایلونه غلا شوي.

د لندن ښاروال او د میټ کمشنر د موبایلونو د صنعت له مالکانو غوښتي چې د غلا د مخنیوي لپاره یو څه ډیزاین کړي.

موبایل یوکې چې د انګلستان د مخابراتي شبکو استازیتوب کوي وايي د غلا د مخنیوي لپاره یې ګامونه اخیستي. د مخکښو ټیلیفونونو جوړوونکو (اپل او سامسنګ) څخه د نظر ورکولو غوښتنه هم پکې شوې ده.

په یوه پرانیستي لیک کې ښاروال صادق خان او د میټ مشر سر مارک رولي وویل، چې د سافټویر ډیزاینران باید "حل‌لارې رامنځ ته کړي چې دا جرم کم شي".

دوی د ګرځنده ټیلیفون له چمتو کوونکو غوښتي چې له پولیسو سره همکاري وکړي.

شمېرې دا هم په ډاګه کوي چې په لندن کې د تېر کال شاوخوا ۷۰ سلنه غلاوو پر ګرځنده ټیلیفون پورې تړاو درلود.

په تېرو کلونو کې، موټر جوړوونکو شرکتونو له پولیسو سره ګډ کار وکړ چې د موټرو ډشبورډونو کې د مصنوعي سپوږمکیو له لارې د موټر د ځای ځایګي مالومولو کې یې د موټرو د غلا کمېدو کې مرسته کړې ده.

لندن

د عکس سرچینه، CITY HALL

د عکس تشریح، د لندن ښاروال او د میټ د پولیسو مشر په لویدیځ لندن کې د ګرځنده تیلیفون غلا او له غلا سره د مبارزې لپاره د ګزمې سره یوځای شول

د نویو معلوماتو وړاندې کولو پرمهال سر مارک وویل: "د ټیلییفون صنعت کې د نویو کاروونکو لخوا د غلا شويو ګرځنده ټیلیفونونو د بیا راجستر کولو اوسنی کار مستقیما یوه جرمي بازار ته اجازه ورکوي چې په لندن کې غلا او تاوتریخوالی ډېر کړي".

"موږ داسې شریکانو او مرستندویانو ته اړتیا لرو چې د غلا او تاوتریخوالي کمولو کې له موږ سره کار وکړي".

احتمالي کابوس

په هر کال، په انګلستان کې د ګرځنده ټیلیلفونونو پراخې کارونې او ډېر شمېر ته په ګتو، د ټکنالوجۍ کارپوه جیک مور د هغه څه په اړه شک ښيي چې ښاغلي خان او سر مارک یې غوښتنه کړې.

هغه وویل "دا به د احتمالي کابوس لامل شي، تاسو کولی شئ هغه خلک ومومئ چې د غلا شوي ټیلیفون مالکیت لري او روښانه شي چې واقعا دا د دوی دی".

"د قانوني پېر ثابتول، په ځانګړې توګه له دویم لاس وېبسایټونو څخه چې ډېری خلک یې کاروي، ننګوونکی دی".

"زه دا نه وینم چې کوم شرکت دې دا کار په زور وکړي. دا یوازې یوه لویه ستونزه رامنځته کوي".

د پولیسو معلومات ښيي چې ځوانان په ناانډولیز ډول په غلا کې ښکېل دي، هم د مجرمانو او هم د جرم قرباني شویو په توګه، په تېره مجرمان ډېر کله ۱۴ تر ۲۰ کلن زلمیان په نښه کوي.

ښاغلي خان وویل: "د ژوند مخ پر زیاتېدونکي لګښت د تاورتریخوالي او غلاوو پېښې لا زیاتې کړې دي، پوهېږو دا په غیر متناسب ډول پر ځوانانو اغېز کوي."

هغه زیاړه کړه: "دا اوس د مجرمانو لپاره خورا اسانه او ګټوره لار ده چې غلا شوي ټیلیفونونه بېرته وپلوري".

موبایل یوکې زیاتوي: "موږ له مېټ، د ښاروال له دفتر او د وسیلو د جوړوونکو شرکتونو سره د کار کولو فرصت ته ښه راغلاست وایو چې دا جرم نور کم کړي".