د پاکستان ټاکنې

د پاکستان ټاکنې

پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د نوې قومي اسمبلۍ لپاره ټولټاکنې کېږي. بېلابېل سياسي ګوندونه يې په کې سيالۍ لپاره په تياريانو بوخت دي. د پاکستان ټاکنو کمسيون ويلي د ټولو ۸۵۹ ټاکنيزو څوکيو لپاره يې ۲۶۰ ميليونه رايې پاڼې چاپ کړې دي.

خو د يوه سياسي ګوند منشور يا کړنلار څه ته وايي او همدا د ټولټاکنو پر وخت د رايو ګټلو کې څومره مهم رول لوبولی شي.

پاکستان کې سياسي ګوندونو د فبرورۍ اتمې ټاکنو لپاره څه کړنلار اعلان کړي او يو بل سره څومره ورتوالی لري، ولس پرې څومره خبر دی او څومره پرې باور لري.

رحمان الله پرې له پېښوره دا راپور رالېږلی دی.