فضا ته د تر ټولو ځواکمن "ستوربېړۍ" راکټ استول ځنډېدلي
فضا ته د تر ټولو ځواکمن راکټ استول ځنډېدلي. دا ستوربېړۍ سټارشيپ نومېږي او د اېلان مسک سپېس اېکس شرکت جوړه کړې. اوس نړۍ په تمه ده چې د توغېدو نوې نېټه به يې کله اعلانېږي.
سپېس اېکس شرکت دغه ستوربېړۍ د میاشتې او مریخ د سپړلو او مطالعې لپاره جوړه کړې.
د اېلان مسک د سپېس اېکس شرکت دا تر ټولو ځواکمنه ستوربېړۍ چې سټارشپ نومېږي، ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ د ټکساس له بوکا چیکا د ځمکې چورلیځ ته وتوغېږي خو دغه پلان يې له توغولو یوازې څو دقیقې مخکې لغوه شو.
په زرګونو نندارچيان هم د مکسیکو په خلیج کې ساحلي سیمو ته ورټول شوي وو چې د دغه فضايي راکټ توغېدل وګوري.
اېلان مسک په یوه ټویټ کې ولیکل چې ښکاري ستونزه د یوه یخ شوي "د فشار وال" له امله رامنځته شوې وي. خو ویلي يې وو چې سپېس اېکس شاید دا ستوربېړۍ د اونۍ په پای کې وتوغوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سټارشيپ د سپوږمۍ او مریخ د سپړلو او مطالعې لپاره جوړه شوې ستوربېړۍ ده چې لومړی به چورلیځ او بیا به فضا ته توغېږي او بېرته به ځمکې ته راستنېږي.
سټارشپ نږدې ۱۲۰ مېتره لوړه ده او داسې ډیزاین شوې چې د هر پخواني راکټ پرتله نږدې دوه برابره زور او وړتیا لري.
مخکې لدې چې دغه توغېدل وځنډېږي، اېلان مسک له خلکو غوښتي وو چې تمې راټيټې کړي. دا نامعموله نه ده چې دا رنګ راکټونه په خپل لومړني سفر کې له ورته ستونزو او ناکامۍ سره مخ شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
هغه په ټویټر ليکلي: "دا د یوه خورا پېچلي، لوی راکټ لومړی توغول دي، نو شاید ونه توغېږي. موږ به ډېر احتیاط وکړو او که داسې څه ولیدل شي چې موږ اندېښمنوي نو توغېدل به يې وځنډوو."
ایلان مسک تمه لري چې د سټارشپ په توغولو سره به فضا ته د راکټونو او ستوربېړیو کاروبار بشپړ بدل کړي.
دا ستوربېړۍ داسې طراحي شوې چې په چټکۍ او بشپړ ډول د بیا کارېدو وړتیا لري. اېلن ماسک پر داسې څه فکر کوي چې خلک او ستوربېړۍ او سپوږمکۍ په ورځ کې څو ځله مدار ته لاړ او راشي، هغه ډول چې نورې عادي الوتکې الوت او سفر کوي.
هغه په دې لا فکر کوي چې ورته سپوږمۍ او ستوربېړۍ به د سیارو تر منځ د انسانانو د تګ راتګ لپاره د ګاډي په څېر کار ورکوي.






















