د لیبیا سېلابونه؛ یوازې درنه ښار کې ۱۰۰۰ مړي رایستل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
لیبیايي چارواکي وايي، ددغه هېواد ختیځ (درنه) ساحلي سیمو کې د سېلابونو له کبله یوازې په یوه ښار کې څه باندې زر مړي رایستل شوي دي.
یوه وزیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "هر ځای مړي پراته وو".
درنه چې شاوخوا ۱۰۰٫۰۰۰ خلک پکې اوسېږي، د اوبو د دوو بندونو د ماتېدو او څلورو پلونو د نړېدو له کبله اوبو لاندې کړې ده.
د سرې میاشتې اداره وايي، اټکل دی چې د سېلابونو له راوتلو وروسته شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان لا هم تري تم دي.
په تېره یکشنبه هلته توپان هم راغلی چې ختیځ بنغازي، سوسه او المرج ښارونه یې ډېر اغېزمن کړي دي.
لیبیا کې توپان او سېلابونه؛ د زرګونو کسانو وژل کېدو اندېښنه ښودل شوې

د عکس سرچینه، AFP

د لیبیا سرې میاشتې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د توپان او سېلابونو پایله کې لږترلږه ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.
خو د لیبیا پر ختیځ د واکمن حکومت مشر د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۰۰۰ هم لوړ بولي.
د دانیال په نوم دغه توپان یکشنبه له اروپا د لیبیا سواحلو ته ورسېد.
د دغه توپان له کبله د شمالي افریقا په دغه هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان شوی.
بلخوا رپوټونه وايي، چې د مرستې او ژغورنې په روانو عملیاتو کې د لیبیا پوځ اووه سرتېري هم نادرکه شوي دي.
د لیبیا پر ختیځ واکمنو چارواکو دغلته پر تګ راتګ بندیز اعلان کړی او ترڅنګ یې ښوونځي او بازارونه هم تړلي دي.
دانیال توپان تر نورو ډېر زیانونه هم د ختیځ په بنغازي، سوسه، درنه او المرج ښارونو کې اړولي.
لیبیا په ۲۰۱۱ کال کې د 'عربو پسرلي' په نوم د پاڅونونو په لړ کې د معمر قذافي د رژیم له نسکورېدو را وروسته په کړکېچ کې ښکېل ده.
دغه هېواد له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دوو سیالیو دولتونو ترمنځ وېشل شوی.
اوس دغو دواړو دولتونو په دانیال توپان او ورسره ملو سېلابونو کې د اوښتې مرګژوبلې له کبله درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
اندېښنه دا ده چې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي تر دې ډېر نور هم لوړ شي. د لیبیا سره میاشت وايي، چې لسګونه کورونه سېلاب وړي دي.
دې مرستندویه شبکې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې یوازې درنه ښار کې ۱۵۰ کسان وژل شوي.
په دغه ښار کې د اوبو دوه بندونه مات او پراخې سیمې تر اوبو لاندې شوې دي.
درنه نږدې ۱۰۰ زره اوسېدونکي لري. ځايي چارواکو دغه ښار 'ناورین ځپلی بندر' اعلان کړی.
تر هغې وروسته چې پر پلازمېنه طرابلس واکمن حکومت د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنه اعلان کړ، پر ختیځ د واکمن حکومت مشر اسامه حماد وویل "زرګونه کسان تری تم دي او د وژل شویو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی دی. په درنه کې څو سیمې له خپلو ټولو سېدونکو سره... تري تم یا تر اوبو لاندې شوې دي."
ښاغلي حماد دا ونه ویل چې دا شمېر یې د کومو سرچینو په حواله اعلان کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په لوېدیځ کې پروت مصراته ښار هم خوندي نه دی پاته.
له دغه ښاره پر خواله رسنیو خپرو شویو ناتایید شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، په سېلابونو کې ایسار موټر چلوونکي د خپلو موټرونو پر چتونو ناست دي او یو سړی اوبو په مخه کړی دی.
د توپان له کبله پر ښوونځیو او پلورنځیو سربېره له لیبیا د تېلو صادرولو څلور ستر بندرونه هم تړل شوي.
پر طرابلس واکمن حکومت هم چې نړیوال یې په رسمیت پېژني، د ژغورنې او مرستې رسونې په عملیاتو کې ښکېل دی.
د دغه حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دبیده ویلي، ټولو ادارو ته یې د لاس په کارېدو امر کړی دی.
دانیال توپان تېره اوونۍ په یونان، ترکیه او بلغاریا کې تر لسو ډېر کسان وژلي وو.
اوس مصر هم دغه توپان ته پر چمتووالي بوخت دی. د دغه هېواد د هواپېژندنې ادارې ویلي، چې تورې ورېځې د دغه هېواد شمال لوېدیزو کڅونو ته د توپان د ورنږدې کېدو خبر ورکوي.











