غاښونه به نور نه سوري کېږي؟

د عکس سرچینه، PA Media
- Author, لیام بارنیس
- رپوټ له:, بي بي سي
د غاښونو لپاره د یوه نوي جیل (جلاتین) چمتو کوونکي ساینسپوهان وايي، دې سره به د غاښونو بهرني پوښ او درملنې لړ کې ''نوي امکانات'' رامنځته شي.
د برېتانیا ناټینګهم پوهنتون د فارمیسي پوهنځي او د کیمیاوي او چاپېریالي انجینرۍ څانګې متخصصین د نړۍ په کچه له څېړونکو سره د غاښونو د بهرني پوښ د پیاوړتیا او د غاښونو د خرابیدو مخنیوي لپاره کار کوي.
د پوهنتون څېړونکي وايي، د پروټین پر بنسټ چمتو شوې دا ماده "د مهمو ځانګړتیاوو له تقلید کولو سره کار کوي" چې د ماشومانو د غاښونو بهرني پوښ د ودې لپاره کارول کېږي، او په لاړو کې د کلسیم او فاسفیټ ایونونو لپاره "د یوې مرستندویه دړې په توګه" عمل کوي.
د دې څېړنې بشپړ جزیات په نېچر کمونیکشن نومې ساینسي ورځپاڼه کې خپاره شوي دي.

د عکس سرچینه، University of Nottingham
د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او کار پوهان وايي، په ټوله نړۍ کې نژدې درې اعشاریه ۷ میلیارده خلک د خولې له بېلابېلو ناروغیو ځورېږي، چې د غاښونو بهرني پوښ خرابېدل په کې یو مهم عنصر دی.
د ماهرینو په وینا د غاښونو بهرني پوښ خرابېدو له کبله د غاښونو حساسیت زیاتېدو، انفکشن رامنځته کېدو او یا غاښ د لوېدو په څېر ستونزې رامنځته کېږي او دغه راز د زړه ناروغیو او شکرې په څېر جدي روغیتايي ستونزې هم له همدې کبله رامنځته کېدلی شي.
که څه هم د فلورایډ موښلو په څېر اوسنۍ درملنه د نښو کمېدو یو لامل بلل کېږي، خو د غاښونو بهرنی پوښ په طبیعي ډول بېرته نه تولیدېږي.
د بایو میډیکل انجینرۍ او بایومیټریلز مشر پروفیسر الوارو ماتا چې د دې څېړنې مشري یې کوله، وايي، چې نوی ماده "په اسانۍ او چټکۍ سره کار کولای شي.".
هغه وویل: "موږ ډیر خوښ یو ځکه چې دا ټیکنالوژي ډاکترانو او ناروغانو ته په پام سره طراحي شوې ده. هیله من یو، چې لومړنی تولید به راتلونکی کال وړاندې شي او دا نوښت به ژر په ټوله نړۍ کې له ناروغانو سره د مرستې جوګه شي.
د شیفیلډ سیمې په کلینیکي غاښونو ښوونځي کې د بایومیټریل ساینس پروفیسر او په برېتانیا کې د غاښونو ټولنې د روغتیا او ساینس کمیټې غړی پاول هټن وايي:
"د غاښونو د ترمیم لپاره د غاښونو بهرني پوښ طبیعي بیا رغاونه له ډېرو کلونو راهیسې د غاښونو موادو ساینس پوهانو لپاره د 'سپېڅلي ارمان' په څېر یو څه وو، خو دا څېړنه ښيي، چې یو په زړه پورې پرمختګ شوی دی."











