د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، ایران ته یې ۱۵۳ ټانکره بې کیفیته تېل ور ګرځولي

د عکس سرچینه، North Noble
- Author, سید ولي ناصر
- رپوټ له:, بي بي سي - لندن
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه د ټولو وارد شویو تېلو کابو ۶۰ سلنه یې د ټیټ کیفیت له امله بېرته دغه هېواد ته ور ګرځول شوي دي.
د نیمروز د والي ویاند رحیم الله ساجد بي بي سي ته وویل، له ایران څخه د وارد شویو ۲۵۰ ټانکرونو له ډلې ۱۵۳ بېرته دغه هېواد ته ور مسترد شوي دي:
"یاد تېل د نورم او سټنډرډ ادارې په لابراتوارونو کې له پوره ارزونې وروسته ثابت شول، چې خورا ټيټ کيفيت لري، نو په همدې اساس بېرته مسترد شول."
ښاغلي ساجد زیاته کړه، د یادو ټانکرونو له ډلې څخه پاتې ۹۷ ټانکرونه به ډېر ژر ایران ته ور مسترد شي.
بې کیفیته تېل چې پر چاپېریالي ککړتیا سربېره، روغتیايي او اقتصادي زیانونه پېښوي، افغانستان ته یې واردات له اوږدې مودې راهیسې یوه ستونزه ده.
د بې کیفیته تېلو ستونزه
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په بې کیفیته تېلو کې د سلفر ، سرپ او ځینو نورو عناصرو کچه لوړه وي، چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي او ورسره د انسانانو روغتیا هم ګواښل کېږي.
د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، بي کیفیته تېل سوځول د ښارونو د هوا په ککړتیا کې ۳۰ سلنه ونډه لري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سټنډرډ ملي ادارې چارواکي وايي، د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي هڅې یې ګړندۍ کړې دي.
د افغانستان نفت او ګاز دولتي شرکت اجرایوي مشر محمد نصیر رحیمي (انجنیر حسن) د طالبانو حکومت د یو کلنو لاس ته راوړنو د تشریح په پروګرام کې وویل، هېواد ته یې د پخوا پرتله د ۸۰ سلنه بې کیفیته تېلو د واردولو مخه نیولې او په دې تړاو یې کارونه په جدیت روان دي.
د سټنډرډ ملي ادارې چارواکو هم د تېلو له واردوونکو غوښتي چې د بې کیفیته تېلو له واردولو ډډه وکړي او د واردوونکو پر وړاندې یې د قانوني چلند خبرداری ور کړی دی.
له بهره د تېلو واردات او په کوردننه د تولید هڅې

د عکس سرچینه، North Noble
افغانستان دا مهال د تېلو برخه کې خپلې اړتیاوې له ګاونډیو هېوادونو پوره کوي چې ډېره برخه یې له ایران او ترکمنستان څخه واردوي.
د طالبانو د حکومت د 'امارتي شرکتونو' لوی رییس مولوي اجمد جان د حکومت د کلنیو لاس ته راوړنو د تشریح په پروګرم کې وویل:
"تېر کال افغانستان ته ۳ اعشاریه ۵ میلیون ټنه نفتي توکي وارد شوي چې په ډله کې یې ۱ اعشاریه ۱ میلیون ټنه پټرول، ۱ اعشاریه ۸ میلیون ټنه ډيزل، شاوخوا یو میلیون ټنه ګاز، ۱۸۳ زره ټنه بېلابېل روغنیات، ۵۹ زره ټنه 'مازوت' او ۲۸ زره ټنه د الوتکو تېل شامل دي."
د افغانستان د نفت او ګازو حکومتي شرکت اجرایوي مشر محمد نصیر رحیمي (انجنیر حسن) پرون د جولای ۲۹مه، په یاد پروګرام کې وویل، د افغانستان د نفتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې په کوردننه د تولید کچې زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي:
"په افغانستان کې په ورځني ډول له ۶۰۰ تر ۷۰۰ ټنه خام نفت تولیدېږي چې تر پخېدو (پروسیس) وروسته یې کچه یو څه کمېږي، خو په ټوله کې اوسنی کورنی تولید د افغانستان له ۷ تر ۸ سلنه اړتیا پوره کولی شي."
ښاغلي رحیمي زیاته کړه، په کور دننه د پخېدونکو تېلو کیفیت که څه هم په نړیوال سټنډرډ برابر نه دی، خو بیا یې هم کیفیت ارزول کېږي او شرکتونه نه شي کولی د افغانستان د سټنډرډ ادارې له 'حداقل' سټنډرډ څخه د ټیټ کیفیت تېل بازار کې وپلوري.











