د امریکا او مکسیکو ترمنځ د اوبو د کمښت ترینګلتیا زیاتېږي

د مکسیکو په شمال کې د ټورنټو جهیل چې ویل کېږي د اوبه زېرمه خورا کمه شوې ده.
د عکس تشریح، د مکسیکو په شمال کې د ټورنټو جهیل چې ویل کېږي د اوبه زېرمه خورا کمه شوې ده.

له ۳۰ پرلپسې میاشتو وچکالۍ وروسته، د مکسیکو د شمالي ایالت چيواوا د سان فرانسیسکو ډې کونچوز ښارګوټي اوسېدونکي د الهي مداخلې غوښتنې لپاره سره راټولېږي.

د ټورنټو جهيل په څنډو کې، د دغه ایالت د تر ټولو مهم لابوکویلا اوبو بند شاته یو پر اس سپور مذهبي مشر (پادري) بزګرانو او د هغوی کورنۍ ته د عبادت لارښوونه کوي.

د دوی تر پښو لاندې ډبرینه ځمکه یو وخت د جهیل د اوبو برخه وه. د هغو کسانو په په ډله کې چې سرونه یې 'د عبادت لپاره' ټیټ دي، رافایل بیټانس هم شته.

دی له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې په رضاکارانه ډول د ایالت د اوبو ادارې لپاره د لابوکویلا اوبو بند څارنه کوي.

هغه د سپینو ډبرو پراخې سیمې ته په اشارې وویل: "دا ټولې باید تر اوبو لاندې وي."

ښاغلی بیټانس وايي، وروستی ځل په ۲۰۱۷ کال کې دا بند له اوبو ډک شو او ان له سطحې یې د اوبو کوچنی جریان هم وبهېد، خو له هغه وخت راهیسې د بند اوبه کال په کال کمېږي:

"موږ اوسمهال د پخوانۍ کچې له نښې ۲۶ متره او ۵۲ سانتۍ کښته یو. دا کچه د بند اوبو له اصلي ظرفیت څخه ۱۴سلنه کمه ده."

رافایل بیټانس له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې په رضاکارانه ډول د ایالت د اوبو ادارې لپاره د لابوکویلا اوبو بند څارنه کوي
د عکس تشریح، رافایل بیټانس له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې په رضاکارانه ډول د ایالت د اوبو ادارې لپاره د لابوکویلا اوبو بند څارنه کوي

دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د سیمې اوسېدونکي له اسمانه باران غواړي، خو بیا هم لږ خلک له سختې وچکالۍ او ګرمې هوا چې شدت یې ۴۲ سانتي ګرادو ته رسېږي، د خلاصون هیله لري.

اوسمهال د دغې کمېدونکې سرچینې پر سر د امریکا متحده ایالتونو د ټیکساس ایالت او مکسیکو ترمنځ د اوږدې مودې اختلاف پر کړکېچ بدلېدونکی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۴۴ کال د اوبو شریکولو تړون له مخې باید مکسیکو هر کال ۴۳۰ میلیونه مکعب متره اوبه له "ریو ګرانډې" سیند څخه د امریکا خاورې ته ورپرېږدي.

دغه اوبه باید د فرعي کانالونو د سیسټم له لارې شریکو بندونو ته ولېږل شي چې د نړیوال سرحد او اوبو کمېسیون (IBWC) ملکیت دی او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اوبو د شریکو بهیر څارنه او تنظیم د همدې ادارې پر غاړه دی.

په بدل کې یې د متحده ایالتونه له "کولوراډو" سیند څخه په کال کې نږدې یو اعشاریه ۸۵ میلیارده مکعب متره اوبه د مکسیکو سرحدي ښارونو تیجوانا او مکسیکالي ته ور پرېږدي.

مکسیکو د اوبو له اړخه 'د امریکا' پوروړی هېواد دی او د ۲۱مې پېړۍ ډېر کلونه یې ټیکساس ته د خپلې برخې اوبو په ور کولو کې پاتې راغلی دی.

ټېکساس

د ټیکساس د جمهوريپالو قانون جوړوونکو له فشار وروسته، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې مکسیکو ته خبرداری ورکړ، چې که یې د ۸۱ کلن اوبو تړون له مخې خپلې ژمنې پوره نه کړي، نو د کولوراډو سیند اوبه پرې بندېدای شي.

په تېره اپرېل میاشت کې ولسمشر ټرمپ پر خپله "ټروت" خواله رسنۍ مکسیکو د اوبو پر "غلا" تورن کړ او ګواښ یې وکړ، که مکسیکو ټیکساس ایالت ته خپله ونډه اوبه ور نه کړي، نو تعرفې به پرې لوړې کړي او ښايي بندیزونه هم پرې ولګوي.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د مکسیکو ولسمشرې، کلاډیا شینباوم، په دې برخه کې د مکسیکو پاتې راتلل ومنل، خو د غږ انداز یې تر ډېره سوله‌ییز و.

له هغه وخت راهیسې، مکسیکو د دوی د شریک اوبو بند "امیسټاډ" له لارې چې د دواړو هېوادونو پر پوله موقعیت لري، متحده ایالتونو ته لومړنۍ ۷۵ میلیون مکعب متره اوبو لېږدولې دي، خو مکسیکو لا هم یو نیم میلیارد مکعب متره اوبه پوروړی دی.

له پولې د تېرېدونکو اوبو په تړاو احساسات په ګواښونکې توګه ډېرېدای شي: د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې، د مکسیکو دوه کسان د "لابوکویلا" اوبو بند دروازو کې له ملي ګارد سره نښته کې ووژل شول. دغو بزګرانو د اوبو د بېرته راګرځولو هڅه کوله.

سیمه ییز کارپوه رافایل بیټانس وايي، د سختې وچکالۍ په ترڅ کې، په چیواوا کې غالب نظر دا دی چې "تاسو له هغه څه څخه خپله برخه نه شئ اخیستلی چې اصلا نه شته."

خو دا چاره د دې لامل شوې چې د ټیکساس اوسېدونکی برایان جونز خپلو کروندو ته اوبو ونه شي رسولی.

هغه چې د ټیکساس په ریو ګرانډې کلي اوسېږي او له څلورو پرلپسې نسلونو بزګر دی، له تېرو درېیو کلونو راهیسې د کافي اندازه اوبو د نشتوالي له امله یوازې خپله نیمه ځمکه کرلی شي.

هغه وايي: "موږ له مکسیکو سره په جنجال کې یو، ځکه چې دوی له تړون سره سم پر خپله ونډه قناعت نه دی کړی. موږ ټول هغه څه غواړو چې د تړون له مخې زموږ حق دی، له هغه زیات نه غواړو."

د مکسیکو د غوزانو ګڼ فارم لرونکي خپلو ګروندو کې په دودیز ډول اوبه ډنډوي
د عکس تشریح، د مکسیکو د غوزانو ګڼ فارم لرونکي خپلو ګروندو کې په دودیز ډول اوبه ډنډوي

د (سان فرانسیسکو دې کونچوز) پخواني ښاروال جیمي رامیرز خپل د غوزانو بڼونه را وښودل چې د اوبه‌خور د اوبشیندي یا باراني سیستم په کارولو یې څنکه له یوې خوا خپلو غوزانو ته دوامداره اوبه چمتو کړي او له بلې خوا یې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیولې ده.

هغه وايي: "د اوبشیندي خړوب سیستم د دودیز هغه پرتله ۶۰ سلنه کمې اوبه کاروي. دا سیستم ځکه ګټور دی چې ونې لږ ځله اوبه کېدل غواړي او په ځانګړي ډول د ‌(ریو کونچوز) د اوبو کمښت ستونزې ته په کتو ډېر ګټور دی."

ښاغلی رامیرز مني چې ځینې ګاونډیان یې مسوولیت منونکي نه دي او د یوه پخواني ښاروال په توګه په دې برخه کې د عامه پوهاوي زیاتولو غوښتنه کوي.

هغه وايي، ځیني خلک د اوبشیندي یا باراني سیستم د لوړ لګښت له امله دې سیستم کارولو ته زړه نه ښه کوي، خو هغه هڅه کوي بزګران په دې قانع کړي چې دا سیستم په اوږدمهال کې ارزانه پرېوځي او د انرژۍ او اوبو لګښتونو سپما کې ګټور دی.

خو ښاغلی رامیرز ټینګار کوي چې د امریکا د ټیکساس بزګران هم باید پوه شي چې چيواوا کې د دوی همکاران له وجودي ګواښ سره لاس او ګرېوان دي.

ښاغلی جونز د چیواوا د اوبو د کمښت له کچې سره مخالف دی. هغه باور لري چې د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر کې یاد ایالت کافي اندازه اوبه ترلاسه کړې، خو متحده ایالتونو یې یو څاڅکی هم ور پرېنښودې.

هغه خپل ګاونډیان په دې تورن کړل چې اوبه زېرمه کوي، خپلې کروندې پرې خړوبوي او بیا له همدې لارې له موږ سره سیالي کوي.

خو د مکسیکو بزګران بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو تړون بل ډول تعبیروي. دوی وايي، دا تړون یوازې هغه وخت دوی اړ باسي چې شمال خوا ته اوبه ور پرېږدي، چې د مکسیکو له اړتیا زیاتې شي او استدلال کوي چې د چیواوا روانه وچکالي په دې معنی ده چې اضافي اوبه نه شته.

خو د اوبو د کمښت له ستونزې ور اخوا، د اوبو د مناسبې کارونې په اړه هم ځینې بحثونه شته.

د چیواوا د ریو کونچوز دره کې د غوزانو (چارمغزو) ونې او الفالفا دوه اصلي کرل کېدونکي فصلونه دي، چې دواړه ډېرو اوبو ته اړتیا لري. د کرنې د کارپوهانو د معلوماتو له مخې، د غوزانو یوه ونه په منځني کچ په یوه ورځ کې ۲۵۰ لېټره اوبه غواړي.

د مکسیکو بزګران خپلې کروندې په دودیزه بڼه خړوبوي. که یو څوک د درې په شاوخوا کې موټر وچلوي، نو له ورایه ښکاري چې له ویالو څخه په پایپونو کې د غوزوانو ونو ته اوبه ور ماتې شوي او په کروندو کې یې ډنډونه جوړ شوي دي.

د ټیکساس د بزګرانو شکایت څرګند دی. هغوی د اوبه‌خور دا بڼه د اوبو ضایع کول ګڼي او وايي چې د خړوبونې په عصري سیستمونو سره یې په اسانۍ مخنیوی کېدای شي.

د غوزانو فارم لرونکی جیمي رامیرز وايي، ډېر ګاونډیان یې د کروندو د خړوب د دودیز سیستم په کارولو اوبه ضایع کوي
د عکس تشریح، د غوزانو فارم لرونکی جیمي رامیرز وايي، ډېر ګاونډیان یې د کروندو د خړوب د دودیز سیستم په کارولو اوبه ضایع کوي

ښاغلی رامیرز وايي، دا یوه صحرايي سیمه ده چې بارانونه په کې نه دي شوي او خبرداری ور کوي، که سږ کال هم بارانونه ونه شي، نو راتلونکی کال به دلته هیڅ کرکیله ونه شي او ټولې شته اوبه به د انسانانو لپاره د څښاک اوبو په توګه وساتل شي.

په شمالي مکسیکو کې ډېری خلک په دې باور دي چې د ۱۹۴۴ کال د اوبو شریکولو تړون نور د ټاکل شوي هدف لپاره مناسب نه دی.

ښاغلی رامیرز باوري دی دا تړون ښايي د اتو لسیزو وړاندې شرایطو لپاره ځواب ویونکی و، خو له اوسني وخت سره سمون نه خوري او د نفوسو د ودې او د اقلیم بدلانه له امله پېښو شویو ویجاړیو ته بشپړ ځواب نه شي ویلی.

خو له پولې اخوا د ټیکساس بزګر برایان جونز وايي، دا تړون د وخت په ازموینه کې بریالی شوی او باید اوس یې هم درناوی وشي:

"دا تړون هغه وخت لاسلیک شو کله چې زما نیکه کرنه کوله. دا زما د نیکه، زما د پلار او اوس زما د وخت تړون دی."

هغه زیاتوي: "اوس موږ ګورو چې مکسیکو له تړونه سرغړونه کوي. دا ډېره غوسه پارونکې خبره ده چې فارم ولرم، خو د اوبو نه لرلو له امله یې نیمايي برخه وکرم."

شاغلی جونز زیاتوي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سخت دریځ سیمه ییزو بزګرانو ته "یو څه هیله" ورکړې ده.

په ورته وخت کې وچکالۍ یوازې په چیواوا کې کرنې ته زیان نه دی رسولی.

د ټورنټو جهيل د اوبو کچه هم ډېره ټيټه شوې ده. ښاغلی بیټانس وايي، په زېرمه کې پاتې اوبه په غیر معمولي سرعت سره ګرمېږي او د سمندري ژویو ژوند لپاره احتمالي ناورین رامنځ ته کولی شي.

هغه زیاتوي، دې جهیل یو وخت پر ځان ډېر سیلانیان رامات کړي وو.

ښاغلی بیټانس وايي، له کوم وخت راهیسې چې ما د دې جهیل د اوبو لوړېدا او ټیټېدا څارلې، د دې درې منظره دومره خرابه نه وه.

هغه وايي: "د باران لپاره دعا یوازینی څه دي چې زموږ په وس کې دي."