اندونیزیا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله شپږ کسان مړه او ګڼ نادرکه دي

د عکس سرچینه، Getty Images
اندونیزیايي ژغورنډلې وايي، د دغه هېواد په بالي ټاپو کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي او یو شمېر نور نادرکه دي.
د ملي لټون او ژغورنې ادارې سورابایا دفتر ویلي، کښتې کې ۵۳ مسافر او ۱۲ عمله سپاره وو او له ختیځ سمندرغاړي جاوا بالي ته روانه وه چې چهارشنبه په ځايي وخت د شپې ۱۱ بجې ډوبه شوه.
یادې ادارې ویلي، په کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې ۳۱ ژغورل شوي او د لټون چارې لا هم روانې دي.
چارواکو ویلي، د کښتۍ د ډوبېدو د لامل په اړه یې هم پلټنې پیل کړې دي.
ځینو ځايي رسنیو ویلي، د کښتۍ چلوونکي له ډوبېدو لږ وړاندې د انجڼ د خرابېدو راپور ور کړی و، خو یوه ځايي چارواکي رسنیو ته ویلي، کښتۍ د خرابې هوا له امله کاواکه او ډوبه شوې ده.
د چارواکو لخوا د خپاره شوي نوملړ له مخې، ډیر ژوندي پاتې شوي کسان د ساحلي ښارګوټي بانیووانګي او نور یې د جاوا د بېلابېلو کلیو اوسېدونکي دي.
د بانیووانګي اوسیدونکی عمران وايي، کښتۍ درې ځله په چټکۍ سره اوبو کې ډوبه او راپورته شوه، خو په درېیم ځل د کښتۍ دننه اوبه ننوتلې وې.

د عکس سرچینه، Bali Search and Rescue
بېجو سانتوسو توانېدلی چې د کښتۍ له ډوبېدو وړاندې ژغورونکی واسکټ تر لاسه او له کښتۍ څخه ټوپ کړي.
هغه د اندونیزیا انتارا خبري اژانس ته ویلي: "کښتۍ له حرکت کولو درې دقیقې وروسته ډوبېدو ته نږدې شوه او ما ترې د ټوپ کولو فرصت لاره."
ولسمشر پرابوو سوبیانتو چې دا مهال سعودي عربستان ته په رسمي سفر تللی، له هغه ځایه یې د بېړنیو اقداماتو امر کړی دی.
دغه اوبلاره د اندونیزیا له مصروفو اوبیزو لارو یوه ده چې ډېری وختونه د جاوا او بالي ټاپوګانو ترمنځ د ځایی خلکو لخوا کارول کېږي.
د انتارا خبري اژانس په خپرو کړو انځورونو کې له لیدل کېږي چې امبولانسونه د تیارسئ په حال کې دي او ځايي اوسېدونکي د سړک پر غاړه راټول او د تازه معلوماتو په تمه دي.
اندونیزیا ډېر وختونه د سمندري پېښو شاهده وي. دغه هېواد کې ۱۷ زره ټاپوګان شته چې د اوسېدونکو ترمنځ خپلمنځي راشه درشه یې تر ډېره د اوبو له لاري وي، خو په کښتیو کې یې په سمه توګه د خوندیتابه د مقرراتو نه پلي کېدل اوږدمهاله اندېښنه ده.











