بریتانیا ته پر لار کښتۍ سمندر کې ډوبه شوې، د یوې ماشومې په ګډون پنځه کسان پکې مړه شوي دي

- Author, آندریو هارډینګ
- دنده, بي بي سي
د یوې ۷ کلنې ماشومې په ګډون پنځه کډوال هغه مهال مړه شوي، چې د سپرلۍ کوچنۍ کښتۍ یې د انګلش چېنل له سمندري لارې بریتانیا ته د سفر پر مهال ډوبه شوې.
د فرانسې په شمال کې چارواکي وايي، دا کوچنۍ کښتۍ نن ګهیځ وختي د فرانسې په شمال کې له یوې سمندرې غاړې روانه شوې وه.
د رپوټونو له مخې دغه پېښه له ځايي وخت سره سم ګهیځ وختي، نژدې پنځه نیمې بجې رامنځته شوې. فرانسوي چارواکي وايي، په کښتۍ کې خورا ډېر کسان وو، چې په خبره یې شمېر یې نژدې ۱۰۰ کسانو ته رسېده.
مسوولین وايي، کښتۍ د شګو یوې ژۍ ته له رسېدو وروسته له ستونزو سره مخامخ شوې ده.
د فرانسې کالې سیمې چارواکي وايي، په مړو شویو کسانو کې یوه ۷ کلنه ماشومه، یوه ښځه او درې سړي شامل دي.
دغه چارواکي زیاتوي، دوی وتوانېدل د کښتۍ ۴۰ سپرلۍ یې ژغورلي، خو پنځوس نور کسان په همدې کښتۍ کې پاتې شوي او د بریتانیا پر لور یې سفر ته دوام ورکړ.
د ورته نورو کوچنیو کښتو په هکله هم ویل کېږي، چې نن د بریتانیې پر لور خوځېدلې دي.

د بریتانیا لومړي وزیر رشي سوناک د دې کسانو مړینه یوه ''غمیزه'' بللې او په وینا یې دا پېښه ښيي، چې روانډا پلان مهم دی.
ښاغلي سوناک په داسې حال کې چې د اوکرایین پر موضوع د ناټو مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د پولنډ وارسا ته پر لار و، وویل: ''دا پېښه رایادوي، چې ولې زموږ د روانډا پلان مهم دی. نوموړی وايي، بریتانیا حکومت غواړي دې خورا خطرناکې لارې له انتخابولو د خلکو مخنیوی وکړي.''
بي بي سي د فرانسې په کالې سیمه کې د ۱۰ ویتنامي کډوالو یوه ډله ولیده، چې ډېر نه پوهېدل، چېرې ځي، خو په خبره یې له خپل کور، کلي ځکه باید تښتېدلي وای، چې د ځايي مجرمانو ډلو پوروړي وو.
د دوی یوه ملګري په وینا همالته کوردي قاچاقبر ژمنه ورسره وکړه، چې د انګلش چېنل له لارې به یې بدرګه کړي، بریتانیا ته به یې ورسوي او هلته به ورته کار، روزګار ومومي.
داسې حال کې چې ډېری کډوال اوس هم هڅه کوي، چې په کوچنیو کښتیو کې دغه لار ووهي، فرانسوي پولیس وايي، د هغو خلکو شمېر چې د تونل یا لویو کښتیو له لارې له دې سمندري لارې تېر شي، ۱۲۰ سلنه زیات شوی دی.











