د ننګرهار مومندره کې ډوبه شوې کښتۍ؛ د نهو کسانو مړي موندل شوي

د ویډیو تشریح، ننګرهار کې د ډوبو شویو کسانو د مړو لټون

د افغانستان ختیځ ننګرهار مومندرې ولسوالۍ باسول سیمه کې د شنبې په ګهیځ یوه کښتۍ په سېند کې ډوبه شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ کسان پکې سپاره وو، تر اوسه د اتو تنو ډوبو شویو کسانو جسدونه موندل شوي.

پېښه نن ګهیځ د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند باسول سیمه کې شوې.

د ننګرهار د اطلاعاتو امر باختر اژانس ته ویلي، د پېښې له ځایه د مومندرې روغتیايي کلینیک ته ۱۱ ټپیان راوړل شوي چې درې کسان د نازک روغتیايي حالت له امله د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي.

د هغې سیمې یوه ځايي امام خلیل الله بي‌بي سي پښتو پاڼې ته وویل، چې تر دې مهاله د نهو کسانو مړي موندل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شته.

د ورکو شویو کسانو د شمېر په اړه بېلا بېلې خبرې کېږي. ځینې ځایي خلکو بي بي سي ته ویلي، چې د درې کسانو مړي ورک دي.

خو د طالبانو چارواکو بیا دا شمېر لس ښودلی دی. هممهاله ژغورندویه ډلې په سیمه کې په لټون بوختې دي.

وړاندې، د ننګرهار ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر مولوي عمر خالد باختر خبري اژانس ته په دې پېښه کې د ۲۰ تنو د وژل کېدو پخلی کړی و.

د ویډیو تشریح، ننګرهار: په سیند کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي

په ډوبو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

له ډوبې شوې کښتۍ یو تن ژغورل شوی شېرزاد احمدخېل وايي، دا چې د کښتۍ ظرفیت کم و، خو وايي له ناچارۍ ډېر کسان پکې کښېناستل او د سېند نیمايي ته په رسېدو د کښتۍ جنراتور ته اوبه ورغلې او ګل شو، کښتۍ ته اوبه ننوتې او کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه.

ښاغلي احمدخېل باختر خبري اژنس ته ویلي، هر یو ډوب شوی د خپل ځان په غم کې شو او د بل چا مرسته هېچا نه شوای کولی یو څو نارینه د سېند غاړې ته راووتلو، خو ښځې او ماشومان اوبو پسې اخیستې وو، بله کښتۍ مو پکې راوستله او ځینې کسان مو د سېند غاړې ته راویستل.

له دې مخکې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست کې بېړنیو پېښو ته د رسېدو څانګې مسوولینو له قوله ویل شوي وو، چې په لومړنیو رایستل شویو جسدونو کې یو نارینه، یوه ښځه، دوه هلکان او یوه نجلۍ شامل وو.

ننګرهار

د عکس سرچینه، خلیل الله

ننکرهار

د عکس سرچینه، خلیل الله

د عکس تشریح، د مومندرې په هغه سیمه کې چې کښتۍ په کې ډوبه شوې، ځايي خلک د ورکو شویو مړو لټون کوي‌

د افغانستان د ځینو نورو ولايتونو په څېر د ننګرهار بهسودو، ګوشتې او لالپورې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د پلونو د نشتوالي له امله له سيندونو د پورې وتلو لپاره کوچنۍ کښتۍ کاروي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د ننګرهار په مومنددرې او بهسودو کې د کښتیو ډوبېدو پېښې رامنځته شوې، چې یو شمېر کسانو پکې ژوند بایللی دی.

په افغانستان کې د دوبي په ګرمو ورځو کې ځینې کسان خپل ژوند په سیندونو کې د لامبو او یا هم له سینده د تېرېدو پرمهال بایلي ځکه چې پلونه نشته او دغه مهال د سیندونو اوبه ډېرېږي.