ننګرهار : په سیند کې د ډوب شویو کسانو له ډلې د دریو مړي وموندل شول

- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
ننګرهار کې د سيند له يوې ډډې بلې ته د خلکو د وړلو راوړلو کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ډوبو شویو کسانو له ډلې د دریو کسانو مړي موندل شوي چې دوه یې ماشومان دي.
د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان لا هم اوبو کې ورک دي.
دغه کښتۍ پرون وړاندې له غرمې شاوخوا لس بجې د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سيمه کې واوښته.
ننګرهار کې چارواکي وايي، کښتۍ کې د يوې ښځې او ماشوم په ګډون لس کسان په کښتۍ کې سپاره چې کیبل یې پرې شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي، يو ماشوم ژوندی او تر نن مازديګره له سيند درې جسدونه راویستل شوي چې دواړه ماشومان د يوې کورنۍ دي.
ښاغلی خوږياڼی زياتوی چې د نورو جسدونو د پيدا کولو لټون روان دی.
ځايي اوسېدونکو او ځايي کښتۍ چلونکو د ورکو کسانو لټون کې مرسته روانه ساتلې ده.
ځايي خلک وايي، دغه کوچنۍ کښتۍ د بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ سيمې اوسېدونکي کامې ولسوالۍ ته لېږدول چې ډوبه شوه او په کې سپاره کسان د اوبو څپو لاندې کړل.
د افغانستان د نورو ولايتونو سربېره د ننګرهار بهسودو، ګوشتې او لالپورې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د پلونو د نشتوالي له امله سيند د پورې وتلو پرمهال کوچنۍ کښتۍ کاروي.
د یادونې ده چې دوې اونۍ وړاندې هم د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې ځايي جاله چلوونکو او ځاي خلکو اوبو کې د ۲۰ ښځو او ماشومانو په ګډون د ډوبې شوې کشتۍ ۳۰ سپرلۍ ژوندي ژغورلي وو.
په افغانستان کې د دوبي په ګرمو ورځو کې ګڼ کسان خپل ژوند په سیندونو کې د لامبو او یا هم له سینده د تېرېدو پرمهال بایلي ځکه چې پلونه نشته او دغه مهال د سیندونو اوبه ډېرېږي.









