بریتانیا: افغانستان او پاکستان باید بېرته ډیپلوماسۍ او خبرو ته راوګرځي

- Author, ببرک احساس
- دنده, بيبيسي، کابل
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچرډ لینزي وايي د طالبانو د حکومت له چارواکو سره یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې کړې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د خبرو او ډیپلوماسۍ د بیا پیل پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه کابل ته له یوې اونیزې لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د طالبانو له چارواکو سره په خپلو لیدنو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې د بیا پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کړی، چې بشري مرستې له پاکستانه افغانستان ته ولېږدېدای شي.
ریچرډ لینزي په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د خپل سفر پر مهال یې له افغانانو، هم د طالبانو له حکومتي چارواکو او هم له غیر حکومتي کسانو سره خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې "هر څو میاشتې وروسته کابل ته سفر کوي، خو دا ځل یې سفر په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو متمرکز و او دا موضوع یې د چارواکو سره د خبرو مهمه برخه وه."
هغه وویل: "ما د خبرو او ډیپلوماسۍ د بیا پیل پر اړتیا ټینګار کړی دی. ما دواړه خواوې هڅولي دي چې داسې ګامونه پورته کړي څو د ملکي وګړو د لا زیاتو تلفاتو مخه ونیول شي، که هغه د ترهګرۍ له امله وي او که د پوځي عملیاتو له کبله.

د عکس سرچینه، Aimal ZAHIR / AFP via Getty Images
زه پوهېږم چې دې نښتو افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد لوی اغېز کړی دی. ما د پولې د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده څو بشري مرستې وکولای شي له پاکستانه دې هېواد ته ولیږدول شي. دا موضوع ډېره مهمه ده، ځکه لږ تر لږه یو میلیون نارینه، ښځې او ماشومان په سرحدي سیمو کې دغو مرستو ته سخت اړتیا لري."
هغه وویل "دواړه خواوې باید د خپلو اختلافاتو د حل لپاره مهم ګامونه پورته کړي."
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د ارومچي له خبرووروسته، چې د چین په کوربهتوب ترسره شو، مثبت پرمختګ وشي.
د هغه په وینا، "نور هېوادونه هم د احتمالي منځګړو په توګه را څرګند شوي دي." خو د کوم ځانګړی هیواد نوم یی وانخیست.
بریتانیا تېر یوه کال کې له افغانستان سره ۱۵۱ میلیون پونډه مرسته کړې

د عکس سرچینه، MoFA_Afg
ښاغلي لینزي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د بریتانیا د اوږدمهاله ژمنې یادونه وکړه او ویې ویل: "بریتانیا روان کال کی ۱۵۰ میلیونه پونډه (چې شاوخوا ۱۳ میلیارده افغانی کېږي) د بشري برخو د ملاتړ لپاره لګولي دي، چې پکې روغتیا، تغذیه، خوراکي توکي، معیشت او زدهکړې شاملې دي."
هغه زیاته کړه دا ډېر مهمه ده چې وکولای شي د بریتانیا خلکو ته وښيي چې دا پیسې په سمه توګه او هغو کسانو ته لګېدلې دي چې رښتیا ورته اړتیا لري.
هغه ټینګار وکړ چې باید ډاډ ترلاسه شي له ۵۰ سلنې ډېر د دغو مرستو ترلاسه کوونکي ښځې او نجونې وي.
نوموړي وویل: "ما دلته له چارواکو سره د ښځو او نجونو د حقونو د اهمیت په اړه هم خبرې کړې دي او ټینګار مې کړی چې هغوی ته باید داسې فرصتونه برابر شي چې په ازاد ډول ژوند وکړي، زدکړه وکړي او د هېواد په اقتصاد کې ونډه واخلي. ځکه د ټولنې د نیمایي برخې له ګډون پرته هغه اقتصاد چې موږ یې د ودې هیله لرو، هېڅکله نه شي غوړېدلی."
د بریتانیا او افغانستان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو په اړه هغه وویل: "بریتانیا د دې اړیکو د پراختیا ژمنه لري، خو دا کار د طالبانو د حکومت د چارواکو پر اقداماتو پورې تړلی دی."
هغه بریتانیا ته د بریتانیايي ځواکونو د افغان همکارانو د لېږد په اړه وویل: "بریتانیا د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې تر ۳۸ زره ډېر افغانان منلي او په دې هېواد کې یې مېشت کړي دي.
په نژدې پنځو کلونو کې، بریتانیا له هغو افغانانو سره د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره مهم ګامونه اخیستي، چې د جمهوریت د شلو کلونو په موده کې یې له دې هېواد سره نږدې همکاري کړې وه."
















