د طالبانو حکومت وایي، د سالنګونو لویه لار بېرته خلاصه شوې ده

سالنګونه

د عکس سرچینه، @AHaqshinas

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي‌، د سالنګ لاره یې له لنډ وخت تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستې ده. سالنګونو کې له تېرې ورځې په وقفه‌يي ډول د واورې ورښت دوام لري.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق ‌شناس ویلي، د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې تېره نیمه شپه د یوه مساپر وړونکي موټر اوښتلو له کبله ۶ کسان وژل شوي ۴۲ ټپیان دي. دی د پېښې لامل د چلوونکي بې‌ احتیاطي بولي.

د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا له تېرې ورځې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او باران ورښت پیل شوی دی.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت چارواکي ویلي و، نن (یکشنبه) په سالنګونو کې د واورې اورښت روان دی او له همدې کبله 'په موقت ډول' لویه لار تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف په یوه غږیز پیغام کې ویلي و، د دوی د وزارت اړوند سالنګونو ریاست کارکوونکي په ساحه کې دي او په خبره یې هڅه کوي، چې ژر تر ژره له سالنګونو تېره شوې لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

د یادونې ده، چې پرون شنبه هم د افغانستان ځینو نورو سیمو په څېر سالنګونو کې د واورې اورښت رپوټونو ورکړل شوي وو، خو د ټولګټو وزارت مسوولینو ویلي و، د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو تګ راتګ په عادي ډول روان دی.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق ‌شناس له مسافرو او موټر چلوونکو غوښتي وو، چې پر دې لویه لاره د سفر کولو پر مهال اړین وسایل او ژمني توکي له ځان سره ولري او د وسایطو ترمنځ اړینه او ترافیکي فاصله مراعت کړي.

بل لور نن یکشنبه په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو وویل، په بغلان ولایت کې د یوه مسافر لېږدونکي بس ګاډي اوښتو له شپږ کسان مړه شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پینځو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، پېښه د شمالي سالنګ په پینځمه ګولای سیمه کې رامنځته شوې ده.

بغلانذ

د عکس سرچینه، BAKHTER

د باختر په رپوټ کې ویل شوي تېره شپه د سختې یخنۍ له کبله لار کنګل شوې وه، چې له کبله یې دا پېښه رامنځته شوې ده.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې بیا د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس له قوله ویل شوي، چې د موټر چلوونکي بې احتیاطي د دې پېښې لامل شوې، چې موټر یې له لارې وتلی او اوښتی دی.

نوموړي زیاته کړې پېښه تېره شپه ناوخته نژدې دوه بجې د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا د پېښې ټپیان ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې ډېر کله مرګونې ترافيکې پېښې رامنځته کېږي چې د موټر چلوونکو د بې پراويۍ په ګډون غیرقانوني مخته کېدنه، سرعت، د مخدره توکو کارول، او د موټر چلولو پرمهال د ګرځنده تلیفونونو کارول، د دې پیښو اصلي عوامل بلل شوي دي.

برسېره پردې، د سړکونو خراب حالت، د کافي ترافیکي نښو نشتوالی، او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول د دې پېښو په زیاتوالي کې د پام وړ رول لوبوي.