"نه مې غوښتل خلک ووایي، ښځې تېروتنه وکړه"

ایلین کولینز

د عکس سرچینه، Tony Jolliffe/ BBC News

د عکس تشریح، ایلین کولینز له ډېر کوچنيوالي غوښتل ستورمزلې شي
    • Author, ربیکا موریل
    • دنده, د ساینس مدیره او
    • Author, الیسن فرانسس
    • دنده, د ساینس مشره خبریاله

دا هغه ستورمزلې وه چې په وړاندې یې خنډونه مات کړل او مخته لاړه.

ایلین کولینز تاریخ جوړ کړ ځکه چې د یوې ښځې په توګه لومړنۍ هغه وه چې یوه فضايي بېړۍ یې چلوله او قومانده یې ورکوله، خو د هغې پر حیرانوونکو لاسته راوړنو سربېره، هر څوک د هغې له نامه سره اشنا نه دي.

اوس د ( فضايي ښځې یا Spacewoman) په نوم یو بشپړ اوږد مستند فلم، چې د هغې د مخکښ کاري مسلک کیسه کوي، داسې ښکاري چې دا حالت بدلوي.

موږ له کولینز سره د لندن ساینس موزیم کې ګورو. هغه نرم غږ لري او ډېره خاکساره ده - خو ژر احساسوئ چې هغه متمرکزه او هوډمنه ده. څرګنده ده چې دننه پیاوړتیا لري.

هغه وايي: "ما د جیمیني ستورمزلو په اړه د یوې مجلې مقاله لوستله. ښايي نهه کلنه به وم او فکر مې کاوه چې دا تر ټولو زړه راښکونکی شی دی. ما غوښتل همدا کار وکړم".

هغې زیاته کړه: "البته، هغه وخت هېڅ ښځینه ستورمزلې نه وه، خو ما یوازې داسې فکر وکړ، زه به یوه ښځینه ستورمزلې شم."

د ناسا د فضايي بېړۍ پروګرام درې لسیزې دوام وکړ

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، د ناسا د فضايي بېړۍ پروګرام درې لسیزې دوام وکړ

خو هغې کوچنۍ نجلۍ لا لوړ هدف درلود - هغې غوښتل د فضايي بېړۍ کنټرول خپل کړي.

او یوازېنۍ لاره چې دې هدف ته یې رسوله، دا وه چې پوځ ته ولاړه شي او ازمېښتي پیلوټه شي.

په فضايي ځواک کې، هغې ځان له نورو جلا وښود او د ستورملتابه پروګرام ته وټاکل شوه. هغې به د فضايي اډو - د ناسا بیا کارېدونکې "فضايي الوتکې" الوځولې.

کله چې د هغې لومړنی ماموریت په ۱۹۹۵ کې پیل شو، هغه پوهېده چې د نړۍ ټول نظر به پر هغې وي.

هغه وايي: "د فضايي بېړۍ د لومړنۍ ښځینه پیلوټې په توګه، ما ډېر سخت کار وکړ، ځکه چې مې غوښتل خلک ووایي، 'واه وګورئ، ښځې یوه تېروتنه وکړه'. ځکه چې خبره یوازې زما په اړه نه وه، دا د هغو ښځو په اړه وه چې له ما وروسته به راځي."

هغې زیاته کړه: "او ما غوښتل د ښځینه پیلوټانو لپاره داسې شهرت وي چې ووایي: 'واو، دوی واقعاً ډېرې وړتیاوې لري."

ایلین کولینز له خپلې کشرې لور بریجټ سره

د عکس سرچینه، Eileen Collins

د عکس تشریح، ایلین کولینز له خپلې کشرې لور بریجټ سره

په حقیقت کې هغه دومره ښه وه چې ډېر ژر یې د قوماندانۍ رتبې ته ترفېع وکړه، چې دا هم یو بل فضايي لومړیتوب و.

کولینز هم د دوو کوچنیو ماشومانو مور وه. دا حقیقت چې هغې د کارکونکې ښځې او مېرمنې په توګه ژوند کاوه، د هغه وخت په مطبوعاتي کنفرانسونو کې ډېر د بحث وړ مسله وه، ځینې خبریالان داسې هک پک ښکارېدل چې هغه دواړه رولونه په یو وخت لوبولی شي.

خو کولینز وايي، مور او قوماندانه دواړه "د نړۍ دوه غوره دندې" وې.

هغې په خندا وویل: "خو زه به تاسو ته ووایم، مور کېدل د فضايي بېړۍ د قوماندانېدو پرتله ګران دی."

هغې زیاته کړه: "د قوماندان لپاره تر ټولو غوره روزنه چې ما کله ترلاسه کړې، د مور په توګه وه - ځکه تاسو باید زده کړئ چې خلکو ته 'نه' ووایئ."

د کولمبیا له ناورین وروسته یوه لویه څېړنه پیل شوه

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، د کولمبیا له ناورین وروسته یوه لویه څېړنه پیل شوه

د ناسا هغه فضايي بېړۍ، چې له درېیو لسیزو راهیسې الوتنې کوي، لوړو څوکو ته د رسېدو حیرانوونکې تجربې وکړې، خو ځینې وحشتناکې ټیټې نقطې یې هم ولرلې.

په ۱۹۸۶ کې، د چلینجر فضايي بېړۍ له پیلېدو څو ثانیې وروسته له یوې ویجاړوونکې تېروتنې سره مخامخ شوه، چې د بېړۍ ټول اووه عمله یې ووژل.

او په ۲۰۰۳ کې، د کولمبیا فضايي بېړۍ د خپل ماموریت په پای کې د ټیکساس په اسمان کې ماته شوه او اووه تنه عمله یې هم مړه شول.

د کولمبیا د سونګ توکو یو ټانک د پیلېدو پر مهال سست او جلا شو، چې د تودوخې ساتنې پوښ یې په تخریبي توګه زیانمن کړ.

کولمبیا د ځمکې په فضا کې د اوریز بېرته ننوتلو پر وړاندې مقاومت نشو کولی او د نړۍ خلکو په وحشت دا ویجاړتیا ننداره کړه.

کولینز د دې ناورین او د هغو ملګرو د ژوند له لاسه ورکولو یاد په تازه کولو سر وخوځاوه.

خو د قوماندانې په توګه د خپلې دندې له مخې، هغې باید د فضايي بېړۍ راتلونکې الوتنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی وای.

ایلین کولینز د فضايي دورې له لارې بېړۍ اداره کړه
د عکس تشریح، ایلین کولینز د فضايي دورې له لارې بېړۍ اداره کړه

ایا هغې هغه وخت د استعفا فکر وکړ؟

هغې په نرمه لهجه وویل: "خلک د ټولې فضايي بېړۍ پروګرام په اوږدو کې پر قوماندان تکیه کوله چې خپل کار ته دوام ورکړي."

هغې زیاته کړه: "زما په فکر، د ماموریت پرېښودل به د زړورتیا مخالف وای… او ما غوښتل یوه زړوره مشره واوسم. غوښتل مې یوه باوري مشره واوسم. ما غوښتل دا باور نورو خلکو کې هم رامنځته کړم."

خو کله چې په ۲۰۰۵ کې د هغې ماموریت په پای کې اسمان ته پورته شوه، بیا هم وېروونکې سناریو پېښه شوه. د پیل پر مهال د فوم یوه ټوټه جلا شوه.

خو دا ځل یو پلان موجود و چې زیان وڅېړي. دا کار د فضايي تاریخ یو له خطرناکو مانورونو په معنا و.

کولینز باید بېړۍ د ۳۶۰ درجې په چورلیځ کې وڅرخوي، حال دا چې له نړیوالې فضايي اډې لاندې الوځي. دې کار همکارانو ته اجازه ورکړه چې د مدار لابراتوار څخه د بېړۍ لاندې برخې عکس واخلي او وګوري چې ایا د تودوخې د محافظت پوښ مات شوی دی که نه.

هغه وايي: "انجنیرانو او مدیرانو ویل دا امکان نه لري، ټول دا دلایل یې راوړي چې ډېر خطرناک دی."

هغې زیاته کړه: "ما بحث واورېد، هغوی پوهېدل چې زه قوماندانه یم او ما وویل: 'ښکاري چې موږ یې کولی شو'."

کولینز

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، کولینز تر فشار لاندې ارامه پاتې شوه

معنا دا چې کولینز او د هغې عمله به کورونو ته خوندي راستانه شي.

دا د کولینز وروستۍ الوتنه وه. هغې موږ ته وویل تل یې پلان درلود چې له خپل څلورم ماموریت وروسته فضايي سفر ودرېږي – او په دې سره نورو ته فضا ته د تګ موکه ورکړي.

او له دې وروسته هغې ډېر ستورمزلي ولیدل چې د هغې په تعقیب فضا ته لاړل. ایا هغه د راتلونکي نسل لپاره کومه مشوره لري چې د ستورو هیلې لري؟

هغې په ساده توګه وویل: "خپله کورنۍ دنده وکړئ، ښوونکي ته غوږ ونیسئ، په ټولګي کې پام وکړئ، کتابونه ولولئ او دا به تاسو ته یو څه تمرکز درکړي."

هغه کسان چې د کولینز په تعقیب فضا ته ځي، دا به زده کړي چې هغې څومره لاسته راوړنې لرلې، نه یوازې د یوې ښځې په توګه، بلکې د یوې ځواکمنې پیلوټې او قوماندانې په حیث هم.

هغه وايي د ستورمزلۍ مسلکي ژوند پای ته رسولو په اړه هېڅ پښېمانه نه ده. هغې هوډ وکړ او شا ته یې ونه کتل. خو کله مو چې وپوښتله که د فضايي بېړۍ یوه څوکۍ خالي شي، ایا دا به وهڅول شي، د هغې په سترګو کې یو خپه لید ښکارېده.

هغې وویل: "هو، زما خوښېږي چې یو وخت دغه ماموریت ته ولاړه شم. کله چې زه بوډۍ شم، شاید بېرته فضا ته د تګ فرصت پیدا کړم."

د "فضايي ښځه" مستند اوس په ټاکل شویو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی.