یونيسف: څه باندې ۷۰۰ زره خوارځواکو افغان ماشومانو ته مو ځانګړي خواړه وېشلي

د عکس سرچینه، UNICEF
- Author, ابراهيم امیري
- دنده, بيبيسي، لندن
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونيسف وايي په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې پر سلګونه زرو خوار ځواکه ماشومانو له مخکې چمتو شوي خوراکي توکي وېشلې دي.
یونيسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغو ځانګړو خوړو څه باندې ۹۰ میلیونه بستې ۷۱۵ زرو ماشومانو ته ورکړل شوې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق له څو هېوادونو او بېلا بېلو بنسټونو نه مننه کړې چې په دې چاره کې یې د دوی مالي ملاتړ کړی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د شمېرو له مخې په افغانستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او یادې ادارې وخت په وخت پر نړیوالو غږ کړی چې نه یوازې د خوار ځواکه افغان ماشومانو بلکې په نورو هېوادونو کې هم هغو ماشومانو ته بودیجه ځانګړې کړې چې په چټکۍ سره وزن بایلي.
تر ۲۰۱۸ وروسته د خوارځواکه افغان ماشومانو شمېر ډېر شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې ادارې د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۸ کال نه وروسته په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.
یونيسف وايي، په ټوله نړۍ کې شاخوا دوه سوه میلیونه ماشومان په خوار ځواکۍ اخته دي چې د لوږې له امله د مرګ او ژوند ترمنځ سخت حالت زغمي.
لوږې او خوارځواکۍ له هغو ماشومانو چې باید هره ورځ چټکه وده وکړي، له خاپوړو پورته او په لاره روان شي دا توان اخیستی چې د ژوند بل پړاو ته داخل شي.
د هغو ماشومانو شمېر هم پام وړی دی چې خوارځواکه زېږی.
ډاکتران د زېږون پرمهال د ماشومانو د مړينې يو ستر لامل د ماشوم خوارځواکي او د وزن کموالی بولي او زیاتوي چې په کم عمر کې د نجونو واده کول، په مخدره توکو روږدېدل او د مېرمنو رواني ناروغۍ د ماشوم پر وزن ناوړه اغېز لرلی شي.
سپارښتنه دا ده چې که مېندو ته د میندوارۍ په موده کې مناسب خواړه ونه رسېږي، ماشوم يې د بدن جوړېدو پرمهال سمه وده نه کوي او خوارځواکی نړۍ ته سترګې غړوي.
په نړیواله کچه کورونا وبا، اقلیمي بدلونونو او جګړو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ حالت ته رسولي دي خو په افغانستان کې خرابېدونکی اقتصادي وضعیت، بې کاري، د نړیوالو مرستو کموالی او وچکالي د دې لامل شوي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر له یو میلیون نه واوړي.











