پولیس: وسله والو د خیبرپښتونخوا سوات کې برید لپاره 'پب‌جي ګېم' کارولی

پب‌جي

د عکس سرچینه، PUBG

د پب‌جي ګېم له لارې د ملګرتیا، مئینېدو او یا واده کولو خبرونه مو ښايي مخکې‌ چېرته لوستي وي.

همدا راز ښايي دا خبر هم په مخه درغلی وي، چې یو ځای دې چا د ګېم پر سر شخړه کې بل تن وژلی وي.

له پب‌جي د منع کېدو له کبله د ځان وژنې یا د خپل مور یا پلار د وژلو کیسې هم شوې.

خو اوس تازه پاکستان کې امنیتي‌ چارواکي وايي، چې وسله والو د خیبرپښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته د برید لپاره پب‌جي ګېم کارولی دی.

د دغه برید په تور نیول شویو کسانو پولیسو ته ویلي، چې د برید پلانولو او مشورې لپاره یې د پب‌جي د پیغامو او مکالمې خدمات کارولي.

دوی دا کار ځکه کاوه چې ځان د تلېفوني اړیکو له لارې له څار کېدو او نیول کېدو وژغوري.

پولیس وايي، په غیر قانون کړنو کې ښکېل کسان تل د تلېفوني اړیکو لپاره داسې لارې چارې ګوري‌ چې څارل یې ګران وي.‌

پاکستان کې د ترهګرۍ ضد ادارې یوه افسر د نوم نه خپرېدو په شرط وايي، چې د دغه هېواد بېلابېلو سیمو کې د ناقانونه وسله والو ډلو غړي عمومآ د واټس‌اپ او نورو خواله رسنیو د پیغامونو له لارې په اړیکه کې وي.

دی وايي چې امنیتي‌ ادارې اکثرآ د داسې کسانو له نیولو وروسته د تخنیکي معاینې پر مهال د دوی موبایلونو کې واټسپونه او نور مسنجرونه چک کوي او مکالمې یې ګوري.

نوموړی زیاتوي، "نن سبا ټېلېګرام هم کارول کېږي، خو پب‌جي ته د چا پام هم نه و."

کې امنیتي چارواکو ویلي، دغه کسان یې د امنیتي کمرو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو او نورو پلټنو له لارې پېژندلي او نیولي دي.

د سوات د پولیسو یو چارواکی ډاکتر زاهد‌الله وايي، د امنیتي کمرو تصویرونه دومره واضیح نه وو، خو بیا هم د جامو له رنګ، بوټانو او نورو نښو نښانو لومړی د دوی د اوسېدو ځای مالوم کړ او بیا ونیول شول.‌

پاکستاني پولیس وايي، تورنو کسانو د څېړنو پر مهال ورته ویلي چې د ډلې نور ملګري یې په افغانستان کې دي او دا چې د پب‌جي ګېم د مسجونو د خدماتو له لارې ورسره اړیکه کې وو.‌

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت له څه باندې دوو کلونو راهیسې افغانستان کې پر پب‌جي ګېم او ټېک ټاک بندیز اعلان کړی دی.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

سوات کې د بڼ پولیسو تاڼه کې د ثبت شوې قضیې له مخې، د اګست د ۲۸مې پر شپه د 'نوا کلي' د پولیسو پوستې دروازه کې چاودنه وشوه.

وروسته مالومه شوه چې په دروازې پورې مقناطیسي بم نښلول شوی و.

په دې پېښه کې ۳ پولیس سرتېري ټپي شوي وو چې یو یې وروسته‌ په روغتون کې مړ شو.‌

پاکستان کې د ترهګرۍ ضد ادارې یو چارواکی وايي، وسله والې ډلې خپلو غړو ته د تلېفون او خواله رسنیو د خوندي کارولو روزنه ورکوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک په دې وروستیو کې پر خپله عمر میډیا په اردو ژبه یو لارښود خپور کړی، چې د انډرویډ‌ او ایفون تلېفونونو د خوندي کارېدو د لارو چارو په اړه هم ځینې لارښونې پکې شوې دي.