د راډیو نړیواله ورځ د معلوماتو، تفریح او تعلیم یوه پېړۍ تر سرلیک لاندې لمانځل کېږي

راديو
    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

نن د فبرورۍ میاشتې ۱۳ د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه په نړۍ کې لمانځل کېږي. راډیو، د معلوماتو، تفریح او تعلیم یوه پېړۍ تر سرلیک لاندې سږکال د راډیو نړیوال ورځ لمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو عملي او کلتوري څانګې یونسکو ویلي د راډیو غني مخینه، دوامداره ارزښت او هیله بښوونکې راتلوونکې هغه څه دي چې سږکال د فبرورۍ میاشتې په ۱۳ د لمانځلو لپاره غوره شوي دي.

د یونسکو مشرې اوډرې ازولي د دې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي چې نن نه یوازې د راډیو تاریخ بلکې په ټولنو کې د راډیو مرکزي اوسنی او راتلونکې رول هم لمانځل کېږي.

یونسکو وايي په تېرو څه باندې سلو کالو کې راډیو د خبرونو او معلوماتو د رسولو، تفریحي پروګرامونو د وړاندې کولو او خلکو د پوهاوي په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا هم د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي ستونزمنه ده چې له راډیو پرته د یوې نړۍ تصور وشي.

نوموړې د دې ورځې د لمانځنې په پار په کابل کې د کلېد او مرسل په نامه راډیو دفتر ته لاړه او په افغانستان کې یې له تېرې نېژدې یوې پیړې راهیسې راډیو د خلکو لپاره د خبرونو، تعلیم ورکولو او خلکو سره د اړیکې یوه مهمه سرچینه وبلله.

د افغانستان ملي راډیو، ټلویزیون ودانۍ
د عکس تشریح، د افغانستان ملي راډیو، ټلویزیون ودانۍ

په افغانستان کې د راډیو مخینه د پاچا امان الله خان د واکمنۍ کلونو ته ورګرځي. په ۱۹۲۵ میلادي کال کې د راډیو یو روسی اسټیشن په کابل کې فعال کړای شو.

خو دا اسټشن په ۱۹۲۹ کال کې د امان الله خان پرضد کودتا کې ویجاړ کړای شو.

وروسته په ۱۹۳۱ کال کې د محمد نادر شاه په واکمنۍ کې د راډیو نسبتاً یو پرمختللی اسټیشن په کابل کې فعال کړای شو چې په پښتو، دري، اردو، فرانسوي او انګلیسې ژبو یې خپرونې کولې.

هغه مهال راډیو افغانستان خبري، معلوماتي او تفرحي خپرونې لرلې.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته په ۱۹۸۱ کال کې د بي بي سي نړیوال سرویس هم په پښتو ژبه د افغانستان لپاره راډیویې خپرونې پیل کړې.

د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یوناما د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې شاخوا ۱۵۰ راډیوګانې فعالې دي او په ځینو سیمو کې خو ان یوازې همدا راډیوګانې معلوماتو ته د لاسرسي یوازینۍ سرچینه ده.

راډیو اوس هم په افغانستان کې کڼ شمېر اورېدونکي لري.
د عکس تشریح، راډیو اوس هم په افغانستان کې کڼ شمېر اورېدونکي لري.

یونسکو وايي که څه هم د وخت له تېریدو سره او د خواله رسنیو، ډیجیټلي او تلویزونې خپرونو له ډېریدو سره راډیويي خپرونې نه یوازې په افغانستان بلکې په نورو هېوادونو کې هم له ننګونو سره مخامخ شوې خو بیا هم راډیو خپل ارزښت ساتلی دی.

په ۲۰۱۱ کال کې د یونسکو د غړو هېوادونو لخوا د فبرورۍ میاشتې ۱۳ چې نن ده د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه چې په ۲۰۱۲ کال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې هم تایید شوه.

دا ورځ له هماغه راهیسې ټولنو ته د خبرونو او معلوماتو د رسولو او تفریحي او تعلیمي پروګرامونو په برخه کې د راډیو د رول له امله لمانځل کېږي. د شمېرو له مخې اوس مهال په ټوله نړۍ کې له نژدي ۴۴ زره راډیوګانې فعالې دي.