د راډیو نړیواله ورځ؛ افغان نانوای د بي بي سي پښتو خپرونو ارشیف جوړ کړی

د ویډیو تشریح، د راډیو نړیواله ورځ؛ افغان نانوای د بي بي سي پښتو خپرونو ارشیف جوړ کړی

نوټ: دا رپوټ په ۲۰۱۹ کال کې جوړ شوی، اوس د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت یوځل بیا خپرېږي.

په کندهار ښار کې یو نانوای چې له نږدې ۲۶ کلونو راهیسې د بي بي سي پښتو خپرونې ریکارډوي. زموږ همکار عصمت بهیر ته یې ویلي چې ولې دا کار کوي او تر کله به یې کوي؟